افغانستان

کندوز کې تسلیم شوي اربکي ۶ طالبان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۴ل): د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یوه تسلیم شوي اربکي ۶ طالبان وژلي او خپله په تېښته بریالی شوی دی.

د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته وویل چې د امام صاحب ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې یو اربکی طالبانو ته تسلیم شوی و او د شپې مهال له دوی سره ویده و.

د یادې سرچېنې په وینا کله چې طالبان ویده شوي وو، تسلیم شوي اربکي له وخته په استفادې پرې برید کړی، ۶ یې وژلي او خپله په تېښته بریالی شوی.

د کندوز امنیتي چارواکو هم د پېښې پخلی کړی او د ۱۴ طالبانو د وژنې ادعا یې کړې.

د کندوز امنیه قومندان محمد قسیم ځنګل باغ ویلي چې دوه طالبانو چې د امنیتي ځواکونو سره ملګري وو، د یوه قومندان په شمول ۱۴ طالبان وژلي دي.

د هغه په وینا دغه پېښه تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې د شپې پر دوه نیمو بجو رامنځته شوې ده.

طالبانو تر دې مهال د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی وار دی چې یو تسلیم شوی اربکی دې له تسلیمیدو وروسته په وسله والو طالبانو برید کوي.

تر دې وړاندې رسنیو ویلي وو چې دغه نفوذي عسکر وو، چې د طالبانو لیکو ته ننوتلی و او ۱۴ کسان یې وژلي وه، خو د نن ټکی اسیا سرچینې دا ردوي او وايي چې دغه کار یو اربکي چې طالبانو ته تسلیم شوی او دوی پرې اعتماد کړی و.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبيدالله قندزی
میلمه
عبيدالله قندزی

که چرته دا خبره رشتیا وی نواربکیان دی کفن پراگو کرزوی اوانتظار دی اباسی دزمریانو حملی ته
مخکی خو شه ووچی تسلیم به شو نو خوسی کول به یی

طارق بدر
میلمه
طارق بدر

ډېر نر کار يې کړی، طالبان لس – شل اربکیان، اردو او پولیس ونیسي بېرته يې مفت خوشي کړي، نه کومه بدله، نه کوم امتياز، بیا نو وايي هم چې «اسلامي امارت زړه سوي د پالیسې » له مخې خوشي کړل، طالبان چې په دښمن زړسوی کوي دا به يې حال وي

امين وردګ
میلمه
امين وردګ

(خو برده را او بورده ) و کمبختو ښه پوهېږئ چې له اسلام څخه کفر ته ورغلى دى ؛ نو چې بېرته ( هغه هم په دومره حساسو شرائطو کې ) تاسو ته راځي بې هدفه نه دى !
هغه د عيسى خان ډنډوره مو لکه چې هېره شوه : د کاريګرانو په ويشتلو يې کور ، موټر ، رطبه ، نقديه ،او شهرت تر لاسه کړ نو دې ځناور ته خو به خامخا ډېر څه ورکوى .

امين وردګ

شمس
میلمه
شمس

یاره سم کار یی کړی هغه څوک چی د مرتدینو سره اسلامی اصول تر پښو لاندی کوی او قومی مصلحتونه کوی همدا ورسره پکار ده طالبان اربیکان نیسی او بیرته یی خوشی کوی خو که مجاهد چی دوی سره نه وی ونیسی داسی په ظلم وژنی چی مثال یی په وطن کی ندی تیر شوی نو فارسی کی وایی سزای قروت آب ګرم له داسی معامله ګرو سره همدا سزا مناسبه ده اربکی د الله رسول او د وطن دشمن چی معاف کوی همداسی به کیيژی

khalid
میلمه
khalid

وایی له آزار نه چا بازار ندی وړی دی سرکوزی په ځای ددی چی دا کار له صلیبی اشغالګرو سره کړی و د خپل دی کلیمی له وروڼو سره یی دا کار وکړ هر هغه تش په نوم مسلمان چی کفارو ته په مسلمانانو د نصرت زمینه برابروی، دکفر بالادستی غواړی له کفارو سره قلبا موده(محبت) لری، داسلام او اسلامی احکامو له حاکمیت نه کرکه لری د اهل سنت والجماعت د ټولو مذاهبو په اتفاق مرتد ده په کفر کی یی د یوی ذری په اندازه هم شک نشته څوک چی په کی شک کوی هغه هم له اسلام نه… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close