نظــر

دکندز په فاجعه څو کرښې

arbakianدپیښې ماهیت

تېره ورځ دکندز مرکز ته څيرمه به کنم کلي کې سیمیزو اربکیانو شپاړس تنه ولسي خلک په ډزو ووژل ، کلیوال وایي پیښه سهار وختي د شپږ بجو شاوخوا رامنځته شوې ده ، دقومندان قدیر اربکیانو سهار وختي په کلي برید وکړ ، او چې څوک په مخه ورتلل وژل یې ، دکلیوالو په وینا څرنګه چې سهار وختي ډیر خلک بهر ته نه وو وتلي نو اربکیانو دخلکو کورونو ته ورننوتل او خلک یې په ډزو ووژل ، دپیښې یوه تن قرباني ر سنیو ته وویل چې سهار وختي اربکیان زما کورته راننوتل زما په ورور یې ډزې پیل کړې ، دورور ښځې مې ددې لپاره چې خپل میړه له وژلو بچ کړي ورباندې ځان وغورځاوو ، چې هغه  یې هم وویشتله ، ورور مې شهید شو او وریندار مې دکوما په حالت کې ده .

یوه بل پنځوس کلن سپین ږیري وویل سهار وختي په کلي کې ډزې شوې زما دوه ژڼي زامن ددې لپاره ورووتل چې معلومه کړي څه کیسه ده ، خو هغوی دواړو داربکیانو لخوا ووژل شول .

دکنم دکلي خلکو تېره ورځ د قربانیانو جسدونه کندز ښار ته راوړي وو او دولایت دمقام ترمخ یې دحکومت په خلاف شعارونه ورکړل ، کلیوالو وویل چې که حکومت خپل داړه مار اربکیان ورمهار نه کړي دوی به خپل ټول شته خرڅ کړي او دځان ساتنې لپاره به وسلې واخلي .

داربکیانو دنسب مسئله

تیره ورځ په کندز کې داستره فاجعه دسیمیزواربکیانو په لاس پیښه شوه ، خو په عامه رسنیو کې دپیښې دعاملینو په اړه خورا ګونګ اظهارات راغلل ، دبیلګې په ډول پژواک اژانس  ددې پیښې په اړه ولیکل چې  په کندزو کې خپلسرو او غیرمسؤلو وسلوالو خلک وژلي ، پژواک په خبر کې شعوري هڅه کړې دپیښې عامل اربکیان له دولت نه یوه جلا اورګان معرفي کړي پژواک دخبر په پای کې یوځل بیا راغبرګوي (د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د دغه ولايت اوسېدونکو له غير مسوولو خپلسرو وسلوالو او اربکيانو څخه شکايتونه کړى دى  )

دغه راز په روهي ویب پاڼه کې هم دپیښې دعاملینو په اړه همداسې مبهم تصویر ورکړل شوی دی ، روهیانو لیکلي (ناپېژاندو وسلوالو کسانو د کندوز په ولایت کې شپاړس تنه ملکي خلک په ډزو سره وژلي او یو شمېر یې له ځانه سره بیولي هم دي )

پخوا مې له ځینو افغانانو اوریدلي وو چې  دجنرال پیټراییس لخوا پلان شوي  حکومتي اربکي تشکیلات  ټول له هغوبې پلاره او بې موره لوفرانو جوړ دي ، چې په ټولنه کې  د ګوزارې مجال نه لري ، اوس چې دکرزي حکومت او مطبوعات هم ددې وسلوالو له نسب او نسبت منلو او معلومولو  څخه انکار کوي ، معلومیږي چې د دوی په اړه لوړ قضاوت پرځای دی .

داربکیانو لپاره دغیرمسؤلو ، خپلسرو او ناپیژاندو اصطلاحاتو کارول دا معنی ورکوي ، چې دغه کسان تردولت پورې اړه نلري ، په داسې حال کې چې دکورنیو چارو وزارت دهمدې وسلوالو دتجهیز او پالنې لپاره جلا قومنداني لري  .
سره له دې چې په دا ډول اظهاراتو سره د کابل مزدور رژیم له خپل ځان څخه داربکیانو په لاس دترسره شویو جنایاتو مسؤلیت نه شي اړولی ، خو له دې چلند څخه داسې ښکاري ، لکه څنګه چې امریکا دکرزي له حکومت څخه دخپلو مقاصدو په لور د ټانګې دآس کار اخلي ، دکرزي حکومت هم په ټوپکي او قلمي اربکیو یوازې خپله بګۍ کش کوي ، او نور  یې دنسبت منلو ته تیار نه دی .

