افغانستان

سيګار: امريکا په يوه نيمه کاره ودانۍ ۲،۲ ميليونه ډالر لګښت کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار اداره وايي چې امريکا په افغانستان کې په يوه نیمه کارۍ ودانۍ ۲، ۲ ميليونه ډالره لګښت کړی دی.

سيګار پخپل تازه راپور کې وايي چې امريکايي ځواکونو په کندهار هوايي ډګر کې د دې ډګر د تاسیساتو د څار په موخه په یوبله ودانۍ کار پیل کړ، چې د بېلابېلو دلیلونو له امله يې کار نيمايي پاتې شو، خو لګښت يې ۲، ۲ ميليونه ډالر ثبت شوی دی.

د دې ادارې د راپور له مخې د امريکايي پوځ انجينرانو دغه ودانۍ ځکه نیمايي پرېښوده، چې د سیمې له امنیتي وضعیته يې شکايت درلود او د موادو پر کيفیت هم راضي نه و.

ټاکل شوې وه، چې دغه ودانۍ چې د ۲۰۱۲ ميلادي کال د نوامبر په میاشت کې يې کار پیل شو، د ۲۰۱۳ په اګسټ کې کار نیمايي پاتې شو.

تر دې وړاندې هم د تېرې میلادي میاشتې په ديارلسمه سیګار پخپل يو راپور کې امريکايي ځواکونه پر دې ملامت کړل، چې په پلازمېنه کابل کې يې د ۳۳۵ميلیونه ډالرو په ارزښت د برق سیستم فعاله کړ، خو په کال کې تر يو سلنه کار هم نه اخیستل کېدو.

سيګار په داسې حال کې د امريکايي لګښتونو په اړه پورته څرګندونې خپروي، چې امريکايي مقاماتو په تازه څرګندونو کې ويلي چې د هېواد مهم هوايي ډګرونه، چې کندهار هوايي ډګر هم پکې شامل دی، افغان ځواکونو ته سپاري.

ياده دې وي، له ۲۰۰۲میلادي کال نه د ۲۰۱۴ميلادي کال تر وروستیو پورې امريکا په افغانستان کې ۱۰۴ ميليارده ډالر لګولي دي، چې ۶۰ ميليارده يې د امريکا دفاع وزارت له لوري مستقیم مصرف شوي دي، خو د پنټاګونو له لوري د لګول شويو پیسو نه د ۲۱ ميلياردو ډالرو د لګښت اسناد نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x