ورزش

سعودي عربستان د نيپال په وړاندې شرموونکې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې سعودي عربستان د نیپال لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. دغې لوبې کې نیپال د سعودي عربستان لوبډلې ته په نهو ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۲۴۶ توپونه لا هم پاتې ول ماتې ورکړه.

سعودي عربستان لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. سعودي عربستان په ۳۳.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو وسره یوازې ۵۵ منډې جوړې کړې.

د سعودي عربستان لپاره فیصل خان تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. فیصل خان په ۱۴ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته یوازې ۱۹ منډې جوړې کړې.

د نیپال لوبډلې ټولو توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه. د نیپال لپاره کندېل څلور او دمالا او تمنګ دوه دوه ویکټې واخیستې.

نیپال لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۹ اورونو کې یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره د دمالا غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.

د نیپال لپاره دمالا په ۲۰ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د سعودي عربستان لپاره یوازې سمیع منشي یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x