نظــر

افغانستان او راتلونکي ننګوني

څه موده مخته مې په خپله یوه شننه کي ښکلي وو چې د افغانستان سیاسي او نظامي حالات  دومره  په ګړندۍ توګه  بدلیږي  چې ډیر سیاسي شنونکي او پنډتان یی  د وړاندویني څخه  عاجز ګرزیدلی دي . دهغي لیکني  نه وروسته  دهیواد په  نظامي حالاتو کي ډیر ستر بدلون  رامنځته شوې  او دګڼ شمیر هیوادو  نظامي ځواکونه د هیواد څخه د خپل  مهال ویش څخه  مخته د وتلو په حال کي دي.  

همدا اوس  اوس یعني د سپتمبر په  لمړۍ  نیټه د وردګو دمجاهدپاله ولایت  دسیداباد په ولسوالۍ کي  دامریکایی نظامي زبرځواک په نظامي تمځاې  ځان وژونکي برید وکړل شو،

پایلی یی دا شوي  چی  د سپتمبر په دویمه  امریکایانودخپل نظامي تمځاې څخه، دولایت  دمسؤلینو ددي شکایت سره سره چې له دوې سره یی د خپلې دې نظامي تمځاې د پریښولو او خالي کولو په اړه  هیڅ  ډول تفاهم  نه دي کړي ، خپل  ځواکونه دهغه  ځایه  وویستل او خپلو پاته شوو شیانو ته یی ، ددی په ځای  چي افغان ملي اردو یا پولیسو ته  تسلیم کړي  اور  واچاوو. همدا  راز د سپتمبر په لمړۍ ورځ  د غزني په ولایت کي  دهمدي  امریکایی ځواکونو په خلاف  دنظامي  عملیاتو  په واسطه څو کسه امریکایی ځواکونه  له منځه ولاړل .

داګست دمیاشتي په اخري شپو کي د ارزګان په ولایت کي د استرلیایی فوځونو په خلاف د طالبانو   داسلامي غورزنګ د عملیاتو په لړ کې چې په کي  ټول ټال  پنځه  استرلیایی فوځیان  ووژل شول ، د استرلیا صدراعظمه ژړا ته راوسته .  که څه هم دې صدراعظمي  څه موده  پخوا تګاو په سیمه کې  دهمداسي نظامي عملیاتو په ترڅ کی د عبدالصبور په لاسو دخپلو پنځو عسکرو د وژلو  نه وروسته اعلان  کړي وو  چي  خپل  ځواکونه به د مهال ویش  نه مخته باسي خوبیا د امریکا او انګلیس د نظامي فشار  لاندی یی خپله دا خبره بیرته واخسته .

دامریکا ولسمشر باراک اوباما وایی  چی د افغانستان څخه به هم خپل  ځواکونه  لکه د عراق په څیر په مکمله توګه کاږی . دامریکاد کانګرس  غړي  د افغانستان  جنګ  یو ناکام  جنګ  بولي او دخپل هیواد سیاسي او نظامي مسؤلینو ته توصیه کوي  چي  دافغانستان د تاریخ څخه درس واخلي .

ددی ترڅنګ  د سپتمبر په دویمه  امریکایانو او دناټو ځواکونو اعلان وکړ چي دافغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو نوو  راجلب کړل شوو کسانو روزنه به  تر  هغې  وځنډوي تر څو  ددی نوو  راجلب کړل شوو کسانو د هوئیت په اړه مکمل  معلومات تر لاسه  نه کړی .

امریکا او تر څنګ یی د ناټو ځواکونه په هیواد کي  وروسته دهغي  په سخته  تنګتیاکي  راپریوتل  چي په پرلپسی توګه  د هیواد  دنظامي  او پولیسي ځواکونو د ځوانانو  له  اړخه    تر  بریدونو  لاندی راغلل او ګڼ شمیر کسان یی  ووژل شول.  دوې اوس  دهمدی  څخه ویریږي  چي د همدوي روزل شوي کسان بیرته  دهغوي په خلاف  ټوپک راپورته کوي او  خپل  روزونکي له منځه وړي .

