ورزش

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې یو ځل بیا د اسیا غوره لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): نن د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیده. د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې نن سهار د مالیزیا لوبډلې ته سخته ماتې ورکولو سره دغه اتلولي یو ځلي بیا د افغانستان په نوم ثبت کړه.

د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ د وږي په شپږمه د شپږو اسیايي هیوادونو د ۱۹ کلنو لوبډلو تر منځ د مالیزیا په لازمینه کواللمپور کې پیل شوې وه او نن پای ته ورسیده.

ملي لوبډلې خپلې وروستۍ لوبې کې کوربه هیواد ته په اوو ویکټو سخته ماتې ورکړه. مالیزیا لومړۍ توپ وهنه وکړه او خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره يي ۱۰۵ منډې جوړې کړې چې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې دغه ټاکل شوی هدف یوازې ۲۱.۳ اورونو کې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو کې افغانستان پنځه لوبې وکړې او په ټولو سیالیو کې يي خپلو سیالانو ته سخته ماتې ورکولو سره ۱۰ نمرې وګټلې او د دغو سیالیو اتلولي يي یو ځلي بیا وګټله.

دغو سیالیو کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پیاوړی او تکړه لوبغاړی حضرت الله ځاځی ۳۱۴ منډو جوړولو سره د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی شو.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په توپ اچوونکو کې ضیاء الرحمن دغو سیالیو کې ټولټال ۱۰ ویکټې اخیستلو سره د سیالیو درییم غوره او پیاوړی توپ اچوونکی شو.

د ۱۹ کلنو ملي اتله لوبډله به د شنبې په ورځ بیرته هیواد ته ستنیږي. د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ ملي لوبډله به د شنبې په ورځ سهار ۷ بجې د حامد کرزی هوایي ډګر ته راورسیږي.

د ملي لوبډلې د وروستۍ لوبې حال په لاندې لینک کې په پوره تفصیل سره لوستلی شئ:

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې مالیزیا هم له مخې لرې کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x