fbpx

لوړ همت

له عربي سر چينو څخه

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

د عبدالمالک ” همت “ ژباړه

همت څه ته وايي؟

همت يعني هغه څه چي انسان د يوه کار تر سره کولو ته وهڅوي. او په لوړوالي او ټيټوالي ستايل کيږي.

يوه ښه سړي فرمايلي دي:” خپل همت دي لوړ وساته، ځکه چي همت د ټولو ښو خويونو مخکښ باله سي. څوک چي د لوړ همت رشتينى خاوند وي، نو ټولي چاري يې هم ښې او هم ورته آساني سي“.

د همت ځاى زړه دى:

همت د زړه کار دى او پر زړه باندي د هغه له خاوند پرته بل څوک واک نه لري. لکه مرغه چي په خپلو وزرونو الوزي، همدغسي انسان په خپل همت الوت کوي او په همدې وزرو له ټولو هغو قيودو څخه چي د انسانانو د همت پښو ته زولنې اچوي په آزادي او خپلواکي کي د سرمنزل لوړو پوړيو ته رسيږي.

ابن قتيبه رحمه الله د حکمت د ځينو کتابونو په حواله وايي:” که د همت خاوند خپل نفس لېزيمه او خوار کړي، له لوړتيا پرته به له بل هرکاره ډډه کوي. لکه د اور لمبه چي په خپل اوراخيستونکي توکي پوري نښتې وي او لوړه پورته کيږي.

د مسلمان همت د هغه تر عمل لوړه درجه لري:

رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم فرمايي:

«  َمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كَتَبَهَا اللَّهُ لَهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كَامِلَةً » ( بخاري، کتاب الرقاق، باب من هم بحسنة، د ٦٤٩١حديث يوه برخه. ژباړن).
ژباړه: څوک چي د يوې ښې چاري د ترسره کولو هوډ او قصد وکړي، خو ونه کولاى سي چي تر سره يې کړي، نو لوى څښتن له ځان سره د هغې بشپړ اجر ورته وليکي.

دغه راز رسول صلى الله عليه وآله وسلم فرمايي:

« مَنْ سَأَلَ اللَّهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللَّهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ» ( مسلم، کتاب الامارة، بَاب اسْتِحْبَابِ طَلَبِ الشَّهَادَةِ، ١٩٠٩حديث. ژ).

ژباړه: څوک چي له لوى څښتن څخه د زړه له کومي د شهادت سوال وکړي، لوى څښتن يې د شهيدانو تر پوړيو رسوي، که څه هم پر خپل بستر مړ سي.

د غه راز رسول الله د هغه چا په هکله چي د جهاد هوډ وکړي، خو جهاد ته تر تللو دمخه ومري داسي فرمايي:

« إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ قَدْ أَوْقَعَ أَجْرَهُ عَلَى قَدْرِ نِيَّتِهِ » ( دا د هغه حديث يوه برخه ده چي احمد،ابوداود،نسائي او نورو روايت کړى دى او د احاديثو نامتو کره کوونکي علامه الباني صحيح بللى دى. ).

ژباړه: لوى څښتن يې ثواب د هغه د نيت په اندازه ورکوي.

رشتيا داده چي مسلمان د خپل لوړ همت په سبب لوړيږي، لکه چي رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم په خپلو خبرو کي داسي څرګنده کړه:

« سَبَقَ دِرْهَمٌ مِائَةَ أَلْفِ دِرْهَمٍ ». قَالُوا وَكَيْفَ؟ قَالَ: « كَانَ لِرَجُلٍ دِرْهَمَانِ تَصَدَّقَ بِأَحَدِهِمَا وَانْطَلَقَ رَجُلٌ إِلَى عُرْضِ مَالِهِ فَأَخَذَ مِنْهُ مِائَةَ أَلْفِ دِرْهَمٍ فَتَصَدَّقَ بِهَا» ( دغه حديث احمد، نسائي او نورو روايت کړى او علامه الباني حسن بللى دى.).

رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم وفرمايل: يو دراهم پر يو لکو دراهمو غالبه سو. صحابه وو وويل : څنګه يار سول الله . هغه وفرمايل يوه سړي صرف دوه دراهمه درلوده او له هغو څخه يې يو په خيرات کي ورکړ. خو بل يوه ده ته په کتو سره د خپلو ډېرو شتو له يوې برخي څخه يو لک دراهمه واخيستل او صدقه يې کړل. ( په دې توګه يو درهم په صدقه کي تر وړاندي سو).

د لوړ همتي انسان ځانګړني:

هر څونه چي انسان په خپل همت کي لوړيږي په هماغه کچه خپلو لوړو هيلو او آرزوګانو ته رسيږي.

د لوړ همت خاوند هم خپل نفس په لوړتيا سره روزي او هم د خپلو موخو او هيلو د تر لاسه کولو لپاره پر ځان زيارونه او کړاوونه مني. ځکه دى پوهيږي چي د ښېګڼو په لاس راوړل د ناخوالو زغمل او ګالل غواړي او غوره هدفونه او لوړي موخي بېله څه ستونزو نه ترلاسه کيږي، بلکي دې چارو ته رسېده  د کړاوونو پر پله له ورتېرېدو څخه کيږي.