په دې اړه تر ټولو مهمه  پیښه  د عبدالصبور نومي  هغه  عسکر همت ، شجاعت او میړانه  وه  چي د خپلو شهیدانو په مړو  یی د اشغالګرانو د متیازو  دکولو په بدل کی پنځه کسه  بهرني  عسکر  له منځه  یوړل  او اوس د هیواد د  قضایی محکمي له اړخه  د دار د ځړولو منتظر دي . په داسي حال کی  چی  په  هیواد کي د بهرنیو  ځواکونو له اړخه  د قران کریم  دسپکاوي او زمونږ د شهیدانو په  مړو  باندی د میتازو کولو   په تورنیول شوی  امریکایی عسکر دامریکایی  محکمې   له اړخه  ازاد پریښوول شول .

 ویل کیږي چې امریکایی اشغالګر اومتحدین یی  په خپل وار  دهیواد  ملي اردو او ملی پولیسو ته  امنیتي چاري سپاری ، دا چاري  په یو شمیر ولایتونو کي  تر سره  شوی اوپه یو شمیر نورو ولایتونو کي یی  پروسه  روانه ده .  دا چي زمونږ ملي اردو او ملي  پولیس   او یا ددي مؤسسو دولتي مسؤلین به دڅرنګوالي او څنګه والي له اړخه ددي جوګه وي  چي د هیواد  امنیت و ساتلي شي او دخپل ولس  سره  دخپل وطني  احساس  له مخي  تګ  وکړی ، اودهغوي په زخمونو  ملهم  کیږدي ، وروسته ډاګیزه شي .  اما هغه  راپورونه چي تر اوسه پوري مطبوعاتو ته  رسیږي  د هغي  له مخي  داسي  څرګندیږي  چي  دلږکیو څخه  دجوړ شوو ملي پولیسو او ملي اردو  کړچار د ولس سره ، ان د پردیو په نسبت ،  ډیر  تریخ دي او دا تریخوالي  پخپله په  هیواد کي دپاته امنیت د تباهۍ  سبب ګرځیداې شي .

د راپورونو له مخي  «فرانسویانو دجولاي په  ۳۱مه د سې شنبې په ورځ  خپل سرتیري له سروبي ولسوالۍ راوویستل .ټاکل شوې وه چې دوی به دا ولسوالي په 2013 ز کې پریږدي . تېر اپریل کې فرانسوي ځواکونو افغان هغو ته واک ولیږده.  له سروبي سربېره په کاپیسا کې نږدې درې زره فرانسوي سرتیري دېره وو . دفرانسې ستردرستیز اعلان کړه ،چې د 2012 ز تر پایه به ټول سرتیري راووځي او 1400 به زموږ دوسایلو او افغان ملي اردو دروزنې په موخه په افغانستان کې پاتې شي.

انګلیسي فوځي جنرالانو هم  اعلان کړي  چي دهلمند د ولایت  څخه خپل فوځي ځواکونه باسي ، په دي اړه یو لړ داسي تبصري هم  راغلي  چي انګلیسان غواړي طالبانو ته د کلیوالو تر نامه لاندی پوره  پانګه ورکړي تر څو د وتلو په وخت کي  یی مزاحمت  ونه کړل شی . تر څنګ یی د سکندنويایی  هیوادونو یو شمیر   عسکر هم د اکتوبر تر  لمړۍ  پورې  د فراه ولایت  پریږدي او خپل هیواد ته را ستنیږي .کاناډایانو  خو لا پخوا قندهار ته خداي پاماني ویلي  او دخپلو ځواکونو تر څنګ یی  ان  خپل  ترجمانان  هم  له ځانه سره  بوتلي دي . امریکایانو اعلان کړي  چي په راتلونکو دوو میاشتو کي به  خپل  شل زره عسکر د هیواده وکاږی، امریکایانو هم دکاناډایانو په څیر  ټولو هغو ترجمانانو ته چي  دلته یی ورسره  څلور کاله پرلپسي کار کړي د ګرین کارډ د ورکولو لړۍ  پیل کړي ، ویل کیږی چي تر اوسه پوری د زرو کسانو څخه زیات  ترجمانان دخپلو کورنیو سره امریکاته  کډه شوي او نور په زرګونو کسان  دخپل نوبت  انتظار باسي ، جرمنیانو هم  بډي را وهلي چي  په کندوز کی خپل  نظامی شتون  راکم کړي . دوي دا اعلان هم کړي چی د افغانستان  څخه به  دخپلو ځواکونو د ویستلو په وخت کي  دهغو  درې  زره کسانو کورنیو ته چي ددوې  په لاسو  روزل شوی او له دوي سره یی همکاري درلوده هم  په جرمني کي پناه ورکړي .

