افغانستان

کابل نن د اقتصادي همکاريو د شپږمې ناستې کوربه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د سیمې د اقتصادي همکاريو « ريکا » شپږمه ناسته نن په کابل کې پیل شوه، چې د جمعې د ورځې تر مازيګره به دوام وکړي.

دغه ناسته چې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې جوړه شوې ده، پکې د هند او پاکستان په ګډون د ۳۰ هېوادونو او ۴۰ بین المللي او سیمه ییزو سازمانونو استازي برخه وال دي.

پرون ـ چهارشنبه – د بهرنیو چارو وزارت وياند د دې ناستې په اړه يوه خبري کنفرانس کې وويل چې دوی د هېواد په اړه د دې ناستې ګټې ته ډېرې تمې لري.

شکیب مستغني وویل چې افغانستان ته ځکه دا ناسته ګټوره ده، چې د تېرو پنځو ناستو نیمګړتياوې او تجربې مو په مخکې دي، د هغه په خبره په دې ناسته کې به د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ، طبعي منابعو، اوسپنیزو پټليو او د سیمې د سوداګريزو چارو اړوند بحثونه وشي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين حکمت خليل کرزی هم وايي چې د دې ناستې سل سلنې ګټې ته يې سترګې نيولې دي، او په وينا يې کېدای شي د همدې ناستې له امله د هېواد اقتصادي حالت مخ وړاندې لاړ شي او د سیمې له هېوادو سره يې اړيکي غښتلې شي.

د کرزي په وينا د سیمې د هېوادونو ګټې هغه وخت ښې خوندي کېدای شي، چې له یو بل سره ګډ کار وکړي، خپل نظرونه سره شریک او ګډې اقتصادي ګټې ولري.

د سیمې د اقتصادي هېوادونو د همکاريو لومړۍ ناسته په ۲۰۰۵ ميلادي کال په کابل کې وشوه او وټاکل شوه، چې هر دوه کاله وروسته به د سیمې په يو هېواد کې د اقتصادي همکاريو په اړه دا ډول ناستې جوړېږي، د ريکا پنځمه ناسته د تاجکستان په دوشنبه کې وه.

د نننۍ ناستې لپاره امنیتي ځواکونو د کلکو امنیتي تدابيرو خبر ورکړی او د چارو ادارې له لوري د شنبې ورځ هم رخصتي ټاکل شوې ده، چې ويل کېږي شنبه د سیمې او سازمانونو راغلي ګډونوال بېرته ستنېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x