افغانستان

سرتاج عزیز سبا کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (چهارشنه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزيز په اقتصادي کنفرانس (ریکا) کې د ګډون په موخه سبا کابل ته راځي.

دغه درې ورځېنی کنفرانس د وږي په ۱۲مه په کابل کې پیلیږي او د ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي به په کې ګډون وکړي.

په دغه کنفرانس کې د نورو هېوادونو د استازو په ګډون د پاکستان د ملي امنیت مشارو سرتاج عزیز هم شرکت کوي.

پاکستاني رسنۍ وايي سرتاج عزیز کوښښ کوي چې په دې کنفرانس کې د ګډون سربېره د افغانستان او پاکستان تر منځ خرابې شوې اړیکې بېرته جوړې کړي.

د کابل او اسلام اباد اړیکې تر هغه وروسته خرابې شوې چې په کابل کې چاودونو زور واخېست او د ګډ حکومت یې پړه په پاکستان او ددغه هېواد په څارګرې ادارې (آی ایس آی) واچوله.

د یادونې وړ ده چې د اقتصادي همکاریو کنفرانس (ریکا) په لومړي ځل په ۲۰۰۵ز کال کې په کابل کې شوی و، تر هغه وروسته په ۲۰۰۶ کې په هندوستان، په ۲۰۰۹ کې په پاکستان او په ۲۰۱۰ کې په ترکیه کې جوړ شوی و.

ددې سازمان وروستی کنفرانس په تاجکستان کې ترسره شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x