اوس خبره دي ځاې ته را رسیدلي چي  امریکایان اودهغوي نور بین المللی  متحدین  دخپلو هغو فوځي وسایلو د راټولولو په  هڅو کي  اخته دی  چي  څه  موده  مخته یی ددي  هیواد د مکملي ولکی له پاره  د سلګونو میلیونو ډالرو په  مصرفولو  را وستي وو . ویل کیږي  چي په  زرګونو  کانټینرونه   همدا اوس  د درنو وسلو د انتقال  له پاره  ډکیږي  او د ویستلو لاره یی هم  پاکستان  ، که څه  هم امنیت  یی ډیر خوندي نه دي ، تر کار  لاندی   نیول  شوي  ده .  ددي ترڅنګ  به  دغه  هیوادونه  د تاجکستان  او ازبکستان د ترانزیت  لارې  چي د روسیي  څخه تیریږي  او  په  سلګونه میلونه اضافی  مصارف  غواړي  هم  ددی هیوادو  تر نظر لاندی  دی.  د پنتاګون د یوه سلاکار  وضعیت  خو هغه وخت  ډیر خراب  شو چي ویل یی چي  د افغانستان څخه  د عسکرو او فوځي ځواکونو وسایل  به  دهغه څه نه ډیر مصرف  وغواړي  په کوم چي دا وسایل  افغانستان ته وړل شوي وو. ترڅنګ یی  دوي افغانستان ته  نوي  او مډرن ، دافغانستان د سیمي دشرایطو سره سم  فوځي وسایل  دخپلو فوځونو د ملاتړ له پاره راوستي وو ، خو د بیرته ویستلو په و خت کی  دوي  ته  دکباړ نه علاوه  نور څه په لاس   ورتلل ډیره  شوني نه ښکاري او نه به ددې وسایلو ډیره برخه ددوې په  درد  دوا  شي .

په هرصورت  امریکایان د بین المللي ټولني سره یوځاي په ډیر  غرور  سره افغانستان ته راغلل ، او د افغانستان  ولس یی په داسی حال کی  تر ولکي لاندی  و نیو  چي د پخواني شوروي اتحاد  او د وارسا د پکټ د فوځي  مداخلي د زخمونو او د طالبانو د اسلامي غورزنګ دمتروکو څخه  یی لا  وجودونه  نه و  ټکور  شوي .

