ورزش

د افغانستان غوره لیګ: د سپین غر بازان او موجهای امو لوبه مساوي پای ته ورسیده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان غوره لیګ سیالیو په لړ کې د سپین غر بازانو لوبډلې د موجهای امو لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. دغه لوبه د ۲-۲ ګولونو له توپیر سره مساوي پای ته ورسیده.

د لوبې له پیل څخه لوبه په پوره ډول د سپین غر بازانو په واک کې وه او داسې ښکاریده چې دغه لوبه به په یقیني ډول د سپین غر بازانو په بریا پای ته ورسیږي.

د سپین غر بازانو لوبډلې لوبغاړی فهیم اختر د لوبې په ۲۲مه دقیقه کې وتوانید د پښې له یوې ښکلې ضربې سره توپ د سیالې لوبډلې د دروازې ساتوونکی له سر څخه تیر او ګول ووهي.

له لومړی ګول وروسته بیا هم د لوبې ټول واک د سپین غر بازانو په لاس کې و او د موجهای امو په ګول يي پرلپسې پیاوړې او چټکې حملې کولې خو د لوبې لومړۍ نیمايي تر پایه هیڅ یوې لوبډلې د بل ګول په وهلو بریالی نشو.

د لوبې دوهمه نیمايي هم د سپین غر بازانو په ګټه پیل شوه. د لوبې په ۴۹مه دقیقه کې د سپین غر بازانو لوبډلې لوبغاړی افکار وتوانید خپلې لوبډلې لپاره دوهم ګول سرته ورسوي او په دې ډول دغه لوبه د ۲-۰ له توپیر سره د سپین غر بازانو په ګټه روانه وه.

د لوبې په ۵۶ دقیقه کې د سپین غر بازانو لوبډلې د دفاعي لیکې لوبغاړی غوښتل توپ له خپل میدان څخه لرې کړي خو په غلطۍ سره يي په خپلې لوبډلې د موجهای امو په ګټه ګول سرته ورسوله.

له دغې ګول وروسته د موجهای امو لوبډلې هم چټکه لوبه پیل کړه. د موجهای امو لوبډلې لوبغاړی هدایت الله احمدي د لوبې په ۹۰مه دقیقه کې وتوانید یوې پینالټي شاټ په ګول بدلولو سره د موجهای امو لوبډلې لپاره دوهم ګول هم ترسره کړي.

د سپین غر بازانو لوبډلې ډیره زیاته هڅه وکړه تر څو له یوې حملې سره دغه لوبه په خپل بریا پای ته ورسوي خو د لوبې په پاتې شیبو کې د ګول په وهلو بریالی نه شو او په دې ډول دغه لوبه ۲-۲ ګولونو سره مساوي پای ته ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x