نظــر

کندز د اربکي وحشت په لمبو کې

arbaki in baghlanنن به دعامه رسنیو له لارې خبر شوي یاست چې دکندز ولایت دمرکز اړوند دکنم  په سیمه کې سیمیزو اربکیانو په  بې دفاع ولسي وګړو برید کړی او لږترلږه یې شپاړس تنه بې ګناه افغانان  په ډزو وژلي دي .
دا پیښه دهغه بهیر وروستۍ پیښه ده چې له وروستيو دوو کلونو راهیسې په کندز کې د پخوانیو جګړه مارانو له  دوباره مسلح کیدلووروسته  دکندز اولس ورسره مخامخ دی ، دکندز اولس چې تردې پخوا یې نسبتا آرام او آسوده ژوند درلود ، او دسر ، مال او عزت امن یې تامین  وو ، په سیمه کې  داربکيانو په نامه د بې تهذیبه ټوپکمارو له  پیدا کیدو وروسته له خورا سختو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ شوي دي .

اربکي ټوپکمار چې زیاتره یې  پخواني تنظیمي ، دنظار شورا ، ګلم جم ملیشو او نورو ډلو ټوپکیان دي دکندز په اولس یې یوځل بیا هغه حالات راوستي چې ددې سیمې خلک ورسره داویایمو هجري شمسي کلونو په پیل کې مخامخ وو .
اوس یوځل بیا هما غه ټوپکیان په مختلفو سیمو کې داولس په مقابل کې وسلوال شوي دي ، چې هره شیبه داولس سر ، مال او عزت   ګواښي  .

داچې په وروستیو  څو میاشتو کې په کندز کې داربکي وحشیانو لخوا کوم ډول جنایات او نادودې ترسره شوي دي په لاندې یې یوڅو نمونې ذکر کوو .

•    په ۲۰۱۲/۳/۲۲ نیټه دکندز ولایت  داقتاش سیمې دباسوسو په کلي کې اربکیانو دعامو خلکو دسپارلۍ په یوه موټر ډزې وکړې ،په موټر کې دسپرو کسانو له جملې یوه زنانه ځای په ځای په شهادت ورسیده او یو بل تن سخت ټپي شو .
•    په ۲۰۱۲/۳/۳۰  نیټه دکندز ولایت دقلعه زال  ولسوالۍ په چارګل  سیمه کې سیمیزو اربکیانو له خلکو څخه په زور دوسلو اخیستل پيل کړل ، او دسیمې یو تن یې له دې امله په خپله پوسته کې بندي کړ ، چې دوی ته یې وسله نه ورکوله .
•    په ۲۰۱۲/۴/۴ نيته دکندز ولایت دخان اباد ولسوالۍ په مرکز کې  دچوک دپوستې قومندان حکومتي ټوپکمار ( حبیب مشهور په عکاس ) دشپې  دشیطاني ارادې له مخې  کوښښ کاوو چې په سیمه کې د یوه  ولسي وګړي کورته ورواوړي ، خو کورته دوراوښتو په مهال دکوربه لخوا وویشتل شو ، او ځای په ځای ووژل شو .
•    په ۲۰۱۲/۴/۸ نیټه  ماسپښین یوه بجه دګورتیپې په سیمه کې اربکیانو په یوه سیمیزه جرګه  کې په کلیوالو د و هلو برید وکړ ، دعیني شاهدانو دوینا له مخې دغه جرګې دیوې سیمیزې لانجې دغوڅولو لپاره رابلل شوې وه چې دعسقلان دسیمې اربکیانو په کې مداخله وکړه ، په دې برید کې اربکي ظالمانو دګورتيپې دوه تنه سپین ږیري  امیرخان  او ګلاب الدین په ډزو  ویشتلي او ټپیان کړي او نور کلیوال یې هم په عام محضر کې وهلي او بي عزته کړي دي .
•    په ۲۰۱۲/۴/۲۱ نیټه  دکندز ولایت  د دشت ارچي ولسوالۍ دشیرخان نهر په سیمه کې د اختر په نامه داربکیانو یوه قومندان  له خپلو افرادو سره نیت درلود چې له یوه کور څخه دشپې مهال غلا وکړي ، کله چې کور ته وراوښتي دکوربه لخوا ورباندې  دټوپک ډزې شوي چې په ترڅ کې یې یو اربکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي .
•    په ۲۰۱۲/۵/۳ نیټه دکندز ولایت  دمرکز اړوند دکنم په سیمه کې دمیرعالم په نامه دیوه سیمیز اربکي ټوپکمار کسانو دنامعلومو دلائلو له مخې دسیمې  یو تن دیني عالم شیرمحمد او دوه تنه نور کلیوال وویشتل او دری واړه یې په شهادت ورسول ، دسیمې خلک وایي دې کسانو له هیچا سره تړاو نه درلود او په دې ورځ یو بل کلي ته دفاتحې لپاره روان وو چې اربکیانو ووژل .
•    په ۲۰۱۲/۵/۱۷ نیټه دکندز دمرکز مربوط د توبره کش په سیمه کې داربکیانو دوه متخاصمو ډلو دیوه بل په عزت باندې تیری وکړ ،  پیښه داسې وه چې لومړی دغلام په نامه  یوه اربکي  دبل اربکي ( خدایداد )  له خپلوانې زنانه سره  ناروا اړیکي درلودې ، کله چې اربکی خدایداد ورباندې خبریږي ، نو پنځه تنه اربکیان دشپې مهال ورسره ملګري کوي ، او دغلام  اربکي کورته وراوړي ، دهغوی زنانه  تړي او بیا یې په  لور( لال بي بي )  باندې جنسي تیر ی کوي ، په دې پیښه کې داربکیانو سیمیز قومندان نظامي هم دخیل وو .
•    په ۲۰۱۲/۷/۱۸ نیټه دکندز ولایت دقلعه زال ولسوالۍ په مظلوم اباد سیمه کې  سمیزو اربکیانو یو نابالغه هلک دشپې مهال په زوره خپلې پوستې ته  وړی ، او تور یې پرې لګولی چې له طالبانو سره لاس لرې .
•    څو اونۍ وړاندې چې په چاردره کې داربکیانو په یوه قومندان سید مراد باندې  چاودنه وشوه ، دنوموړي کسانو سیمیز خلک ونیول ، چې وروسته یې دغچ په ډول له یوه تن اولسي وګړي څخه غوږ  پرې کړ .

