وینزویلا: فلسطینیان له ویزې پرته زمونږ هیواد ته راتلی شي

نن ټکی اسیا (پنجشبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د وینزویلا هیواد د هغو فلسطینیانو لپاره د ویزې اخیستلو قانون لغوه کړی چې غواړي دې هیواد ته سفر وکړي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د وینزویلا هیواد تیره ورځ خبر ورکړی چې وروسته له دې فلسطینیان د ویزې اخیستلو ته اړتیا نه لري او کولای شي چې له ویزې پرته د وینزویلا هیواد ته ننوزي.

وینزویلايي چارواکي وايي چې دا ګام یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د لا ټینګښت په موخه اخیستی. د روان میلادي کال د «می» په میاشت کې وینزویلا په خپل هیواد کې د فلسطین ډیپلوماټیک استازیتوب د سفارت کچې ته لوړ کړ.

که څه هم وینزویلايي چارواکي په مذهبي لحاظ عیسویان دي، خو تل یې په نړیواله کچه د فلسطینیانو له حقوقو دفاع کړې او د اسرائیلو ظلمونه یې غندلي دي.

د وینزویلا پخواني ولسمشر «هوګو شاویز» په ۲۰۰۹ کال وروسته له هغه د اسرائیلو سفیر او د سفارت ټول ډیپلوماټان له پلازمینې «کاراکاس» څخه وشړل چې اسرائیلو په غزې ښارګوټي برید وکړ او زرګونو فلسطیني وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

نوموړي له دې وړاندې په ۲۰۰۶ کال هم د اسرائیلو سفیر له خپلې خاورې شړلی و او د اسرائیلو مشران یې له هټلر سره تشبیه کړي وو. نوموړي همدارنګه په نړیواله جنايي محکمه کې د هغوی د محاکمې غوښتنه هم کړې وه.

د روان میلادي کال د فبروري په وروستیو کې د وینزویلا اوسني ولسمشر «نیکولاس مادورو» د امریکا پخوانی ولسمشر ترهګر بللی و  او خپلو پلویانو ته یې په وینا کې ویلي و: «هغه امریکایي سیاسي چارواکي چې په افغانستان، عراق او سوریه کې يې خلک بمبار کړي او بشري حقوق یې تر پښو لاندي کړي، چې په سر کې يې بوش او د هغه مرستیال ډیک چیني راځي، ترهګر او تروریستان دي او هیڅکله نه شي کولای وینزویلا ته داخل شي».

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شاه ولی
میلمه
شاه ولی

ژوندی دوی د ووینز ویلا خلک او ریس جمهور نیکولا مادور چه د مظلومانو دوست دی

سمسور
میلمه
سمسور

خدای دې وکړی دوینزویلاعیسایی هیواد دابې ساری بشردوستانه اقدام دنړی دهغه مسلمانانو هیوادونو دپام وړ وګرزی کوم چې هرڅه دزور واکی امریکې اویهودو له عینکو ګوری اودهغه دفالیسی مطابق خپل فروګرامونه پرمخ وړی اودهغوی په اشاره خپل مظلوم ولسونه ځپی
.