افغانستان

سعادت: د ولسمشر له ډاره پښې رېږدي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني په تذکره کې د اسلام او افغان کلیمې په اړه پخپل وروستي دريځ کې خپله بې وسي په ګوته کړې ده، عبدالستار سعادت وايی چې د اشرف غني له ډاره پښې رېږدي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وايي ولسمشر د ملي مسایلو اړوند او د خپلو ژمنو د پوره کېدو په هڅه کې دومره ډارېږي چې پښې يې رېږدي.

نوموړي واضح نه دي ويلي، چې ولسمشر له چانه ډارېږي، خو د ولسمشر د کړیو ژمنو او په تذکرو کې د افغان او اسلام کلیمې د لیکلو او پوره کولو په وړاندې يې لوی مخالف د حکومت شريک عبدالله عبدالله او د هغه پلويان دي، چې ښايي د سعادت هم هدف دوی وي.

د ټاکنیزو شکایاتو د کميسیون مشر عبدالستار سعادت
د ټاکنیزو شکایاتو د کميسیون مشر عبدالستار سعادت

عبدالستار سعادت چې له کابله خپرېدونکي ورځپانې سرنوشت سره يې په مرکه کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د ناقونونۍ په اړه څرګندونې کړې دي، په پای کې يې د ولسمشر له لوري د اساسي قانونو د صریحو مادو تر پښو لاندې کول د ډار پایله بللې ده.

د هغه په خبره ولسمشر په روانو حالاتو ښه پوهېږي، خو په وينا يې ډارن دی: «ولسمشر دې نور نه ډارېږي دا خلک په خپله ډارن دي، دوی څو څو واره له دغه هېواده تښتېدلي دي.»

تر دې وړاندې هم نوموړي په يوه لیکنه کې اشرف غني ته پېغور ورکړی و، چې په دې خاوره یوازې زمریان حکومت کولی شي نه ډارن، «ناوخته نه دی،‌ تر دې ځان مه تحقیروه او تر دې ځان مه کمزوری کوه! ودرېږه! دا ملک کې یوازې زمریان حکومت کولای شي؛‌ په ډار او وېره حکومت نه شې کولای.»

تر اوسه ارګ د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د مشر د څرګندونو اړوند څه نه دي ويلي، خو په تذکرو کې د افغان او اسلام کلیمو اړوند د اشرف غني وروستي دريځ د نوموړي ډېر خواخوږي ترې بېل کړل.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

سعادت صاحب دزمري فه شان دي حقيقت بيان كري واقعا اشرف غني غواري جه فه شاتك او عاجزي اوبيغيرتي سره ميدان خفلو رقيبانو ته ورخوشي كري تر سو دي هغو قناعت حاصل شي اما حكومت كول فه بي غيرتي او دار سره امكان نلري اشرف غني له دوو انتخابونو سخه يو بايد عملي كري يادي همدي دار او بيغيرتي ته ادامه وركري خفل رقيبان دي خوشحاله اوساتي امريكايان دي خوشحاله وساتي اولس ته دي همداسي شاكري لكه سنكه جه يي دملت حقه غوشتنو ته شا وركر زولي خو كه غواري جه ديوه باغيرته اوباوجدانه مشر فه توكه دي تاريخ كي… نور لوستل »

شاه مسعود

ويره ويره خو خوخکاره خوخکاره ده داساسى داساسى قانون قانونمادى د دبخو دبخولاندى کوى

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close