افغانستان

چارواکي: ګرمسېر کې د پوستې د قومندان په ګډون اته تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوليسو د پوستې ټول پرسونل وژل شوي دي.

د ګرمسېر ولسوالۍ امنیه قومندان تيمورشاه نظري وايي چې د بير کاکا مانده سیمه کې د پولیسو د پوستې قومندان او د هغه اوه ملګري وژل شوي دي.

د هغه په خبره پولیسو ته له نږدې کوره خوراک ور وړل شوی و، چې وروسته دوی بې هوښه شول او طالبانو وژلي دي.

وسله والو طالبان بيا د دې پوستې د قومندان او اوو عسکرو وژل کېدل د دوی د « نفوذي » ملګرو کار بللی دی.

رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې طالبانو ويلي، چې تېره شپه شاوخوا دوې بجې د د دوی دوو ملګرو په پوسته کې بريد وکړ، چې قومندان ښايسته ګل او د هغه ۷ ملګري يې ځا پر ځای ووژل.

د خبرپاڼې له مخې له دې پوستې نه طالبانو یو رینجر، یو ډاټسن او یو ټوډي موټرې او ګڼ مهمات له ځان سره وړي دي.

که څه هم د امنیتی ځواکونو په ليکو کې ورته پرلپسې پېښې شوې دي، خو تېره ورځ په کندوز کې تسلیم شوي اربکي هم شپږ طالبان ووژل او بېرته خپلو ملګرو ته ور وتښتېد، چې د خپل ډول لومړۍ پېښه بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x