دکتور مصباح الله عبدالباقي د پوهنتون استاد

تاجکستان… د اسلامي نهضت پر ضد روان تاوتريخوالی؛ لاملونه، اندېښنې او پايلې

ليکوال: دکتور مصباح‌الله عبدالباقي
ژباړن: احمدالله احمدزی
سرچينه: الجزيره.نت

داسې ښکاري، چې د تاجکستان حکومت يو ځل بيا د اسلامي نهضت ګوند د بېخ وېستلو په لټه کې دی. په تېره لنډه موده کې يې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د دغه ګوند مرکزي دفتر وربند کړ او له هغې وړاندې يې د ګوند د خپرونو مرکز هم تړلی و.
د امام علي رحمانوف حکومت د اسلامي نهضت ګوند پر ضد له تاوتريخوالي ډک ګامونه پورته کوي او غواړي، چې دا ګوند له هېواده ورک کړي.

اسلامي نهضت ګوند د چا دی او څه هدف لري؟ کله او څنګه يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه؟ د تاجکستان په سياست کې څه رول لري؟ او ولې پرې د بنديزونو لړۍ ورځ تر بلې زياتيږي؟ د حکومت له لوري پر دغه ګوند د وروستيو پرله پسې بنديزونو او سختيو لامل څه دی؟

د اسلامي نهضت ګوند بنسټ او پيل؟

وروسته له هغې، چې د روسيې پخواني ولسمشر ګورباچوف په اتيايمو کلونو کې خپل «منځلاری» سياست پيل کړ، هغه مهال د اسلامي ګوندونو مشران د شوروي اتحاد تر واک لاندې جمهوريتونو څخه راغلل او د روس استرخان ښار کې يې د تتارستان د مسلمانانو په غوښتنه يو ګوند جوړ کړ او نوم يې پرې «د اسلامي نهضت ګوند» کېښود.د دغه ګوند د بنسټ لامل او هدف دا و، چې د شوروي اتحاد تر واک لاندې هېوادونو کې به د اسلام د اصيل فهم په اړه مسلمانانو او نورو خلکو ته معلومات ورکوي او دغه ګوند د منځنۍ اسيا په ټولو هېوادونو کې رسمي شو. د ګوند شورا پرېکړه وکړه، چې د هر جمهوريت اوسېدونکي دې د اسلامي نهضت څانګه په خپل هېواد کې پرانيزي.

کله چې د غونډې تاجک ګډونوال له استرخانه خپل هېواد ته راستانه شول، نو تاجکستان کې يې د اسلامي نهضت ګوند څانګه پرانېسته. د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند بنسټ کاراتکين دره کې کېښودل شو. د ګوند بنسټ د ۱۹۹۱ز کال د اکتوبر په ۲۶مه کېښودل شو او د تاجکستان د ګڼو سيمو په استازيتوب په کې ۶۵۰ مخورو او علماوو ګډون کړی و او د لومړي ځل لپاره يې استاد محمد شريف همت زاده د رييس په توګه وټاکه.

د اسلامي نهضت قيادي مشران وايي، چې تاجکستان کې د اسلامي خوځښت فعاليتونه ۱۹۷۳ز کال کې پيل شوي وو او د اسلامي نهضت په نوم يې څرګند فعاليت ۱۹۹۱ز کال کې پيل کړ. له هغو مهمو کسانو، چې د دغه ګوند په تاسيس کې يې ګډون درلود استاد عبدالله نوري او استاد محمد شريف همت زاده وو. دا دواړه د شيخ محمد رستموف «هندوستاني» شاګردان وو.

شيخ محمد رستموف د تېرې پېړۍ په اويايمو کلونو کې په هند کې درسونه ويلي و او تاجکستان ته يې اسلامي فکر له ځان سره راوړ. پلازمېنه دوشنبه کې يې پټې ديني مدرسې جوړې کړې او کله چې حکومت د مدرسو له فعاليته خبر شو، نوموړی يې ونيو او په پنځلس کاله بند يې سابيريا هېواد کې په بند محکوم کړ. شيخ په ۱۹۸۹ز کال په زندان کې ومړ او له هغې وروسته يې شاګر استاد عبدالله نوري «۱۹۴۷ز» کال په طويل دره کې زېږېدلی و، مګر کورنۍ يې له ګڼو نورو مسلمانو کورنيو سره حکومت له سيمې وشړله او وخش دره کې يې د پختې په کښتونو کې کار کاو.

