ادبي لیکني

ځوانه ! ته شاعر يې ته د ټولني سترګي او ژبه يې !!!

noonځوانه !  شاعر د ټولني تاريخ جوړونکى او د پرمختګ ستر عامل دئ او دنهضتونو په جوړولو کي لوى لاس لري نو پر همدې اساس د شاعر مقام ته دنړۍ په ګوټ ګوټ کي درناوى کېږي شاعر د علماوو، فضلاو او نورو پوهانو په قطار کي ځاى لري واقعي شاعر د خپل ضمير او وجدان د فيصلې او لاروښوني پر اساس د خپلو شعري طرحو په وړاندي کولو سره ځانونه مکلف بولي چي د خپلو شعرونو په مټ ټولنه د انحراف ، فسق، فساد او کږو وږو لارو څخه را وګرځوي او هغه ټولنيز رسالت چي  په ټولنه کي يې د يو فرد په توګه شاعر پر  غاړه لري هغه تر سره کړي لکه څنګه چي ويل کيږي چي شعر سحردى او په خپل تخليقي منطق هغه چاري سرته رسوي ،چي د ارسطو منطق او استدلال پکي بي وسه وي.

  ځوانان ! نو ته  هم ديو ټولني دملا دتير حيثيت لري دټولني دپرمختګ اوترقې په کارونو کې تربل هرچا فعاله ونډه لرې ، همدا ته يې، چي يو ملت دآزادى په لوى نعمت نازوي اوهمدا ته يې ، چي ديوملت سرمايه گڼل کيږې ، ته د نړۍ هغه قوت يې، چي تعليم، اقتصاد، تجارت، امنيت، صحت او  ثقافت په خپل مټ او برکت سره پرمخ بيا يې  که ستا غښتلي مټي، سالم فکر  روښانه اند او ښه نيت  نه واى نن به نړۍ او افغان اولس له تورتمونو او ارتجاع سره مخ واى.

شاعره  ! ته هغه څوک يې چي ستا  دين او خلک  له تا څخه کار غواړي، خلک تا  د خپل دين ، ولس او ملت په درد درد من  بولي ،  هغه له تا څخه غوښتنه کوي چي د  هغوئ د اخلاقو د سمون او اصلاح له پاره شپه او ورځ لاس په کار سې، د هغوئ غم  او  درد د ځان وبولې او د هغوئ ستونزي او ګړاوونه  د خپل ورغوي د کرښو په څير  وځانته  معلوم کړې ، چي پر حال يې وژاړې ، اوښکي پر تويوئ کړې او پر حال يې اه او فغان وکړې .

شاعره ! نو ته کولاى سي ، چي دا کارونه د بېلابېلو لارو څخه  تر سره کړي ، لکه شعر ويل ، نثر ليکل او داسي نور ….

موږ به دلته  يوازي ستا د  شعر ويلو پر مسئوليت وږغېږو ، چي ته شاعر يې او په خاصه توګه ځوان شاعر يې د ټولني په وړاندي کوم مسئوليت لرې او کوم مسئوليت در تره درغاړي دئ .

ځوانه ! ته  شاعر يې ته د يو ټولني سترګي  او ژبه بلل  کيږي، چي په ټولنه کي د شته ستونزو په وړاندي يې پرانيزې او پر ضد يي پاڅون وکړې . خپله ټولنه   شته او را تلونکو خطرونو ته متوجه کړې او يا ورته د خلاصون لار پيدا کړې.
ځوانه ! دلته به د بېلګي په توګه د يو انګليسي شاعر يوه کيسه  درسره شريکه کړم ، چي زموږ د موضوع سره زيات تړاو  لري او کولاى سو، چي د همدې کيسې په لوستلوسره  د دې تور تمونو څخه خلاصون ومومو او دا توره شپه په رڼا بدله کړو ، د ظالم په وړاندي مبارزه وکړو او ورته غاښ ماته ونکي جواب ورکړو :

 دا کيسه د انګليسي ژبي د يو مشهوره شاعر ده  (لارډبايرن) نظم چايلډ هيرلډ پلګر ميج ..د هغه شاعر هغه شعر دى، چي په يوه برخه کي يې فرانس، انګلستان او روس ننګولي دي او بله خوا يي يو نان ته د ترکانو څخه د ازادۍ لمسون کړې دئ .
بايډن ليکلي دي: چي اروپا يا په ځانګړي تو ګه انګلستان او فرانسې ديونان د علم او حکمت څخه چي کومه ګټه پورته کړېده تر ننه يي يونان ته چا بدل نه دى ورکړى او روس چي د يو ناني کليسا پيروي کوي له يو نان سره يې هيڅ راز مرسته نه ده کړى،  بيا دى، ددې لپاره چي ددې دريو هيوادونو  د وګړو غيرت را وپاروي يونانيا نوته وايي، چي غيرو  ته  هيڅ راز هيله لرل نه ده په کار  په خپلو مټو باور  ورته په کار دئ ، د دوئ له پاره دترکانو د غلامي څخه ځان ازادول ضروري دئ.

