
د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې مالیزیا هم له مخې لرې کړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د مالیزیا په وړاندې لوبه وکړه. دغه لوبه کې چې شیبه وړاندې پای ته ورسیده د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د مالیزیا لوبډلې ته په اوو ویکټو او ۱۷۱ توپونو ماتې ورکړه.
مالیزیا د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې توپ اچوونکو د مالیزیا د لوبډل مشر دغه پریکړه غوره او پیاوړې توپ اچونې سره غلطه ثابته کړه.
مالیزیا لوبډلې په ۴۹.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ورندیپ سینګ غوره توپ وهنې په مرسته ۱۰۵ منډې جوړې کړې.
د مالیزیا لوبډلې لپاره ورندیپ سینګ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. نوموړی په ۱۴۲ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۷ منډې جوړې کړې.
دغې لوبې کې د ملي لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې نوین الحق د مالیزیا په وړاندې خونړی ثابت شو. نوین الحق خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۵ منډو ورکولو سره ۶ ویکټې واخیستې. له نوین الحق سربیره راشد خان درې او کریم جنت یوه ویکټه واخیسته.
د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۲۱.۳ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د حضرت الله او وحیدالله شفق غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.
حضرت الله دغې لوبې کې په ۵۴ توپونو د څلورو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۰ منډې جوړې کړې. وحیدالله شفق په ۴۴ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۳ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې.
د مالیزیا لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې یوازې پوندیپ سنګ ښه وځلید. پوندیپ سینګ خپل ۱۰ اورونو کې ۴۱ منډو ورکولو سره درې ویکټې ترلاسه کړې.