لوړ همتى سړى تل په اعتماد، ځواکمني او اقدام سره خپلي هغي موخي ته چي په پوهه او بصيرت سره يې ټاکلې وي ځان رسوي او خپل هدف ته د رسېدو په لار کي له بېري څه اندېښنه نه کوي او په دې لار کي ستونزي آساني ګڼي.

څوک چي د لوى څښتن جنت؛ دغه ډېر ښه ځاى غواړي، نو د وررسېدو په لار کي يې د ستونزو، بېري او چا د ملامتيا او خبرو پروا نه کوي. بلکي په سرښندنه او زيار او زحمت ځان ور رسوي. لوى څښتن فرمايي:

{ وَمَنْ أَرَادَ الْآَخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا}[بني اسرائيل:١٩]

ژباړه: او څوک چي د آخرت هيله من وي او د هغه لپاره هلي ځلي وکړي؛ هغسي هلي ځلي چي د هغه لپاره په کار دي او هغه مسلمان وي، نو د هر دغسي وګړي هلو ځلو ته به د قدر په سترګه وکتل سي.

او رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم فرمايي:

« مَنْ خَافَ أَدْلَجَ وَمَنْ أَدْلَجَ بَلَغَ الْمَنْزِلَ أَلَا إِنَّ سِلْعَةَ اللَّهِ غَالِيَةٌ أَلَا إِنَّ سِلْعَةَ اللَّهِ الْجَنَّةُ». (مشکاة، کتاب الرقاق، باب البکاء والخوف، ٥٣٤٨حديث. علامه الباني صحيح بللى دى. ژباړن).

ژباړه: څوک چي له چا څخه بېريږي د شپې په لومړيو کي خوځي او څوک چي د شپې په لومړيو کي روانيږي منزل ته رسيږي. پوه سئ چي د لوى څښتن سامان ډېر ارزښت لري، او له ډېري بيي ( چي د سر او مال ښندنه ده) پرته په لاس نه راوړل کيږي. او پوه سئ چي د لوى څښتن سامام عبارت دى له جنت څخه.

( دا متل رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم د آخرت د لاري د تلونکي په هکله ويلى دى. يعني: د آخرت سالک ته ښايي چي ويښ وي او په دې لاره  کي ستونزي پر ځان وګالي، ځکه د آخرت د لاري تګ ستونزمن کار دى او د جنت ګټل په لږ کوښښ نه سي کېدلاى، نو بايد ډېر زيار وايستل سي.ژ).

د لوړ همت خاوند تر خپل هوډ نه تېريږي:

لوى څښتن فرمايي:

{ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ }[بني اسرائيل:١٩] ژباړه: کله چي دي د يوه کار د ترسره کولو ټينګ عزم او هوډ وکړ، نو پر الله توکل وکړه.

جعفر الخلدي بغدادي رحمه الله وايي:” ما چي کوم تړون د لوى څښتن سره کړى دى، هيڅ مي نه دى مات کړى“.

آيا د لوړ همت څښتن پر تېر باندي حسرت او پښېماني کوي؟

د لوړ همت څښتن پر هغو شېبو چي په دنيا کي يې د لوى څښتن په ذکر نه وي تېري کړي حسرت او پښېماني کوي. رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم فرمايي:

« لَيْسَ يَتَحَسَّرُ أَهْلُ الْجَنَّةِ إِلا عَلَى سَاعَةٍ مَرَّتْ بِهِمْ لَمْ يَذْكُرُوا اللَّهَ فِيهَا» ( دغه حديث د طبراني په المعجم الکبير او د بيهقي په شعب الايمان کي روايت سوى دى، خو علامه الباني په الساسلة الضعيفة مختصرة او نورو کي ضعيف بللى دى. ژ).

ژباړه: جنتيان پر هيڅ شي افسوس نه کوي، خو پر هغه ساعت چي پر دوى د خداى له ياده پرته تېر سوى وي، ډېر افسوس او پښېماني کوي.

د لوړ همت څښتن د کمال تر پوړيو پرمختګ کوي او پر کومه لار چي روان وي د هغې د تلونکو لږوالى او د لاري تنهايي، بېره او زړه تنګي يې له لاري نه اړوي.

ځکه دى چي هري پوړۍ ته پرمختګ کوي او وررسيږي د لوى څښتن سره انس او مينه پيداکوي او دا مينه يې وحشت او زړه تنګي له منځه وړي. البته که داسي ونه کړي له لاري به اوښتى وي.

د لوړ همت څښتن په ټيټتيا نه راضي کيږي، بلکي د لويو کارونو په ترسره کولو خوشاليږي:

د لوړ همت څښتن پوهيږي چي که پر دې نړۍ څه ورزيات نه کړم ، نو زه به پر دې نړۍ زيات او زايد اوسم. له دې امله دى په دې نه خوشاله کيږي چي د ژوند يوه ګوښه غوره کړي، بلکي کوښښ کوي چي د ژوندانه د متن يو اغېزمن غړى جوړسي.