کله چي  يې دا نظم په ( ١٨١٢ ع)  کال کي خپور سو او له خپرېدوسره يې په اروپا کي د بايډن د شاعرى اوازه خپره کړه په فرانسه، انګلستان، ايټاليا، اطريش او روس باندي، دې نظم کوډګره اغيزه وکړه څه وخت چي يو نانيانو له ترکانو بغاوت وکړ نو داروپا متحده بېړۍ يې مرستي ته ورغله او په( ١٨٢٧ ) کال کي يې د ترکانو بېړۍ ته ماته ورکړه چي پايله يي د يونان ازادي سوه .

 ځوانه ! دا دشاعر ديوه شعر اغيزه وه، چي په پايله کي يې خپل هيواد ازاد کړ  او هيوادوال يې دې ته وهڅول چي پاڅون وکړي او خپله ازادي د ترکانو څخه تر لاسه کړي .

 ځوانه ! که  په نوره نړۍ کي يو شاعر کولاى سي ، چي د يوه شعر په مټ ازادي ترلاسه کړي او خپل ملت ازاد کړي ، نو زموږ  افغان او ځوان شاعران هم تر چا په کمه نه دي ، دوئ هم کولاى سي ، چي خپل ملت راوېښ او د ظالم په وړاندي يې و دروي او د  هغوئ  زامه ماته کړي ، که په نوره نړۍ کي شاعران د خپلو شعرونو په مټ اخلاق ، ادب او تولنيز کړه وړه  و خپل ولس ته ورښيي ، نو زموږ شاعران هم تر چا نه دي پاته دوئ تر هغوئ مخکي کېدلاى سي ، که د نوري نړۍ شاعران په خپلو شعرونو کي د خپل وطن ستاينه کوي او د وطن په ستاينه کي شعرونه وايي ، نو زموږ شاعرن  تر هغوئ پاته دي او نه هم زموږ  وطن د هغوئ تر  وطن بدرنګه او بد شکله دئ ،  که هغه خپل بيده ملتونه ويښوي ، نو دا کار زموږ شاعرا هم کولاى سي ، خو په دې شرط چي زموږ  شاعران خپل مسئوليت وپېژني، د ټولني درد احساس کړي ، د ټولني غم ولري ، د ولس په غم غمجن سي ، ستونزي يې خپلي ستونزي او ربړوني يې خپلي ربړوني وبولي اخلاقي نورمونه په پام کي ونيسي ، د اسلام او  خپلي ټولني تر حدودو تېرى ونه کړي .

ځوانه ! ته په ټولنه کي تر تولو لومړى  دا مسئوليت لري ، چي تر ټولو  مخکي اخلاقو ته زياته پاملرنه وکړې ، د ټولني د اخلاقو د سمون له پاره تر خپل وسه پوري کار وکړې او ټولنه د بد اخلاقيو څخه  د خپلي ژبي او شعر په مټ راوګر ځوې، ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ  د داسي شعرونو د ويلو څخه منع کړي يو، چي په هغه کي دي د چا سپکاوى سوئ وي ، بې ځايه خيالي الفاظ دي پکښي کار ول سوي وي او د جابرانو او ظالمانو ستاينه دي پکښي سوې وي رسول الله صلي الله عليه وسلم په دې اړه فرمايي :  د چاچي خيټه د وينو او زوبونو څخه  ډکه سي ښه ده تر دې چي د هغه زړه اودماغ د هغه شاعرانه خيالونو او کلام څخه ډک سي چي په هغه کي دي د چا سپکاوى کوي.
 ځوانه ! شعرپه واقعيت کې د اجتماعي ژوند په باب د شاعر تجريبې  دي ،په شعر کې د ټولنيز ژوند ډېر اړخونه په يوه يا بله بڼه انځور سوي وي، چي د خلکو غوښتنو ته ځواب ويلاى سي، شعر د ژوند په باب زموږ تجربې زياتوي او موږ له واقعيتونو سره آشنا کو ي اخلاق راښيي او په ټولنه کي مو د ناوړه او بې ځايه کارونو و مخنيوي ته هڅوي .

