ورزش

کویټ د اماراتو په وړاندې په اتو ویکټو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې کویټ د اماراتو په وړاندې لوبه وکړه. دغې لوبې کې د اماراتو لوبډلې سیالې لوبډلې ته په اتو ویکټو او ۲۵۴ توپونو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د کویټ لوبډلې وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د کویټ لوبډلې په ۲۱.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۶۰ منډې جوړې کړې.

د کویټ لوبډلې تر ټولو زیاتې منډې د اضافي منډو له لارې ترلاسه کړې. دغې لوبې کې کویټ لوبډلې ۲۱ اضافي منډې ترلاسه کړې. د کویټ لپاره شارخ قدوس په ۲۴ توپونو د یوې څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۵ منډو جوړولو سره چې د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

د اماراتو لپاره پونجا او احسن علي خان پنځه پنځه ویکټې واخیستې. احسن علي خان خپل ۸.۱ اورونو کې یوازې ۱۰ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

د اماراتو لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۷.۴ اورونو کې د ظفري ظفرالدین او هولمز غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.

د اماراتو لوبډلې لپاره ظفري ظفرالدین په ۲۱ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۰ منډې جوړې کړې. هولمز په ۲۳ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۱ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د کویټ لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې شارخ قدوس او مشتاق احمد یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x