استاد نوري په پټه د خپل فکر او اسلامي نهضت لپاره کار کاو او ۱۹۷۳ز کال کې، چې دی د انجينري پوهنځي محصل و، ډېر پلويان يې پيدا کړل، تر دې چې استاد عبدالله نوري د شوروي استخبارتو «KGB»پر ضد مظاهره وکړه او د مظاهرې لامل يې دا و، چې روسي ځواکونه پر افغان ولس ظلمونه او تېري کوي. استاد نوري د د غې مظاهرې له امله بندي شو او ۱۹۸۸ز کال کې، چې له بنده خلاص شو، دغه ګوند ته يو ځل بيا اسلامي ځوانان راټول شول او دغه ډله يې «د نوري ځوانانو» ټولنه ونوموله.
له همدغه ځايه د نوري ځوانانو ټولنه د تاجکستان اسلامي نهضت نوم ته واوښته او په دغو ټولو هڅو کې د استاد نوري ښی لاس استاد محمد شريف همت زاده و. له همدې ځايه ويلی شو، چې د اسلامي نهضت پيل او بنسټ ۱۹۷۳ز کال بلل کيږي او ۲۰۱۳ کال کې، د ګوند مشرانو او غړو د اسلامي نهضت څلوېښتمه کليزه ونمانځله.

د اسلامي نهضت ګوند او حکومت ټکړ

کله چې تاجکستان له شوروي اتحاد څخه خپلواکي تر لاسه کړه او په ۱۹۹۲ز کال کې په کې ولسمشريزې ټاکنې وشوې، نو کمونيستانو په کې پراخې درغلۍ وکړې او د تاجکستان د کمونيست ګوند لومړنی مشر رحمن نبي اوف د هېواد ولسمشر وټاکل شو. د ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته اسلامي نهضت له نورو سياسي ګوندونو سره په ګډه پراخې مظاهرې پيل کړې او د دوشنبې ټولې لارې او واټونه يې بند کړل، تر دې چې رحمن نبي اوف يې استعفا ته اړ کړ.

له مظاهرو او لاريونونو وروسته د کمونيستي ملېشو مشر «امام علي رحمانوف» د روس او ازبکستان په زور او مداخله د هېواد ولسمشر وټاکل شو. روس او ازبکستان د کولاب کمونستانو بشپړ ملاتړ کاو او هغوی ته يې هر ډول مالي او نظامي مرستې ورکولې. له هغې وروسته کمونيستي ډلو پر اسلامي نهضت بريدونه پيل کړل او دا کړنې د دې لامل شوې، چې د دواړو لوريو تر منځ پنځه کاله اوږده جګړه وشوه او د دغې جګړې له امله ګڼې تاجکې کورنۍ د افغانستان شمال ته کډه شوې. په دغه جګړه کې د دواړو لوريو ډېرې وينې تويې شوې، چې بالاخره د استاد عبدالله نوري او امام علي رحمانوف تر منځ د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په منځګړيتوب مخامخ خبرې اترې وشوې او دواړه لوري د ملي سولې او پخلاينې په نوم پرېکړې ته ورسېدل. په دغه سوله کې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولې امنيت شورا تر څنګ د يو شمېر هېوادونو ضمانتونه هم موجود وو. (په افغانستان کې د مجاهدینو حکومت هم د تاجکستان په روغه جوړه کې رول درلود، ژباړن).

د دوه اړخيزو مذاکراتو په پايله کې په يو شمېر شرطونو هوکړه وشوه:
1- حکومت به د اسلامي نهضت ګوند په رسميت پيژني او دا ګوند به هېواد کې د سياسي فعاليت قانوني حق لري؛
2- د اسلامي نهضت وسله وال پلويان به د تاجکستان ملي اردو کې شامليږي؛
3- د حکومت دېرش سلنه څوکۍ به په هره سويه د اسلامي نهضت ډلې ته ورکول کيږي؛
4- هېواد کې به جګړه دريږي او ټول مهاجرين به بېرته خپل هېواد ته راستنيږي.

سره له دې، چې د اسلامي نهضت ګڼو مشرانو او جنګياليو دغه تړون په خپل حق کې ظلم باله، مګر بيا هم د ګوند مشرانو دغه تړون ومانه او د ګوند غړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شول. له همدغې ورځې واکمنو کمونستانو د اسلامي نهضت پر ضد ظلم او تاوتريخوالی پيل کړ او د تړون پرېکړې ته يې درناوی ونه کړ.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف د امريکا له لوري د «تروريزم» ضد جګړه د اسلامي نهضت پر ضد ښه چانس وباله او هېواد کې يې د اسلامي فعاليتونو او په ځانګړې توګه د اسلامي نهضت پر ضد ډول ډول ګامونه پورته کړل.