د لوړ همت خاوند داسي يو انسان وي چي خپل همت يې پر هغه څه غلبې ته وربولي چي ناشونى او مستحيل ښکاري. او هغه څه تر سره کوي چي د سترځواک خاوندان يې د ترسره کېدو په هيله وي. دغه راز د لوړ همت څښتن تل ځان ستونزو ته ورکوي او هيڅ شى ستونزمن نه ورته ښکاري. لوړ همتى داسي فکرونه او اندونه په سر کي روزي چي ستر توب يې انتها نه لري او ډېري کوچنۍ موخي يې هم په ماهيت کي ډېري لويي وي.

د لوړ همت خاوندان په خلکو کي په ندرت سره پيدا کيږي:

پر لوړ همتو وګړو د رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم دا قول صادقيږي:

« تَجِدُونَ النَّاسَ كَإِبِلٍ مِائَةٍ لَا يَجِدُ الرَّجُلُ فِيهَا رَاحِلَةً» ( مسلم، کتاب، بَاب قَوْلِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ النَّاسُ كَإِبِلٍ مِائَةٍ ، ٢٥٤٧ حديث. ژ).

ژباړه: تاسي به انسانان داسي ومومئ، لکه چي  سل اوښان وي او په هغو کي يو هم د سورلۍ نه وي. ( يعني : په وګړو کي کامل الاوصافه بېخي لږ وي، لکه په اوښانو کي چي ښه او د سورلۍ اوښان لږ وي.

د لوړ همت خاوند له جنته پرته په بل څه نه خوشاله کيږي:

د لوړ همت خاوند هغه څه چي له منځه تلونکي وي په شمار کي نه راوړي او په مستعار او خواستي  ژوند او په هغه امتياز، چوکۍ او اعتبار چي د بل لخوا ورکول سوي وي او بېرته ځني اخيستل کيږي، نه راضي کيږي. ( وايي پردى کټ ترنيمو شپو وي، يا د بل تر اتلس خپله خمتا ښه ده. ژ). بلکي د ده چورت او فکر په دې کي وي چي تل ترتله او ابدي شته او ژوند وګټي. دغه راز د لوړ همت څښتن  تل د لوړتيا د آسمان پر کنګرو اوسي او ټيټتيا ته تن نه ورکوي.

د لوړ همت څښتن پتمن شخصيت لري او د خپل ځان قدر پخپله ښه پېژني:

د لوړ همت څښتن کبر نه کوي او عجب او غرور نه لري، خو د خپل ځان قدر ښه پېژني. کله چي سړى د ځان قدر وپېژني نو يې په پټه او ښکاره له رذايلو، سپکاوي او ټيټو چارو وساتي او د ذلت او خفت له ځايه ليري ښوري، څو داسي ورپېښه نه سي چي داسي دروند پېټۍ پر وتپل سي چي پورته کولاى يې نه سي او يايې داسي ځاى ناستي او اوسېدو ته اړ کړي چي د ده د شان سره نه ښايي. ځکه نو خپل ځان له ټيټتياوو څخه کوښه او په امان کي ساتي او د خپل عزت او آبرو په تويېدو يې ټينګه خوا بديږي.

لوړهمتى انسان په خپل ځان نازيږي:

د لوړ همت خاوند کوښښ کوي چي پخپله شريف او ځوان مرده وګړى سي، نه داچي په خپل حسب او نسب ووياړي. دغه راز همتناک سړى پر خپله مړانه تکيه کوي، نه د نورو په زور او زر او پوځ او لښکر او مټ يې هرکله يوازي پر خپل ځان وي. د همت څښتن له دې امله چي د لوړ نسب خاوند نه دى، ځان تر نورو کښته نه ګڼي. بلکي دى خپل حسب او وياړ خپل لوړ همت ګڼي. خو که يې د نسب سره لوړ همت هم ملګرى وي داسي به وي لکه يو ښکلى هار چي يوې ښکلي ناوي ته ور په غاړه کړي.

په قرآن او نبوي احاديثو کي د لوړ همت په هکله هڅوني:

د سترو چارو د ترسره کولو، د ښېګڼو او نېکيو پر لور د منډو ترړو او له ټيټ همتۍ څخه د ډډي کولو په هکله مسلمانان د قرآن کريم او نبوي احاديثو په خورا ډېرو نصوصو سره هڅول سوي دي. په دې هکله قرآن کريم په بېلو بېلو اساليبو کي څرګندوني لري. چي ځيني يې په دې توګه دي:

١. په قرآن کريم کي د ټيټ همتو بد ستايل او د هغو ډېر ناوړه انځور وړاندي کول:

{ وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آَتَيْنَاهُ آَيَاتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ (175) وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ذَلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآَيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ(176)  } [الاعراف:١٧٥ ـ ١٧٦] ژباړه: او اى محمده! دوى ته د هغه چا حال بيان کړه چي هغه ته موږ د خپلو آيتونو علم ورکړى وو. خو هغه د هغو له عملي کولو څخه ووت. په پاى کي شيطان ورپسې سو. تر دې چي هغه له لار ورکو څخه سو. که موږ غوښتي واى، نو هغه ته به مو د هغو آيتونو په وسيله لوړتيا ورپه برخه کړې واى. خو هغه د ټيټتيا لوري ته مايل سو او د خپلي نفساني غوښتني  پيروي يې وکړه. نو د هغه حالت د سپي په شان سو. چي که ته وارى پر وکړې هم ژبه تر خولې د باندي ځړېدلې راباسي او که يې پرېږدې هم ژبه راباسي. همدغه د هغو خلکو مثال دى چي زموږ آيتونه يې درواغ وګڼل. ته دا کيسې دوى ته اوروه، ښايي چي دوى څه غور او پاملرنه وکړي.

٢. د لوى څښتن لخوا د لوړ همت د خاوندانواو د هغو په سر کي د پيغمبرانو ستاينه:

لوى څښتن د لوړ همت څښتنان او د هغو په سر کي اولوالعزمه انبيا او مرسلين او د دوى د ټولو مخکښ خاتم الانبيا حضرت محمد صلى الله عليه وآله وسلم داسي ستايلى دى:

{ فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ } [الاحقاف:٣٥] ژباړه: اى پيغمبره ! صبر وکړه لکه چي اولوالعزمو پيغمبرانو صبر کړى دى.

٣. لوى څښتن خپل هغه اوليا چي د لوړ همت څښتنان دي د سختو شپو، تحمل، کړاو ګاللو، همتناکۍ، ټينګي ارادې او په طاعت کي د ثبات او د دين په چاره کي د ځواک د صفتونو لرونکو وګړي بللي دي. لکه چي فرمايي:
{ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ} [الاحقاف:٣٥] ژباړه: په هغه ( مسجد ) کي داسي خلک دي چي سپېڅلتيا خوښوي او د الله همدغه سپېڅلتيا غوره کوونکي خوښ دي.

بل ځاى فرمايي:
{ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآَصَالِ (36) رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ } [النور:٣٦ ـ ٣٧] ژباړه: په هغو کي سهار او ماښام داسي خلک د هغه پاکي بيانوي چي سوداګري او راکړه ورکړه يې د الله له ياده، د لمانځه له اداکولو او د زکات له ورکولو څخه نه غافله کوي.

بل ځاى فرمايي:
{ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا } [النور:٣٦ ـ ٣٧] ژباړه: له مومنانو څخه ځيني داسي کسان هم دي چي له الله سره کړې ژمنه يې رشتيا کړې ده، له هغو څخه چا خپله ژمنه بشپړه کړه او څوک موکې ته انتظار باسي. او په خپله کړنلار کي يې هيڅ بدلون رانه ووست.

٤. لوى څښتن مومنان د لوړ همت په خپلولو او د ښېګڼو په ترسره کولو امر کړي دي، لکه چي فرمايي:
{ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ } [البقره:١٤٨] (تاسي د ښېګڼو پر لوري په چټکۍ پاڅئ ).

دغه راز په نبوي سنتو کي هم د لوړ همت په هکله ډېر څه راغلي دي.

رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم فرمايي:
« إِنْ قَامَتْ السَّاعَةُ وَبِيَدِ أَحَدِكُمْ فَسِيلَةٌ فَإِنْ اسْتَطَاعَ أَنْ لَا يَقُومَ حَتَّى يَغْرِسَهَا فَلْيَفْعل»( دغه حديث احمد او بخاري په الادب المفرد کي او ځينو نورو روايت کړى دى او علامه الباني صحيح بللى دى. ژباړن).

ژباړه: که قيامت سي او ستاسي په لاس کي کوم نهال وي چي په مځکه کي يې کښېږدئ، که دغونه وخت وي چي دغه نهال کښږدئ، نو کښې يې ږدئ.
دغه راز رسول صلى الله عليه وآله وسلم فرمايي:

« إن الله يحب معالي الأمور وأشرافها ويكره سفسافها » ( دغه حديث ابوالشيخ، حاکم او ابو نعيم او نورو روايت کړى دى او علامه الباني صحيح بللى دى. ژ).
ژباړه: لوى څښتن جل جلاله لوړي او پتمني چاري خوښوي او له ټيټو کارونو څخه يې بد راځي.

رسول صلى الله عليه وآله وسلم خپلو اصحابو ته وفرمايل:
« إذا سأل أحدكم فليكثر، فإنما يسأل ربه عز وجل »( دغه حديث ابن حبان او سيوطي تخريج کړى دى او علامه الباني صحيح ګڼلى دى. ژ).
ژباړ: کله چي په دعا کي د کوم شي غوښتنه کوئ، نو ډ ډېر څه غوښتنه کوئ، ځکه چي تاسي له خپل رب  څخه سوال کوئ.

د رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم بل حديث دى:
« فَإِذَا سَأَلْتُمُ اللَّهَ فَاسْأَلُوهُ الْفِرْدَوْسَ فَإِنَّهُ أَوْسَطُ الْجَنَّةِ وَأَعْلَى الْجَنَّةِ أُرَاهُ فَوْقَهُ عَرْشُ الرَّحْمَنِ وَمِنْهُ تَفَجَّرُ أَنْهَارُ الْجَنَّةِ »( دا د بخاري د کتاب الجهاد، باب درجات المجاهدين، د٢٧٩٠شمېرې حديث يوه برخه ده. ژ).

ژباړه: کله چي تاسي له لوى څښتن څخه د جنت سوال کوئ ، نو د فردوس جنت سوال کوئ او د هغه په غوښتنه کي له همتناکۍ څخه کار اخلئ. ځکه چي دغه ډېر غوره او ترټولو لوړ جنت دى؛ له پاسه يې د لوى څښتن عرش دى او له دغه فردوس څخه د جنت ولې راوزي.

د همت لوړ والى تاته د لوى څښتن په اذن لويه ښېګڼه درپه برخه کوي او په رګونو کي دي د علم او عمل په ډګر کي د مړاني او شهامت ويني روانوي. په دې توګه به ته تل د فضايلو پر دروازه ليدل کېږې. او په سترو کارونو به بوخت يې.

که تاسي په لوړ همت سره ښکلى او سمبال سئ، نو ټيټي هيلي او اعمال به درڅخه ايسته سي. او د ذلت او سپکاوي او تملق او غوړه مالۍ ونه به ګردسره له بېخه درڅخه وکښل سي.

د لوړ همت د څرګندېدو ځايونه او فرصتونه:
*  د علم او پوهي په ترلاسه کولو کي لوړ همت:
يحيى بن ابي کثير وايي: علم د بدن په هوسايي کي نه سي ترلاسه کېدلاى.

*  په عبادت او استقامت کي لوړ همت:
حسن (رح) وايي: څوک چي ستا په دين کي سيالي او رقابت درسره کوي، نو سيالي ورسره وکړه. او څوک چي په خپله دنيا سيالي درسره کوي تر تېر سه.
وهيب بن الورد(رح) وايي: که کولاى سې چي لوى څښتن ته په رسېدو کي څوک سيالي درسره ونه کړاى سي، نو دا کار وکړه.

*  د حق په هکله په خبرو کي لوړ همت:
اسلامي تاريخ په اوس او پخوا کي موږ ته د هغو نېکچارو کسانو چي د حق په هکله په بحث او دفاع کي يې له لوړ همت څخه کار اخيستى دى، ډېري ښې بېلګې راښيي. دغو کسانو د حق په لار کي خپل سرونه او مالونه وښندل، ځکه نو بالاخر متل وګرځېدل. څوک چي د حق په هکله په خبرو او ننګه کي رشتينى او مخلص وي، لوى څښتن هرو مرو خپله لارښوونه پر پېرزو کوي، او د خپل لوى نعمت اسلام احسان پر کوي.

* د لوى څښتن لاري ته په بلنه کي لوړ همت:
دعوتګران د دوى لوړ همت د دعوت کار ته هڅولي دي. که څوک د پيغمبرانو (ع) په تېره د دوى د خاتم او سردار حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وآله وسلم سيرت ته په لږ غور سره پام وکړي، نو ورته څرګنده به سي چي د داعي لوى مقصد داوي چي قوم يې پر سمه لار روان سي او په دې هکله په بېلابېلو لارو چارو نصيحت ورته کوي.

که د اسلام د سترو سړيو ژوند ته لږ پام واړول سي، نو څرګنده به سي چي لوړ همت د هغو ټولو په منځ کي له لومړۍ ډلي څخه نيولې تر وروستۍ پوري مشترک ټکى دى.

لکه چي پوهيږو د اسلام ستر سړي علما دي، که دعوتګران، مجددين دي، که مجاهدين، مربيون دي که صالحين، څنګه چي يې خپل ژوند د امت خوندي توب او خدمت ته وقف کړى دى، نو ټول په اسلام معزز سوي او اسلام په دوى لوړ سوى او عزتمن سوى دى. که دوى د لوړ همت په ګېڼه نه واى پسوللي، نه به يې د اسلام د سترو هستيو په منځ کي ځاى درلودلاى، نه د مسلمانانو په زړونو کي، نه به د تاريخ پاڼي د دوى په يادونو ښکلي سوي واى او نه به يې په وروستيو توکمونو کي رشتيانى نومياليتوب په برخه سوى واى.

* په جهاد کي لوړ همت:

عمران بن حصين فرمايي:” رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم د هيڅ داسي جګړه ماري ډلي سره نه دى مخامخ سوى چي هغه دي تر ټولو دمخه  وارى نه وي پر کړى“. همدا راز د ده په امت کي زړه ورکسان او اتلان تر شمار تېر دي. په تېره خو د هغه مبارک سپېڅلي اصحاب دونه زړه ور اتلان او د ستر او عالي همت څښتنان وه چي قرآن کريم پخپله د دوى اتلولي داسي تاييد کړې او ستايلې ده:

{ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ } [الفتح:٢٩] ژباړه: محمد صلى الله عليه وآله وسلم د الله رسول دى او کوم کسان چي د هغه سره ملګري دي، پر کافرانو سخت او په خپلو منځو کي خواخوږي دي.

