افغانستان

هرات کې یو ځل بیا ۱۴۵ ښځېنه زده کوونکې او ښوونکې مسمومې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): په هرات ښار کې نن یو ځل بیا ۱۴۵ ښځېنه زده کوونکې او ښوونکې مسمومې شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفيق شیرزي ویلي چې دغه پېښه نن پنجشنبه شاوخوا ۹ بجې د هرات ښار د دولسمې ناحیې په باباجي ښوونځي کې رامنځته شوې.

شیرزي له قوله د یاد ښوونځي څخه ۱۴۵ ښځېنه زده کوونکې او ښوونکې د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

شیرزي د مسموم شوو زده کوونکو او ښوونکو عمرونه له ۸ تر ۳۵ کلونو پورې ښودلي او په وینا يې دوی هغه مهال مسمومې شوې چې درسي صنفونو ته ننوتل.

د حوزوي روغتون ویاند له قوله په دغو مسموم شوو کسانو کې د باباجي روغتون ۱۰ ښوونکې او یو سرمعلمه هم شامله ده.

په روانه اونۍ کې دا درېیم ځل دی چې په هرات کې د ښوونځيو زده کوونکې مسمومې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x