ورزش

د فوټبال ملي لوبډلې په نړیواله درجه بندۍ کې د پام وړ پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د فوټبال نړیوالې ادارې یا فیفا (FIFA) لخوا د نړیوالو لوبډلو نوې درجه بندي اعلانه شوې چې دغه درجه بندۍ کې د افغانستان ملي لوبډلې هم د پام وړ پرمختګ کړی.

د فیفا د نوې درجه بندۍ پر بنسټ افغانستان اوس په نړۍ کې د فوټبال له نظره ۱۳۰ مقام لري په داسې حال کې چې له دې وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې د نړۍ په ۱۳۴ مقام کې موقعیت درلود.

له دې سربیره افغانستان په اسیايي هیوادونو کې ۱۹م او د سویلي اسیا په هیوادونو کې لومړی مقام خپل کړی. دغه درجه بندي د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو غوره لاسته راوړنه ده.

هیره دې نه وي چې افغانستان په پیل کې ۲۰۰ مقام درلود خو د وخت له تیریدو سره اوس ۱۳۰م مقام خپل کړی او که چیرې راتلوونکي لوبو کې بریا خپله کړي نو له دې به هم غوره مقام ترلاسه کړي.

هیره دې نه وي چې د روسيي د ۲۰۱۸ نړیوال جام ته د تیاری لپاره ملي لوبډلې له ځینو هیوادونو سره دوستانه لوبې ترسره کوي. د ملي لوبډلې راتلوونکې لوبه نن د تایلینډ په وړاندې په تایلینډ کې ترسره کیږي چې د دغې لوبې لپاره ملي لوبډلې له وړاندې څخه تمرین هم پیل کړی.

له دغې لوبې وروسته به د فوټبال ملي لوبډله د جاپان پیاوړې لوبډلې په وړاندې لوبې کولو لپاره د ایران پلازمینې تهران ته سفر وکړي. د جاپان په خلاف لوبه به د وږي په ۱۷مه ترسره کیږي.

هیره دې نه وي چې دغه دوستانه لوبې د فیفا نړیوالې ادارې لخوا له نژدې څخه څارل کیږي او په نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان په موقعیت ځانګړی اثر لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x