( رشتيا هم د کامل او باهمته مسلمان صفت خو دادى چي د خپل ورور او مسلمان افغان سره متواضع او خواخوږى او د خپل دښمن او خواروونکي او د دين او وطن د غليم سره سخت دښمن او نه پخلاکېدونکى وي. خو د افسوس ځاى دى چي نن مهال زموږ په افغانانو کي ځينو د اجنبي کفارو او زموږ د دين، هيواد او ناموس د يرغلګرو غليمانو په پلوي وسلې، قلمونه او نور را اخيستي، د کفارو ترڅنګ د خپلو مسلمانو افغانانو سره جنګيږي او وژني يې او د خوارولو او ماتولو کوښښ يې کوي. او ځيني چي دا کارونه نه سي کولاى او يو با همته انسان ويني په ډول ډول خبرو، تورونو اوغيبتونويې تخريبوي، چي دا د ژړا او ډېر تاثر ځاى دى. خپل افغان چي مو دغسي سي نو له بل څخه څه ګيله ده. ژ).

رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم فرمايي:
« إِنَّ أَبْوَابَ الْجَنَّةِ تَحْتَ ظِلَالِ السُّيُوفِ » ( مسلم، کتاب الامارة، بَاب ثُبُوتِ الْجَنَّةِ لِلشَّهِيدِ، ١٩٠٢حديث او نور. ژ).

ژباړه: د جنت دروازې د تورو تر سيوري لاندي دي.
( علماوو ويلي دي: د رسول صلى الله عليه وآله وسلم د دې خبري معنا داده چي جنت ته لار او هغه ته د ننوتلو سبب  جهاد او د جګړې ډګر ته وردانګل دي. ژ).

د همت د له منځه تلو پر مهال د امت حال:

په امت کي د همتونو او حوصلو ټيټتيا او را پرېوتل د ذلت، خوارۍ او رسوايۍ نخښه باله سي. بلکي رشتيا داده چي بې همتي د ټولو هغو ناروغيو زڼى او مورينه ده، کوم چي زموږ په امت کي خپرې سوي دي. دغي ناخوښي وضعي د سړو نيستي، ناپوهي يا ناسمه او نيمګړې پوهه، د پردو ړوند تقليد، لټي اوسستي او ناخوښو اوضاعو ته تسليمېده  رامنځ ته کړي دي.

د همتونو د ټيټتيا او راپرېوتو لاملونه:

د دې لپاره چي موږ د همتونو له پرېوتو او انحطاط څخه وژغورل سو نو بايد د هغو د را پرېوتو او ټيټتيا لاملونه وپېژنو. له دغو لاملونو څخه ځيني په دې ډول دي :

#  سستي او کسالت.
#  د دنيا سره مينه او له مړيني څخه بد وړل.
#  ضعف، فتور او کمزوري.
#  په چټي خبرو قېمتي وخت ضايع کول.
#  عاجزي او بې واکي.
#  جهل او غفلت.
#  د نن کار سبا ته پرېښوول.
#  پر خپل وخت د يوه کارغم نه خوړل.
#  بې ځايه او نه ترسره کېدونکي هيلي.
#  د ټيټ همتو پيسه پالو مدارا کول.
#  مجازي مينه کول، ځکه مجازي ميني انسان د لوى څښتن جل جلاله او د هغه د پيغمبر صلى الله عليه وآله وسلم له ميني راګرځوي.
#  د عقايدو په سمه پوهه کي انحراف. په ځانګړې توګه د قضا او قدر په مسئله کي.
#  پر لوى څښتن باندي د توکل په هکله سمه څېړنه نه کول.
#  د کورنۍ او اولادونو د حقوقو په رعايت او تر سره کولو کي تر حد تېرى او د هغو د غوښتنو په ترسره کولو کي زياتوب. لوى څښتن فرمايي:
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ } [التغابن:[ 14
ژباړه: اى مومنانو! ستاسي له مېرمنو او اولادونو څخه ځيني ستاسي دښمنان دي، د هغو په هکله هوښيار اوسئ.
#  د ښووني او روزني انحراف ته ورټېل وهونکي، ورانوونکي او ناسمي طريقې.
#  د مسلمانو ظالمو واکمنو پرله پسې ظلمونه او نادودي. دې ناخوالو د هغو وګړو پر روحياتو باندي ډېره ناوړه اغېزه ښندلې ده چي د مصايبو حقيقت او په کايناتو کي د لوى څښتن سنن او کړنلاري نه سي درکولاى.

د همت د لوړتيا لاملونه:

*  پوهه او بصيرت: علم او پوهه همت لوړوي او ترلاسه کوونکى يې د تقليد له ټيټتيا لوړ مقام ته رسوي او نيت سپېڅلى کوي.