ځوانه ! په شعر کې د پوهني او اجتماعي روزني اصلاحي اړخونه يو له بله نه بېلېدونکي اړيکي لري . يوازې د خوند اخيستني او ساعت تيري لپاره دشعر تخليق يا رامنځته کول او مطالعه کول يو بې ځايه او يو بي عاطفې کاردى . دهرې ژبي شعر په يوه ټاکلې زمانه اوسيمه کې د خللکو ژوندي افکار دي چي په الفاظوکې خوندي او په ليکلې يا ويلي (شفاهي) ډول له يوه نسل څخه و بل ته انتقاليږي،

ځوانه ! شعر د خپل عصر د وګړو د عقايدو،کلتور او ټولنيز ژوند هغه هنداره ده چي د هغوى ريښتني ژوندپکې په يوه يا بله بڼه بريښې.
 نو دساعت تيرۍ له پاره يې ويل، ليکل او مطالعه کول په واقعيت کې له ژوند سره اړيکې شکول او پر حقايقو سترګې پټول او د خپلي ټولني سره په زياته کچه بې غوري کول دي .

ځوانه ! موږ  چي  مسلمانان هم يو ، نو بايد په عمل کې هم دا ثابته کړو، چي زموږ ژبي ، قلمونه او شعرونه  تر اسلام او وطن قربان دي او موږ چي شعرونه وايو ، نو بايد د اسلام د دفاع ، د ټولني د سمون او د خلکو د اصلاح له پاره وي .

ځوانه اوس د دې وخت نه دئ چي سرې شونډي ، لونګين او پېزوان ولمانځو ، بلکي اوس د دې وخت دئ چي ، چي د خپلو شعرونو په مټ د اسلام رښتنې څېره و خلکوته وروپېژنو ، پردى کلتور د خپلي ټولني څخه وباسو ، د خلکو اخلاق جوړ کړو، جهاد، تعليم، دعوت، قلمي، فکري او ټولنېزه مبارزه وکړو ، نو په دې توګه به مو د خپل قلم او ژبي عفت هم ساتلئ وي ، د قلم او ژبي چي کوم ارزښت دئ هغه ته به مو درناوى کړئ وي، د ملت او ولس اعتماد به مو ترلاسه کړئ وي ، ځکه ولس پر هغه چا اعتماد کوئ ، چي د هغه ولس په ژبه ږغيږي، د هغه ولس په دردونو خبر وي ، د هغه ولس دردونه او کړاونه نه سي زغملاى .

ځوانه ! ستا په شعر کي ستا د ولس  عقلي ژوندون ، اخلاق ،دودونه ، ديانت، عقليت اونور روحي خصايص يي و نړۍ والو ته ښکاري  او ستا  په شعر کي ستا دملت اجتماعي نفس اوروحي ساختمان اوفکر داسي ښکاري لکه په هنداره کي چي هرڅه ښکاري، نو  خپل عقلي ژوندون ، اخلاق ،دودونه ، ديانت، عقليت اونور روحي خصايص ، دملت اجتماعي نفس ، روحي ساختمان اوفکر و نړۍ والو ته داسي ور ښکاره کړه لکه څه ډول چي دي .  

ځوانه ! داسي شعرونه ووايه چي  په واقيعت سره ستا د ضمير او وجدان حکم د انسانانو د چارو په مخ بېولو کي اساسي او مثبت رول  ولوبوي

ځوانه !  ته د بلي هري ډلي  په پرتله ډېرد خلکو د عقل او عواطفو واګي په لاس کي لرې، نو  په خپل شعر کي  د بدو او ناوړو  شيانو ستاينه مه کوه ، که نه د وجدان او ضمير د قوې دداسي ټکان سره به مخامخ سې، چي تر مرګه پوري به هغه نه در څخه  هېرېږي او پر خپل کړي بد عمل به پښيمانه يې .

 ځوانه !  ښه داده چي د خپل وجدان او ضمير حکم هر وخت د شعر په ويلو پر وخت  په نظر کي ونيسې او دهغه په لاروښوونو عمل وکړې، نو بيا کولاى سې  چي د دې ربړېدلي ا وځورېدلي او لس او هيواد والو د زخمونو د درد  ملهم سي .

ځوانه ! بلاخيره داسي شاعري وکړه :

ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي ستا ولس ، خلک او تولنه يې غواړي .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي سبادي ټولنه به په ښه نوم يادوي .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي د ټولني دردونو ته دوا سي .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي د ولس زخمونو ته پټئ سي .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي ستا وطن دي ازادي ترلاسه کړي .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي د ولسونو نجات پکښي نغښتئ وي .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي ظالم ته ظالم او مظلوم ته مظلوم ويل سوي وي .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي خلک درته د ولس ژبه ووايي .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي د ځوانانو فکرونه او ذهنونه وروزې .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه  ، چي ټولنه د علم  لاس ته راوړلو ته وهڅوې .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي اسير ولسونه يې په مټ نجات ومومي .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي د مسئوليت احساس په ولس کي راژوندى کړي .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي  خوبولي راو پاڅوي .
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي هر  بيت يې غليم ته د تندر په شان وي .   
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي محتوا او مفهوم يې ستا د ټولني استازي توب وکړي .

————-

ليکوال : محمد نبي سلطاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x