
لوګر: د کليو د پراختيا وزیر سره مله چورلکه غورځېدلې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د کليو پراختيا وزیر سره مله، هغه چورلکه چې د وزير د چورلکې بدرګه يې کوله په لوګر ولایت کې غورځېدلې ده.
د کليو پراختيا وزیر نن لوګر ولایت ته د سفر په مهال له ځان سره دویمه چورلکه هم روانه کړې وه، چې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې غورخېدلې ده.
د لوګر د ولايتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وايي چې په دې چورلکه کې خبريالانو سفر کاوه، چې په وينا يې یوازې دوه تنه ټپیان دي.
د ستانکزي په وينا په چورلکه کې خبريالانو ته زیان نه دی اوښتی، خو د چورلکې دوه تنه عمله ټپيان شوي او په خبره يې چورلکه بشپړه ويجاړه شوې ده.
نوموړي ونه ویل چې چورلکې د لوېدو لامل څه دی، خو تر دې وړاندې وسله والو طالبانو د ملي اردو ګڼې چورلکې غورځولې دي.