* د آخرت اراده: قال الله تعالى:
{ وَمَنْ أَرَادَ الآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا } [الإسراء:١٩] ژباړه: او څوک چي د آخرت ثواب وغواړي او د هغه لپاره هلي ځلي وکړي، هغسي هلي ځلي چي د هغه لپاره په کار دي او هغه مومن وي، نو د هر دغسي وګړي هلو ځلو ته به د قدر په سترګه وکتل سي.

دغه راز رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم فرمايي:
« مَنْ كَانَ هَمُّهُ الْآخِرَةَ جَمَعَ اللَّهُ شَمْلَهُ وَجَعَلَ غِنَاهُ فِي قَلْبِهِ وَأَتَتْهُ الدُّنْيَا وَهِيَ رَاغِمَةٌ وَمَنْ كَانَتْ نِيَّتُهُ الدُّنْيَا فَرَّقَ اللَّهُ عَلَيْهِ ضَيْعَتَهُ وَجَعَلَ فَقْرَهُ بَيْنَ عَيْنَيْهِ وَلَمْ يَأْتِهِ مِنْ الدُّنْيَا إِلَّا مَا كُتِبَ لَهُ »

( دغه حديث په دغو الفاظو ترمذي، احمد، دارمي او طبراني روايت کړى دى. ترمذي يې د صحت او ضعف په هکله څه نه دي ويلي. په سند کي يې يزيد الرقاشي راغلى دى چي ځينو ضعيف بللى دى او منذري يې په هکله ويلي دي چي ” قد وثق ولاباس به “ او په دغه معنا کي چي کوم بل صحيح حديث په ابن ماجه کي راغلى دى، دغه حديث قوي کوي. ژ).

ژباړه: د چا چي په علمي او عملي چارو کي اصلي موخه  آخرت او د لوى ځښتن رضا وي لوى څښتن يې وراني چاري، پرېشانۍ او شکېدلي کارونه ورسم او برابر کړي. زړه يې ورشتمن کړي او دنيا يې تر ولکه ﻻندي کړي، په داسي حال کي چي ده ته بې ارزښته ايسي. او د چا چي  په نيت کي د دنيا غوښتنه او موندنه وي، لوى څښتن يې د فقر، احتياج او بې وزلۍ سره مخامخ کړي. کار يې وشلوي او هغونه دنيا ور کړي چي ورته ليکلې يې وي.

يعني : د آخرت په طلب او د هغه لپاره په هلو ځليو کي د زړه ډاډ وي او رزق په هوسايي رسيږي. خو د دنيا په طلب کي پرېشاني او سرګرداني وي او رزق بيا هم هغه وي چي ورته ټاکلى او مقدر سوى وي.

*  د مرګ ډېره يادونه: عطاء (رح) وايي: حضرت عمر بن عبدالعزيز(رح) به هره شپه فقها راټولول او هغو به د مرګ، قيامت او آخرت يادونه کول او ژړل به يې.

*  دعا کول: ځکه دعا د پيغمبرانو سنت او د هر خير جلبوونکې ده. رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم فرمايي:
« أَعْجَز النَّاس مَنْ عَجَزَ عَنْ الدُّعَاء »( دا د هغه حديث چي اسماعيلي د بخاري په سند روايت کړى او پر ابوهريره (رض) موقوف دى، وروستۍ برخه ده. بخاري د موقوف والي په سبب له خپل کتابه حذف کړى دى. حافظ ابن حجر، الباني او نورو صحيح بللى دى. ژ).
ژباړه: په خلکو کي ډېر عاجزه هغه دى چي له دعا کولو څخه عاجز وي.

*  د لوړو چارو په هکله د فکر او ذهن متمرکزکول: حسن(رح) وايي: که ته خپل نفس په حق مشغول او لګيا نه کړې، هغه به تا په باطلو لګيا کړي.

*  له ټيټ همتي چاپېريال څخه ليري تلل: کله چي يوه مرغلره په يوه ککړ او نجس ځاى کي ولوېږي، که په دغه ککړ ځاى کي پرته وي پاکول يې بېخي ډېرو اوبو ته اړتيا لري، خو که يې له دغه ځايه را وباسو په ډېرو لږو اوبو به پاکه سي.

*  د لوړ همتو کسانو سره ناسته ولاړه او د دوى په هکله د معلوماتو مطالعه: رسول الله (ص) فرمايي:
« إِنَّ مِنْ النَّاسِ مَفَاتِيحَ لِلْخَيْرِ مَغَالِيقَ لِلشَّرِّ » ( دا د هغه حديث لومړۍ برخه ده چي ابن ماجه د خپل کتاب د مقدمې په ١٨ باب کي روايت کړى دى او شمېره يې ٢٢٧ ده. حديث علامه الباني حسن بللى دى. ژ).
ژباړه: له وګړو څخه ډېرى د خير د ورونو پرانيستونکي او د شر د دروازو بندوونکي وي.