پسرلیان او چادره   دوستي

اوریدلي مې  وو  چې شاعران او ادیبان  دځمکې دسر ترټولو دروغجن مخلوق دی ، ځکه خو دشعر په اړه هم ویل شوي  چې ( أحسنه أکذبه ) شاعر به دلیلا دزلفو تارونه  درته وریښمین ټالونه معرفي کړي ، دیار دڅڼو بوی به له مشکو سره مقایسه کړي ، خو که په شړومبو کې یې دلیلا دڅڼو یوتار ولید ، نو ټول دسترخوان به پریږدي .

محمد صدیق پسرلي ته په احترام سره دنوموړي ناخلفه زامن هم ډیر ځله  دوطن دوستۍ ، کندز دوستۍ ، او چاردره /چادره دوستۍ ډبرې په سینه ماتوي ، خوپرون چې دکندز په زړه او د چادرې په ګاونډ کې کوچنی قیامت جوړ وو ، دوی پرې په خورا بي شرمۍ ځانونه ناګاره واچول .

نن سهار مې ددې غملړلې پیښې په اړه ویب پاڼې کتلې ، دپیښې په اړه تقریبا ټولو ویب پاڼو لږترلږه یو څه لیکلي وو خو تاند  او دازادۍ راډیو ویب پاڼې یوازینۍ هغه وې ، چې په دې ستر جنایت یې پرده غوړولې وه .
دګوګل له لارې مې په دې اړه دازادۍ راډیودیوه لنډ خبر لینک ولید خوراته خلاص نه شوه او داسې راته معلومه شوه لکه بیرته چې ړنګ شوی وي .
څرنګه چې دپسرلي اکا زامن  ایمل پسرلی ، عصمت څاروان ، او اجمل پسرلی  دتاند او ازادۍ راډیو د ویب پاڼو اصلي متصدیان بلل کیږي ، تردې چې ډیر ځله خو یې خبرونه  هم سره یو ډول وي ، معلومیږي چې په دې دوو ویب پاڼو کې دکندز داربکیانو دجنایت دخبر نه راتلل هم د دوی تر فکري تړاو اربکي ماهیت پورې اړه لري .

محمدصدیق پسرلی خورا دلوړ استعداد او شخصیت خاوند سړی دی ، خو  دزامنو لپاره یې دا ډیره  دشرم وړ ده چې اوس یې دنده دې ته راورسیده ، چې دقلمي اربکیانو له دریځه یو ازې دټوپکي اربکیانو په مرداریو خاورې اچوي ، ترڅو یې بدبويي پورته نه شي .

زما په باور به دوی په دې توګه وکړای شي خپله ورسپارل شوې قلمي اربکي وظیفه سرته ورسوي ، او یوه اندازه  دجالي ډالر به دځان کړي ، خو دکندز دځوریدلي اولس په وړاندې به یې حیثیت په صفر کې ضرب شي ، او بیا به یي هیڅوک هم دافغان دوستۍ او کندز دوستۍ لاپې ونه مني  .

دجګدلک پنځلس کسیز رعیت

په کندز کې  دامریکاغږ اشنا راډیو خبریال ګل رحیم نیازمند دکندز دپیښې په اړه یوه خورا مهمه خبرې کړې ده ، نیازمند وایي  دکندز دکنم دکلی یوه قومي مشر او مخور معلم اکبر راته وویل چې ددې فاجعې له پیښېدو وروسته مې دکندز والي محمد انور جګدلک ته زنګ وواهه ، چې غم مو وخوره ، خو هغه راته وویل چې زما له وس هیڅ هم پوره نه دي زه په ټول کندز کې یوازې  پنځلس ترلاس لاندې کسان لرم .

جګدلک به دخپل اعتراف په رڼاکې ښایي دځمکې دسر یوازینی والي وي ،چې دومره لږ رعیت لري ، ځکه تر ده به ښایي دکنم دکلي قاتل  قومندان قدیر هم ډیر ترلاس لاندې کسان لري ، ځکه څوک چې په  سلامت کلي حمله کوي او شپاړس تنه وژني ضرور به  شل دیرش افراد لري .

 جګدلک پخوانی جهاد قومندان دی چې  په حکومت کې یې دالمپیک درئیس ، کابل ښاروال او دپارلماني چارو دوزیر دندې ترسره کړي دي ، نه پوهیږو د پخوانیو دندو په مهال څو کسانو دده امر مانه ، خو دکندز په ولایت کې که دنوموړي وضعیت رښتیا همداسې وي  نو یقینا چې د زړه سوي وړ دی ، ځکه په پنځلسو کسانوخو په افغانانو کې هر دمنځني کور مشر واک چلوي ، ښایي  جګدلک به هم یوازې دخپل کور په افرادو حاکم وي ، که چیرې همداسې وي بیا خو ښاغلی انور جګدلک دکندز دولایت وظیفه  په کابل کې له خپل کور څخه هم کولای شي .

حبیب مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x