دیني، سیرت او تاریخ

حج او عمره – دوهمه برخه

لیکوال: احمدالله عاطفي

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک عمر په ۳۵ کلنې کې قریشو دځینو اعماری معازیرو په بنا چې سیلا بونوهم کعبي ته زیان اړولی و کعبه شریفه دجوړیدا په موخه ونړوله، زمونږ خوږ نبی هم پخپلو مبارکو اوږو دکعبی ودانی لپاره ډبری له غره راوړلی اوهم يې په نورو اعماري کارونو کې ونډه درلوده.

دکعبی دیوالونه چې دحجر اسود دایښدو مقام ته ورسید ،دقبیلو دمشرانو تر مینځ دحجر اسود دایښودو په ویاړ لانجه ولاړه شوه چې بګونکی حالت يې غوره کړاو دزیاتو وینو تویدو احتمالات شیبه په شیبه زیاتیدل،چې دا بګنونکی حالت درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک وجود په ورور ګلوی تمامه او با الاخره دامبارکه ډبره (حجر اسود) هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو لاسو (چې دده مبارک يه څادر کې راوړل شوه او دڅادر څنډی دقبیلو مشرانو نیولي وي) دکعبی په دیوال کې کیښودل شوه ،چې تر ننه په هماغه ځای کې قرار لري!

به دغه ترمیم کې قریشو دوه کارونه وکړل، اول : اوسنی حطیم يې د کعبی له ودانې بهر پریښود، او دعوايې داوه چې دحلالو مدارکو يې دسر پټولو توان نه وو موجود.

ځینی بزرګان، دقریشو بی وسی دالله سبحانه وتعالی قدرت او خوښه بولي دخپلو بندګانو لپاره، چې داازدحام په هرډول شرایطو کې وکولای شی داخل دکعبی کې لمونځ وکړی ، که پاد شا وی یا ګدا، همدا حقیقت اوس جوت دی واکنو ته دکعبی دروازه پرانستل کيږی او مونږ غوندی بې نومه خلک هم دالله رحمت نه، نه یو بی بهری ، دکعبی شریفی په داخل کې دحطیم شریف په اعتبار هر وخت وغواړو چې هلته حضور ولرو لمنځ کولای شو!!

دقریشو دویم کار: دکعبی شریفی دوپخوانیو دړو پرځای يې یوه دړه کیښوده ،هغه هم دزمکې له سطحي تقریباً دوه متره لوړه، تر څو هر څوک چې وغواړی دکعبی شریفی په داخل کي لمونځ وکړي دقریشو اجازی ته محتاج وي!

رسول الله صلی الله علیه وسلم دنبوت په دورکې هیله درلوده چې کعبه په پخواني شکل جوړه کړي، خو ده مبارک په دی اړوند عملی پل اوچت نکړ، یابه حالات نه وو برابر او یا دالله جل جلاله امر ته منتظر و، ولله اعلم.

نور بیا

لومړی برخه دلته لوستلای شئ

http://www.nunn.asia/52250/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x