نظــر

دځينو افغاني دوستانو په ځواب كي او زبيح الله خان مجاهد ته

isaf-climbing-wallsګوره ياره دټوپك دماشي ګوته ليري كړه راكټ د اوږو چيرته ګنده نالي ته وارتوه، دلوټ شوي خپلواكۍ، ناموس، دين دلاري سرښندونكي ديوسف عليه السلام په څير چيرته ژور كوهي ته ځان غوزار كړه، پريده چي غاړه كي مو د صليب نښي ښكاره شي،ناموس مو په نيمه شپه دخړو بوټو لاندي شي، اويا كلن سپين ږيرو سره لواطت رواج شي، پښتني نومونه مو چراغ علي، حسين علي، مايكل او فيتر شي، پنچرمينان، كولابيان دي د احمد، ميرويس وياړونه او قربانئ دي بولۍ ته وړاندي كړي اوپه بدل كه به:

څو دنګ دنګ بلډينګونه، تور شوي پوخ سړك، موبايلونه، موټري، خارجي بورسونه تنګ تنګ پطلونونه، لوڅي پونډۍ، ښايسته اوربلونه، دشرابو ښي بوتلې، دهلكانو استعمال،او……………….نور.

خو دتاريخ او خپلو مشرانو دكړنو ناخبره اوپه پردي كاسو لوي شوي هلكانو ته يوه تاريخي كړنه مخ ته ږدم او بيا دي قضاوت وكړي.

كله چي غلام محمد فرهاد (پاپا) كابل شاروال وو، نو د هغي وخت دروسي سفارت دشاه دوشمشيره په خوا كي وو، نو مخي ته سړك يي كچه وو، نو سفارت كابل شاروالي ته ليك واستاوه چي كه تاسي يي دپخولو توان نه لرئ نو مونږ ته اجازه راكړئ چي مونږ يي پوخ كړو ، نو مرحوم پاپا خپل مرستيال زمان خان د وخت صدر اعظم شاه محمود خان ته وليږه، خو خپل نظر يي ورسره ووايه، كه چيرته ښاغلي صدر اعظم زما د نظر غوښتونكي شي (كه روسان د افغانستان يوه لويشت خاوره په خپل مصرف قير كړي نو بيا دا د افغانستان خاوره نه ده)، نو كله چي زمان خان دصدر اعظم مخي ته دسفارت ليك كيښود، نو شاه محمود خان دلوستو لپاره چشمي وخوزولي اوبي له ځنډه يي وپوښتل چي پاپا پكي څه وايي نو هغه دمرحوم پيغام ورته ووايه، صدراعظم ورغبرګه كړه (من همرايش همنواء هستم) كله چي زمان خان بيرته راستون شو او مرحوم پاپا ته يي ټول جريان ووايه پاپا ډير خوښ شو، او په يوه شپه كي دسفارت مخي ته سړك پوخ کړ، اوسهار چي کله دسفارت كاركونكي راغله سړك پوخ او په اوبو مينځل شوي یې ولید، دسفارت مسولين هك پك او حيران پاتي شول.

د دي په شان د ميوند جاده چي مرحوم پاپا په ډيرو ابتدايي وسايلو او دافغانانو په زور او مټو داسي جوړ كړ چي اوسني مډرن وسايل هم ورته دتعظيم سر ټيټوي .

راشئ وروڼو د اوتو بوتو سره تير شو، ړومبي دخپلي خاوري واك پخپل لاس كي واخلو او ټوله اتكاء په خپل ځان او وطنوالو وكړو.

زمونږ بدبختي په دي كي ده چي هر افغان سره دا فكر دي چي بي دامريكا ، اروپا، هند، ايران ……….وغيره نه شل كيږي، څنګه مرحوم حاجي ميرويس خان دګرګين څخه په افغاني سلاح ازادي اخيستئ شوه او په زنبورك توپونو شاه محمود هوتك تر اصفهان رسيداي شو په تنګي هورمز كي يي هالنډيان اوفرانسويان سلامي كولاي شو او د صفوي شاه حسين تاج يي په سر شو، او د انګريزانو مقابله په افغانې غيرت او جزايل ټوپك سره دبرې پولې ته رسيداي شوه، يا احمدشاه بابا تر ډهلي پوري فتوحات په افغاني توپونو زمزمه،زنبورك……او يا د سيدال خان او امان الله خان مقابله د عثماني تركيي او روسي سره دايران دخاوري دساتني اودفاع كي دواړو قدرتونو ته ماتي وركولاي شوه، او نوري هم ډيري بيلګي لرو چي كتابونه په ډك دي او پښتانه اوس هم په وياړي .

مګر اوس چا په كركيټ كي پړي اچولي او چا په امريكي او چا ايران ، هند او پاكستان كي، مګر خپل تير تاريخ يي دپامه غورزولي دي.

راشئ خپل د وياړ ډك تاريخ ته را وګرزئ او د خپلواكئ دلاري سرښندونكو دسپكاوي څخه لاس واخلئ ملاتړ يي وكړئ چي د نيكونو روح مو په ګور كي ښاد شي.

په پاي كي هيله من يم چي دچا خوا په درنه نه شي .

په پښتني درنښت
 
ساپئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x