دا په داسي حال کی  چي ګڼ شمیر  سیاسي شخصیتونو او نړیوالو  تاریخپوهانو او د پخواني شوروي اتحاد فوځي  مسؤلینو ټولو  امریکایانو ته  په افغانستان کي ددی مداخلي په اړه  اخطار ورکاوه .  آن  تر دي چي پخپله یو شمیر امریکایی پوهانو خپلو واکمنانو ته د افغانستان تاریخ  ور یاداوه  او دا یی ورته  جوته وله  چي  د افغانستان په ولس  د تل  له پاره ولکه کول نا شوني  ده  په دی خاطر باید دافغانستان په اړه په پالیسیو کي دپوره  پوره احتیاط نه  کار  واخستل شی . خو دامریکا مغرور  او متکبرو واکمنانو دسیاسی رجالو او نظامي  تجربه  لرونکو شخصیتونو خبرو ته غوږ کینښود او داد ي نن د افغانستان  څخه د وتلو  له پاره ژاړی . خو دا دهمغوي کار دي څنګه یی چې تر سره کولاي شي  همغسي به یی تر سره کوي .
هغه څه  چی  زمونږ هیوادوال یی په اندیښنه کي اچولي ، هغه د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د افغانستان د ولس برخلیک دي . ځکه  ددغه  یولس کلن  اشغال په  جریان کي  چي د افغانستان د ولس سره  کومي  ژمني شوي وي ، هغه یی یوه هم  په سهي توګه تر سره  نه شوه ، نه ورته  داسی یو سالم نظام  ورپه برخه شو چي  د راتلونکي له پاره یی  اساس او بنست و ګرځي ،   نه ورته داسي انفراسټرکچر  ورپه برخه شو  چي  دهغي له لاري په  راتلونکي  کي  خپل  زراعتي او صنعتي سیستم  را وغوځوي  او نه په کي داسي  سالم کسان  و روزل شول  چي  ولس  تري د راتلونکي قیادت او مشرۍ له پاره  هیلی او امیدونه  ولري .

دهیواد اوسني اداره  چي  د امریکایی ځواکونو د بمباریو سره یو ځاي په هیواد حاکمه شوي   په  همغه  قوت  حاکمه ده ، بدبختي داده  چي  که  یو مامور ، رئیس  ، والي  او یا وزیر  په  اداري  اویا بل کوم  فساد کی  را نښلي او دخپلي دندي  څخه په هغه وخت کي په موقته توګه ګوښه کیږي  د لږ وخت وروسته دهغه نه په ښه مقام او ستر ځاې کی دوباره  دپوره  ځواک  سره  ټاکل کیږي ،  نه یواځي هغه بلکه ټوله کورنۍ یی ورسره  دځواک په  ماڼیو کي ور ننوځي اود هر ډول فساد له پاره یی  چي بیا زړه غواړي  لارې  ازادي وي .

په  زړه پورې  ده چي څه موده مخکي  په واشنګتن  کي د افغانستان په سفارت کی  څه  شخړه را منځته شوی وه ، کله چي په دی  شخړه کي د راښکیلو کسانو نوملړ مخته راغي په کي د دفاع دپخواني وزیر وردګ  زوي ، دولسمشر د دویم معاون کریم خلیلي زوي ، د لوي څارنوال  زوي  او …..وو، چې دا ټول دسفارت  کدرونه دی .

اداري فساد دي  کچي ته رسیدلي دي  چي ګڼ شمیر وګړي  په مختلفو  مناسبو او لوړو  ځایو کي د سند کتلوپرته  ټاکل شوي او همدا  عناصر دمالي او اداري فساد اصلي  جرړي  تشکیلوي . زمونږ د بهرنیو چارو  په وزارت کي ډیره کي یی د انګلیسي  کورسونو  استازان  او یا فارغ شوي شاګردان  دي چې  اوس  د سترو سترو  چوکیو خاوندان  ګرزیدلي او ….

 نن د هیواد په  ډیرو وزارتونواو مؤسساتو کي  یو شمیر ګاونډي هیوادونه  داسي را لتاړ شوي  چي دهغوي  پرته  نه خو دا مؤسسات اونه دا وزارتونه  کار  کولي شی او نه  روزګار. چي په دی اړه ډیرې  لیکني شوی او زیات تاریخي اسناد وجود لري . څومره به ښه وو چې لږ تر لږه  دولسمشر دفتر او د ولسمشرۍ ماڼي  د ایران  څخه  په راغلیو تورو  خلطو داغلي شوي نه واې .