*  د مخلصانو نصيحت او خير خواهي: رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم فرمايي:
« الدِّينُ النَّصِيحَةُ لِلَّهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ»( مسلم، کتاب الايمان، باب بيان ان الدين النصيحة، ٥٥ حديث).
ژباړه: دين د نصيحت، خلوص او خير غوښتني نوم دى. پر لوى څښتن باندي د ايمان لرلو لپاره، د هغه پر کتاب باندي د باور لرلو لپاره، د هغه د رسول د رشتيني پيغمبر بللو لپاره، پر حق باندي د مسلمانانو د امامانو او لارښوونکو د تاييد، ملاتړ او پيروۍ لپاره او د ټولو مسلمانانو د دې او هغي دنيا د خير او ښېګڼي لپاره.

*  کار ته پر خپل وخت اقدام کول او له ترسره کېدو څخه يې پرله پسې څارنه کول: قال الله تعالى:
{ وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا } [العنكبوت: 69] ژباړه: کوم کسان چي زموږ په خاطر زياروکاږي او مجاهده وکړي، هغو ته به موږ خپلي لاري هرومرو وروښيو.

زموږ کوچنيان او لوړ همت:

امام غزالي(رح) وايي. کوچنى د مور او پلار سره امانت دى. د هغه پاک زړه ارزښتناکه مرغلره باله سي. که د خير ښېګڼي چاري ورزده سي او ور سره عادت سي، د خير ښېګڼي په روحيه به وروزل سي، وده به پکښي وکړي او په دنيا او آخرت کي به نېکمرغه سي. خو که په شر شرارت عادت سي او روزنه يې د څارويو غوندي بېله پاملرني وسي يو بدمرغه موجود به ځني جوړ سي او هلاک به سي. لنډه دا چي کوچنى بايد په ناوړو چارو له روږدېدو څخه په کلکه را وګرځول سي او ادب، تهذيب او غوره اخلاق ورزده سي. ابن خلدون وايي: په کوچنيوالي کي ښوونه او روزنه په ذهن کي ډېره ښه کښېي، زښت زيات اثر او رسوخ لري او د کوچني د راتلونکي بنسټ جوړوي.

لوړ همتي نابغه ګان سترتوب او پرمختګ ته لاره لنډوي:

انسان له مور څخه پوه او عالم نه زېږي، بلکي مور او پلار او استادان يې ښوونه او پالنه کوي  او ټولنه او چاپېريال يې روزي، څو په کوښښ او هلو ځلو د علم لوړي پوړۍ ته ورسيږي.
کوم ولس چي د نابغه ګانو روزلو ته پاملرنه کوي، د هغو په مټ خپل روښانه راتلونکې جوړوي. ځکه دغه نابغه ګان د ولس د چارو اصلاح او سمون ته وردانګي او په پرمختګ او سمسورتيا کي يې برخه اخلي. خو هغه ولس چي د خپلو نوابغو ښې روزني او پالني ته پام نه اړوي ژر به يې د چارو واګي داسي ناپوهان او جاهلان په لاسونو کي واخلي چي د ډول ډول کړاوونو، ناورينونو او عذابونو سره به يې مخامخ کړي. او داسي ټيټ او بې همته وګړي به پر مسلط سي چي ولس، هيواد او ټولي مادي او معنوي شتمنۍ به يې پر دښمنانو او غليمانو په څو پيسو وپلوري.

د فرد او ټولني په سمون کي د لوړ همت اغېز:

د لوړ همت څښتنان هغه دي چي سترو مقاصدو ته د رسېدو په لار کي په هوډ او همت سره سرښندني ته چمتو کيږي. افکارو ته بدلون ورکوي. په خپلو قربانيو او منډوترړو د ژوندانه لوري بدلوي.  دا هغه لږکي دي چي خپل دريځ په بېله توګه مشخصوي او هغه ځوانان دي چي ولس په ” چټک غبرګون“ ښوولو سره د ذلت، خوارۍ او پوپنا کېدو له کندي را باسي.
نو اى مسلمانه! په خپلو اوږو او مټ د تېرو او اوسنيو سترو مجددينو او اتلو مجاهدينو د کاروان سره ملګرى سه ! په دې کار کي ځنډ مه کوه! وخت په چټکۍ سره درومي او مهال ستا پروا نه کوي. اوس هم  تېري او طغيان ته ډېر وخت ورکړه سوى او په ډېره پراختيا سره خپور سوى دى.  له غبرګون څخه هيڅ چاره نسته.
اى مسلمانه!  ستا مسلمان ملت له تا څخه د حضرت عمر(رض) جذبه او ولوله غواړي، څو د غفلت په دې تياره پېر کي د دې امت په زړه کي، د همت ډېوه بله کړي.
ستا ملت له تا څخه د صلاح الدين ايوبي(رح) د اتلوالو کارنامو او حماسو انتظار لري، څو يې د نهيلۍ په سپېره بېديا کي د هيلو زڼي وپاشې. او البته  لوى څښتن جل جلاله د زيار او زحمت په اندازه مرسته او معاونت کوي، نو له لوى څښتن څخه مرسته وغواړه او عجز او بې ننګۍ ته په ځان کي لار مه ورکوه.  پاى

——

د لیکوال نوري لیکني په لاندي ادرس دی:

http://bit.ly/himat_leekani

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د