شهید او شهادت (دوه دیرشمه برخه)

لیکوال: م محمد نعیم

سره له دې چې مونږ دا شی نشو لیدی، ځکه دا برزخ یو بل برزخ دی، چې زمونږ له ذهنونو او درک نه لیرې دی. او داسې هم ویل کېږي چې دا یو بل د مارغه په بڼه بدن دی، چې له روح سره تړاو لري، او په هغو احادیثو استدلال کېږي چې په دې اړه راغلي،کوم چې امام مالک، امام احمد، امام الترمذي رحمهم الله تعالی، روایت کړي.

… او داسې یو نظر هم شته چې دا به د دنیوي جسدونو په څېر بل جسد وي، ، داسې که یې څوک وویني وايي به چې پلانی مې ولید، دا نظر د ځینو امامیه وو دی… له دې وروسته امام الوسي رحمه الله وايي: زما په نظر د برزخ ژوند د هر هغه چا لپاره چې مړ شي ثابت دی که شهید وي که غیر شهید، که څه هم چې ارواح په خپله ثابت جواهر، او له بدن سره توپیر لري، خو بیا هم په دې اړه څه مانع نشته چې روح دې له داسې یو برزخي بدن سره تړاو ولري چې له دنیوي بدن سره یې توپیر وي. … شونې ده چې دا نازک او تازه بدنونه دې په تیزوالي او هر ځای ته په آسانۍ سره تګ او راتګ کې له شنو مرغانو سره تشبیه شوي وي.
… كه ته وغواړې ویلي شې چې همدا د شهید روح په یو ځانګړي بدن بدلېږي؛ ځکه ارواح چې خورا لطیف او باریک مخلوق دي، د تجسد ځواک پکې شته، لکه څه رنګه به چې الروح الامین ( جبریل ) علیه السلام د دحیة الکلبي ( مشهور صحابي ) رضی الله عنه په بڼه را څرګندېدو، خو د همدې خاورې شوي بدن د ژوند خبره چې له منځه تللی وي، غړي یې سره تیت پرک شوي وي، بڼه یې بدله شوې وي، که څه هم د هغه چا له وسه لیرې نه ده چې مخلوقات پنځوي، او بیا یې بېرته را ژوندي کوي، خو نه ډېره اړتیا ورته شته، او نه کومه ځانګړې پېرزوینه او مهرباني لري او نه هم کوم لوی احسان دی. بلکې پرته له دې بل څه نشته پکې چې د کمزورو ایمانونو خاوندان په شک او وهم کې واچوي، او په هغه څه باندې یې په ایمان راوړلو مجبور کړي چې هغوی یې هسې هوايي او ساده خبرې ګڼي.

په دې شک نشته چې امام الوسي رحمه الله ډېره ښه څېړنه کړې، او حقیقت هم همداسې کېدی شي، که په غور پام وشي، روح د برېښنا حیثیت لري، په هر جسم کې چې ننوزي په خوځښت یې راولي، خپله برېښنا جرم ( بڼه ) نه لري، او نه په ظاهره حواسو درک کېږي، بلکې د بل جسم او بڼې په شتون کې احساسېږي، روح هم همداسې ګڼل کېدی شي، چې خپله ظاهرا نه محسوسېږي، خو کله چې په بل جسم کې ننوزي ژوندی کوي یې.

نو د امام الوسي رحمه الله دا خبره چې د همدې دنیوي جسدونو د راژوندي کولو خبره د ځینو کمزوریو ایمانونو خاوندانو ته شک پیدا کوي، یا یې هغوی هسې هوايي خبرې ګڼي، فکر کوم د توجیه وړ نشي بلل کېدی؛ ځکه لکه خپله چې امام الوسي رحمه الله فرمايي چې الله جل جلاله ته دا کار څه ګران نه دی، نو بیا به ولې د شک او وهم لامل ګرځي، ځکه هر مسلمان باید د الله جل جلاله په بې پایه ځواک او پراخ واک ټینګ ایمان ولري، که نه بیا نو څه ډول مومن ګڼل کېدی شي؟ او بل دا چې د کمزورو ایمانونو خاوندان خو په هر څه کې شک او وهم کوي، له دې پرته نور ډېر داسي غیبي مسایل دي چې د ډېرو لپاره د شک او هم لامل ګرځي، ددې حل خو دا نه دی چې هغه مسله باید بیان نه کړل شي، یا باور پرې ونشي، ځکه چې کمزوري ایمان والا یې نه مني، یا شک ورته پیدا کوي.