په هرصورت زمونږ هیواد اوس دیوې داسي نازکي مرحلي څخه  چي نړیوال  په کې هم راښکیل وو د تیریدو په حال کي دي او بلي داسي مرحلي ته ور ننوځي  چي  په هغې کې به  د نړیوالو  په زړه پورې والې دومره زیات نه وي . ځکه  نړیوال  زمونږ په هیواد کی د خپل  عسکري ځواکونو د پاته کیدوپه اړه ښه  انځور له ځانه سره نه لري ، دوې د افغانستان   څخه زړه چاودي وځي اوبیا به ددي هیواد په لور دسر  د راګرځولو  میړانه  هم  نه کوی . دغه کومکونه  چی ژمني یی په بن ، توکیو  او….کې تر سره  شوي  یواځي او یواځي  ژمني دي  خوپوره کول یی د افغانستان  سیاسي او نظامي حالاتو پورې  اړونددي .

ددی هیواد  راتلونکي  ، نیکمرغی او بدمرغي دواړه د  افغانان په لاسو کي دي ،  خو بدبختانه چي زمونږ د ولس  روڼ انده  ډله  که  هغه  د هر افغان  قوم او ولس پورې  تړلي  په خپلو خپلو داسي  لارو  روان دي  چي دخپل منځی تفاهم  له پاره په کی ځای نه پریږدي . خو دا کار  د هیچا په ګټه  نه دي . خداې  ناخواسته که  افغانستان  نه وي  ،  د افغانستان دولس  هوئیت  اوپیژندګلوي له منځه  ځي ، په دی اساس هغوې چې  نن  په  بریښنایی پاڼو کی  یو دبل  په  کالیو ویستلو او هسي په  هسي یو دبل د بې عزتۍ  له پاره هڅې او هاند کوی  اویو شمیر نور یی موئیدین  را پیداکیږي ، همدا  د ولس د تباهۍ له پاره  بسنه کوي .

زه په ډیر درنښت  دهیواد ټولو سیاسي ، نظامي ،فرهنګي او ټولنیزو کړیوباندی غږ کوم  چي  ددی هیواد  او ددی میړني ولس  په اړه  د زړه سوي نه کار واخلئ اوپخوا ددی  چې  بهرنی  ځواکونه  یا پخپله خوښه او یا  د افغانانو د مټو په زور ددي  هیواد څخه  پښې سپکوي ،  او لکه د سیداباد  دولسوالۍ دمرکز په  څیر  خپل مراکز دشپي شپي پریږدی  او د کوم تفاهم پرته  خپلو هیوادو ته  ستنیږی ، ددی هیواد دراتلونکي نظام  په  جوړښت کي او یا هم دهمدي اوسني نظام  د اصلاح  له پاره  هڅي او هاند پیل کړئ ، خپلې لیکني  دهمداسي  وړاندیزونو له پاره  وقف کړئ ،  هغه څه  چې تاریخ  یی باید قضاوت  وکړی هغه تاریخ ته پریږدئ ،  نه په دی لیکنو باندي څوک  سپکیږي او نه  چاته عزت ورکول کیږي ،  عزت او ذلت  ورکول د الله تعالي  په لاسو کي دی (تعزوا من  تشاء)  همغه ذات دی .

همداراز د مقاومت د لیکو  دمسؤلینو څخه  هم  همدا ډول غوښتنه کوو چي  د خداې په خاطر  د راتلونکي له پاره  دزغم او برداشت  څخه په کار اخستلو سره  ددي هیواد  دامنیت او سوکالۍ له پاره سره لاسونه یو کړئ . او د راتلونکي افغانستان  له پاره داسي تاریخ پریږدئ  چي  نسلونه مو ور باندی  وویاړي .

په درنښت

قریب الرحمن سعید     

 نوټ: ددی لیکني د لیکلو په وخت کی  د یو شمیر بریښنایی پاڼو دلیکنو څخه  ګټه اخستل شوی  ، چي په اړه یی ممنون یم .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x