هلمند : داماراتو په مرسته جوړ شوی مسجد افتتاح شو

دهلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه کې لوی مسجد له رغولو وروسته پرانستل شو، دغه مسجد چې په ۳۲ جریبه ساحه باندې ودان شوی دمتحده عربي اماراتو په نقدي مرسته جوړ شوی دی او  نږدې دوه نیم میلیون ډالره مصرف ورباندې شوی دی .

متحده عربي امارات دسعودي دحکومت غوندې په افغانستان کې دمساجدو، مدارسو او دیني مراکزو له جوړولو سره ځانګړې دلچسپي لري او له دې وړاندې یې هم  په مختلفو سیمو کې ګڼ مساجد ودان کړي دي .

دهلمند په ولایت کې ددې نوي جامع مسجد په اړه ویل کیږي چې په یوه وخت د اوه زره کسانو  دځایولو توان لري ، چې په عامو پنځه وخته لمونځو سربیره به د جمعو او اختر لمونځونه هم په کې ترسره کیږي .

سره له دې چې ددې مسجد ډیره برخه مصرف دمتحده عربي اماراتو حکومت  ادا ء کړې خو دهلمند سیمیزو اوسیدونکو هم په کې دخپل توان په اندازه چانده اچولې ده .

دغه مسجد چې خورا په اساسي او پاخه ډول جوړ شوی دی ، په ټولو لوازمو سربیره  دموټرو تم ځای ، پارک او ازاده محوطه هم لري چې په وخت سره مسجد نور هم پراخیدلی شي .