رحمانوف د اسلامي ډلو پر ضد يو شمېر ګامونه پورته کړل، چې په لاندې ډول دي:

1- ۲۰۰۹ز کال کې د رحمانوف حکومت د اديانو او ديني ټولنو د ازادۍ قانون تصويب کړ. د دغه قانون په رڼا کې د رحمانوف حکومت کولای شي، چې د اسلامي ګوندونو او ټولنو فعاليتونه محدود کړي او همدارنګه هېواد کې د چاپ شوو ديني کتابونو جدي څارنه وکړي او د دې قانون له مخې حکومت دا واک هم تر لاسه کړی، چې هېواد کې د عبادتونو او ديني مراسمو ځايونه هم محدود کړي. د همدې قانون له مخې هره ديني غونډه او فعاليت بايد د حکومت په اجازه ترسره شي او د همدې قانون په رڼا کې د اسلامي نهضت په مرکزي دفتر کې ستر جومات وتړل شو؛
2- حکومت د والدينو د مسؤوليت په نوم يو قانون تصويب کړ، چې هېڅ مور او پلار نه شي کولای، له دولتي ښوونځيو پرته خپل اولادونه په ديني مدرسو کې داخل کړي؛
3- د رحمانوف حکوت هېواد کې په هر ډول څرګند او ټولنيز ديني فعاليتونو بنديز ولګاو. د ساري په توګه د کار او دفتري رسمياتو پر مهال لمونځ، له جومات پرته لمونځونه، همدا رنګه يې په ښوونځيو، پوهنتونونو، بازارونو او عامه ځايونو کې يې د ښځو پر حجاب بنديز ولګاو. دا شرط يې هم ولګاو، چې هېڅ محجبه ښځه نه شي کولای، چې ځان کانديده کړه. ټول هېواد کې په ږيره پرېښودو بنديز ولګېد، همدا رنګه هېڅوک نه شي کولای، چې پر خپلو اولادونو د قرانکريم ځينې برخې يادې کړي او هر چا چې له دې قانونه سرغړونه وکړه، هغه به د حکومت له لوري جريمه کيږي؛
4- د نهضت پر غړو اقتصادي بنديزونه: روسي چارواکو ويلي، چې ۲۰۱۱ز کال کې د رحمانوف په مشرۍ د استخباراتي چارواکو او مذهبي چارو وزير غونډه کې دا پرېکړه شوې، چې د اسلامي نهضت اوله او دوهمه درجه مشرانو پر ضد دسيسې وکاروي او هڅه وکړي، چې مشران يې په هر صورت وي، واخيستل شي او د ګوند پنځوس سلنه غړي يې له دولتي دندو ګوښه کړي او هڅه يې کړې، چې د ګوندي غړو تر منځ اختلافات او بدګومانۍ راپيدا کړي، تر څو دغه ګوند کې داخلي سياسي انفجار وشي؛
5- ټاکنو کې په لوی لاس درغلي کول او د اسلامي نهضت نوماندان ناکامه کول. ډاکټر محي الدين کبيري، چې د ګوند مشري پيل کړې، ۲۰۰۵، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ز کال ټولو ټاکنو کې حکومت په لوی لاس درغلۍ کړي او نهضت يې له هر ډول ټاکنيزو حقونو بې برخې کړی دی؛
6- د ګوندي غړو بندي کول، ترور او په ډول ډول تورونو يې تورنول او د نهضت غړي له هېواده شړلو ته اړ کول. د اسلامي نهضت غورځنګ دغه ټولې ستونزې او مشکلات په خپل سر منلي او ګالي يې. له تېرو څو مياشتو راهيسې د اسلامي نهضت مشر د رحمانوف د ملېشو د ترور له وېرې له هېواده بهر اوسيږي.

پر سوله ييز فعاليت ټينګار

د حکومت له لوري د هر ډول ظلمونو او تاوتريخوالي سربېره هم د رحمانوف رژيم په دې نه دی توانېدلی، چې د اسلامي نهضت قيادت له سوله ييز فعاليته وسله وال پاڅون ته اړ کړي. د ګوند قيادت اوس هم د ټاکنو له لارې پر سوله ييز فعاليت او سياسي اصلاحاتو باور لري.