داربکیانو لخوا دکندز په خلکو دظلمونو دلړۍ وروستۍ پیښه همدا دنن سهار ۲۰۱۲/۹/۲ پیښه ده ، چې دکندز ښار مربوط دکنم په سیمه کې دیوه اربکي قومندان قدیر لخوا شپاړس تنه  بي ګناه کلیوال په ډزو ووژل شول ، او ګڼ نور ټپیان شول .
دکندز دیوه تن اوسیدونکي په وینا په تیرو څو میاشتو کې اربکیانو په عامو خلکو سخت مظالم ترسره کړي دي ، نه یوازې  یې خلک وهلي ، بې آبه کړي ، مالونه یې ترې غلا کړي ، بلکې په ډيرو مواردو کې دخلکو کورونو ته وراوښتي ، دخلکو به ناموسونو یې تجاوزات کړي او ځیني خلک یې وژلي دي ، دکندز دخلکو په باور  داربکی وحشیانو له لاسه اوس دکندز خلک له داسې حالت سره مخامخ  دي لکه په پخوانی تنظیمي دوران کې چې ورسره مخامخ وو ، په اولس هرډول ظلم ترسره کیږي  خو غږ یې هیڅوک نه اوري .

دکندز خلک وایي چې په ډیری سیموکې  اربکیان په خپل منځ کې هم تل په شخړو او جګړو سره بوخت وي چې تاوان یې اولس ته رسیږي ،  داربکیانو له جوره  اغیزمن شوی خلک شکایت کوي چې رسنۍ ورسره پوره جفاکارانه چلند کوي ، ځکه تراوسه یې داربکیانو لخوا دترسره شويو جنایاتو په اړه هیڅ ډول راپور نه دی نشر کړی ، دغه راز داچې دا ډول زیاتره جنایات  پټ پاته کیږي یوه وجه یي داده چې خلک نه غواړي په رسنیو کې دغږ پورته کولو له امله ځانته جنجال پیدا کړي .
  دکندز دخلکو په باور که داولس له غاړې داربکیانو دلاس لنډولو لپاره په هیوادنۍ او نړیواله کچه  ګام پورته نه شي ، او د مظلومو کندزیانو غږ وانه وریدل شي په راتلونکي کې دنورو عام وژنو او بشري جنایاتو تمه هم کیدلای شي .

عبدالرؤف حکمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x