دا چې په عالم برزخ کې د شهیدانو د جسدونو د څرنګوالي په اړه کوم صریح او قاطع نص نه دی راغلی، ښه خبره دا ده چې همداسې پرېښودل شي، لکه څه رنګه چې شریعت پرېښې ده، ځکه اصلي موضوع د شهیدانو ژوند دی، په برزخ کې د هغوی د خوراک او څښاک، او جنت ته د ننوتو او په جنت کې د چکر وهلو خبره ده، د شهیدانو د عزت او کرامت خبره ده، د هغوی د ځانګړي درناوي خبره ده دا ټول ثابت دي، نور تر دې اخوا د جزیاتو څېړلو، او بیا د ځینو د ثابتولو او د ځينو د نفی کولو اړتیا به ډېره نه وي. و الله اعلم بالصواب.

دیته ورته خبره امام ابو حیان الاندلسي رحمه الله په خپل تفسیر ( البحر المحیط ) کې وروسته له هغه کړې چې په دې اړه یې د نورو علمای کرامو نظرونه را اخیستي او خپله یې هم نظر ور کړی. نوموړی وايي: (ولم تتعرض الآية الكريمة لرزق أرواح الشهداء ولا لمستقرّها ، وإنما جرى ذكر ذلك على سبيل الاستطراد ، اتباعاً للمفسرين ، حيث تكلموا في ذلك في هذه الآية ، وإلا فمظنة الكلام على ذلك في قوله : { بل أحياء عند ربهم يرزقون } حيث ذكر العندية والرزق ، )
آیت کریمه د شهیدانو د ارواحو د روزۍ او هستوګځني په اړه خبره نه ده کړې، دا کومې نورې خبرې چې وشوې هسې د اضافي بحث، اودا چې نورو مفسرینو دا موضوع شاربلې وه، وشوې؛ که نه په دې اړه ددې ډول احتمالي نظرونو اصل په دې آیت کریمه بنا دی چې ( بل أحياء عند ربهم يرزقون )، ځکه دلته د عندیت او رزوۍ خبره شوې.

یعني مفسرین کرام چې د شهیدانو د روزۍ او اوسیدو د ځای په اړه کومې تفصیلي خبرې کوي او احتمالي نظرونه وړاندې کوي، په دې بنسټ یې کوي چې په آیت کریمه کې دا دواړه ټکي یاد شوي، خو دا چې حقیقت څه ډول دی؟ والله اعلم.

د ( تفسیر المنار ) مولف مرحوم محمد رشید به علي رضا وايي: (ذَهَبَ بَعْضُ النَّاسِ إِلَى أَنَّ حَيَاةَ الشُّهَدَاءِ تَتَعَلَّقُ بِهَذِهِ الْأَجْسَادِ وَإِنْ فَنِيَتْ أَوِ احْتَرَقَتْ أَوْ أَكَلَتْهَا السِّبَاعُ أَوِ الْحِيتَانُ ، وَقَالُوا : إِنَّهَا حَيَاةٌ لَا نَعْرِفُهَا ، وَنَحْنُ نَقُولُ مِثْلَهُمْ : إِنَّنَا لَا نَعْرِفُهَا وَنَزِيدُ إِنَّنَا لَا نُثْبِتُ مَا لَا نَعْرِفُ . وَقَالَ بَعْضُهُمْ : إِنَّهَا حَيَاةٌ يَجْعَلُ اللهُ بِهَا الرُّوحَ فِي جِسْمٍ آخَرَ يَتَمَتَّعُ بِهِ وَيُرْزَقُ )

ژباړه: ځینې خلک په دې نظر دي چې د شهیدانو ژوند له همدې جسدونو سره تړاو لري، که څه هم چې له منځه لاړ شي، وسوځي، ځناور او کبان یې وخوري، دوی وايي: دا داسې ژوند دی چې مونږ یې نه پېژنو، او مونږ هم ددوی په څېر خبره کوو: بېشکه مونږ دا ژوند نه پېژنو، او دا خبره هم ور زیاتوو چې مونږ هغه څه نه ثابتوو چې نه یې پېژنو، او ځينې نور وايي چې دا داسې ژوند دی چې الله جل جلاله روح په یو بل بدن کې ننباسي، چې همدا بدن بیا له نعمتونو خوند اخلي او روزي ور کول کېږي.

م. محمد نعیم.

نور بیا…

ددې لیکني مخکني ټولي برخي په لاندي ادرس:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د