۲۰۱۳ز کال کې، چې د اسلامي نهضت مشر استاد محي الدين کبيري کابل ته راغلی و، يو شمېر ځوانانو پرې توندې نيوکې وکړې، چې د رحمانوف رژيم پر وړاندې يې ولې سوله ييزه لار نيولې، نوموړي په څرګندو ټکو وويل: «موږ د جګړې او کړاوونو اوږده تجربه لرو او نه غواړو، چې هېواد او ولس مو يو ځل بيا جګړې او ګډوډۍ سره مخ شي» سره له دې، چې اسلامي نهضت پر سوله ييز فعاليت ټينګار کوي، د رحمانوف رژيم نور هم د اسلامي نهضت پر ضد له تاوتريخوالي کار اخلي او ورځ تر بلې د ګوند د ژوند او فعاليت کړۍ ورتنګوي.

د رحمانوف حکومت وايي، چې د نهضت په مرکزي دفتر کې يې جومات له دې امله وربند کړی، چې د جومات ځمکه دعوه ګيره وه او په قانوني توګه نه وه اخيستل شوی او همدارنګه يې ګواښ کړی، چې کولاب کې به د ګوند دفتر هم وتړي؛ ځکه چې د دفتر ځمکه په قانوني توګه نه ده اخيستل شوې، مګر د پېښو څارونکي وايي، چې د جومات تړلو اصلي لامل، د ګوند د مشر له لوري د ملګرو ملتونو سرمنشي، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکارۍ سازمان او د هغو هېوادونو مشرانو ته ليک ليږل دي، چې د نهضت او حکومت تر منځ د خبرو اترو منځګړي او څارونکي وو.

په دغو هېوادونو کې د ګوند مشر روس، ايران، افغانستان، قزاقستان او پاکستان ته ليکونه لېږلي دي.
د نهضت مشر همدا رنګه د ترکمنستان او قرغزيستان ولسمشرانو ته هم د تاجکستان او په ځانګړې توګه داسلامي ګوندونو او فعاليتونو د ستونزو په اړه ليک لېږلی دی او له دواړو يې د ستونزو د حل په موخه د مداخلې غوښتنه کړې ده. د ګوند مشر له لوري په لېږل شوي ليک کې څرګنده شوې، چې د نهضت او رحمانوف رژيم تر منځ د شوي ملي سولې تړون حکومت له پخوا مات کړی، مګر دوی د ملي پخلاينې او ملي ګټو په موخه پټه خوله وو او په دې اړه يې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر هېچا سره هم خبرې نه دي کړي، مګر د افسوس ځای دا دی، چې حکومت د نهضت صبر او تحمل څخه ناوړه استفاده کوي، نړيوالې ټولنې هم د ملي پخلاينې له تړونه ځان غلی کړی او د تاجکستان ولس له خپلمنځي جګړو او د وينو له توېدو ويريږي.

په ليک کې راغلي، چې د نهضت غړو پر ضد هر ډول وحشي کړنې تر سره کيږي او د تاجکستان قضايي ارګان د حکومت په لمسون د نهضت غړو پر ضد هر ډول جعلي قضيې رسمي کوي.

همدا رنګه د رحمانوف رژيم د ګوند پلويان او غړي له مهمو تنفيذي او تقنني څوکيو لرې کړي، ګڼ غړي يې په ناوړه جنايي تورونو تورن کړي دي، ګڼ شمېر يې له ګونده لاس اخيستو ته اړ کړي او ګڼ شمېر يې له هېواده شړلي دي. د اسلامي نهضت له لوري په لېږل شوي ليک کې راغلي، چې حکومت د هېواد له اساسي قانون او د ملي پخلاينې له تړونه سرغړونه کوي او دې کار سره د هېواد او منځنۍ اسيا امنيت له ګواښ سره مخ کوي.

نهضت ګوند له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې د تاجکستان په روانو ستونزو کې دې مداخله وکړي او د رحمانوف رژيم اړ کړي، چې د هېواد اساسي قانون د او ملي پخلاينې تړون ته درناوی وکړي؛ ځکه چې نړيوالې ټولنې او پورته يادو شوو هېوادونو د ملي پخلاينې د تړون ضمانت کړی و.

دا څرګنده ده، چې د رحمانوف استبدادي رژيم د نورو استبدادي نظامونو په څېر خپل هېواد او سيمه له سختو ننګونو سره مخ کړې ده.

که نړيواله ټولنه د تاجکستان په چارو کې مداخله او د اسلامي نهضت پر ضد د روان تاوتريخوالي مخنيوی ونه کړي، د رحمانوف رژيم له لوري به د هېواد ستر اسلامي ګوند مفلوج شي، نو د ګوند په تار تړلي ځوانان به يو ځل بيا په داسې ټولنو او ګوندونو کې سره راټول شي، چې د وسله وال پاڅون پلويان وي او دې سره به د تاجکستان په ګډون د سيمې امنيت له سخت ګواښ سره مخ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د