ټولنیزه برخه

د مکلفیت مقدار

لیکوال: مدثر همراز

د حد نه د تیری کولو عواقب تل خطرناک او له ناکامی سره مخ وی، که چیری په مونږ کی دومره توان وی چی یو کور دځان لپاره جوړ کړو خو هوس مو له حد نه تیرې کلو ته اړ باسی او د یو کور په ځای د دوه کورنو بنیاد راباندی ږدی،نو معلومه خبره ده چی د دواړو کورونو بناد به همداسی بنیاد پاتي وی،همداسی نور ډیر مثالونه شته چی اکثره دنیاوی او اخروی امور د خپل حد نه په تیری کولو سره شاړ پاتي کیږی.

مونږ باید په خپل ټول ژوند کی د مکلفیت مقدار درک کړو ،مکلفیت په دوه قسمه دی یو انفرادی مکلفیت دی، او بل اجتماعی، لکه یو سړی په دی مکلف دی چی د خپل ځان لپاره خواړه او پوښاک برابر کړی خو بل سړی په دی مکلف دی چی د خپل ټول قوم د خوراک او پوښاک غم وکړی.

یو سړی په دی مکلف دی چه خپله لمونځ ادا کړی، خو یو بل شخص دی چی خپله به هم لمونځ کوی خو په نورو خلکو د لمونځ ادا کولو مکلفیت هم ورته متوجی وي
دا چی نن سبا زموږ ډیري کارونه سر ته نه رسیږی زما په فکر یو عمده لامل یی همدا دی چي مونږ دخپل مکلفیت مقدار نه دی معلوم کړی،اکثره یو کار له بیخه نه کوؤ او که چیری یی کوؤ نو بیا دخپل حد نه تجاوز کوو،د کار په ناکامی او یا منزل ته د نه رسیدلو په وجه ډیر غمجن په دی یو، چی سره د دومره تکلیف مشقت او کوښښ بیا هم زمونږ کار سر ونه نیوه، خو دی ته مو پام نه وی چی باید له اعتدال نه مو استفاده کړی وی. همدا وجه ده چی هم ډیر غمجن یو او هم پر مخ تګ نشو کولو.

انفرادی مکلفیت تر یو فرد پوری اړه لری خو اجتماعی مکلفیت بیا پوره اجتماع او ټولی ته د ګواښ او ښه زیری سبب کیدلی شی.

همدا راز مونږ باید د خپل مکلفیت حد او اندازه معلومه کړو،که مونږ په دی مکلف یو چی باید خاموش پاتی شو، نو دی ته اړتیا نشته چی خامخا دی خبری وکړو،او که مونږ په دی مکلف یو چی خبری وکړو نو له خبرو مخکی باید په کار ابتدا ونکړو.

د مکلفیت مقدار په دی الهی ارشاد مبارک کښی ډیر ښه په ډاګه شوی آیه : لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا)
ژباړه: نه تکلیفوی الله ج هیڅ نفس مګر په وسع او قدرت ددی نفس

الله ج د مکلفیت حد معلوم کړی دی په هر کار کی باید د خپلی وسعی قدرت او تاقت نه تجاوز ونه شی،نو هرکله چی څوک د خپل مکلفیت مقدار وپیژنی  له ناکامی سره به نه مخ کیږی او همدغه شخص ته بیا د مکلفیت اهل هم ویلو شو ،هرکله چی اجتماعی مکلفیتونه اهلو اشخاصو ته وسپارل شی او هغو د خپل مکلفیت مقدار ته په کتلو سره حرکت وکړي.

ټولنه به مو له غم خفګان اوناکامی نه د نجات په لور حرکت وکړی

«مَا نَهَيْتُكُمْ عَنْهُ فَاجْتَنِبُوهُ، وَمَا أَمَرْتُكُمْ بِهِ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ،الحدیث، متفق علیه

د خپل وس او استطاعت برا بر اجتناب له منهیاتو نه او اوامر سر ته رسول نبوی لارښونه ده،اکثره وخت د اختلافاتو وجه هم دا وی چی په کوم کار مونږ مکلف نه یو هغه کوؤ،او یا د خپل مکلفیت نه تیری کوؤ د بیلګی په توګه،د یو مفتی کار مونږ په خپله غاړه اخلو،په هر مجلس او هر ځای کی هر څوک د فتوی ورکولو تږې یو، چی دا کار مو بیا د اختلاف زیږنده شی.

همدا ډول زمونږ په ټولنه کی هر شخص کوښښ کوی چی خپل ځان د هر مسلک متخصص معرفی کړی،خو اکثره پایلي یی په ضرر تمامیږی، ځکه چی د خپل مکلفیت مقدار مو نه وی درک کړی.

خصوصاٌ دسیاست او حاکمیت په برخه کی زمونږ د ټولنی هر فرد سره د فراغت شهاد نامه په لاس کی ده،همدا لامل دی چی مونږ په دی برخه کی سره متفق کیدلی نشو، تل د اختلاف په لمبو کښی سوزو،ځکه چی د مکلفیت مقدار رانه ورک دي،د پورتنی حدیث شریف په بله برخه کښی نبی علیه سلام فرمای، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَثْرَةُ مَسَائِلِهِمْ وَاخْتِلاَفُهُمْ عَلَى أَنْبِيَائِهِمْ»

هغه خلک چی په کومو پوښتنو او اختلافتو مکلف نه وو او کول یی نو هغه الله ج هلاک کړه.

والله اعلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x