احمد رشید، پاکستانی خبریال

احمد رشید: د غني حکومت له کړکېچونو سره مخ دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): احمد رشید په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني دحکومت د وروستیو ناکامیو په اړه په بي بي سي انګلیسي کې یوه مقاله لیکلې ده.

احمد رشید لیکي: «طالبانو د د سټراتيژيکې ولسوالۍ، موسی کلا په ګډون د هلمند ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي. د هېواد په شمال او لوېدیځ کې د طالبانو پرمختګونه د پخوا په پرتله کم ساري دي».

رشید هغې وروستۍ سروې ته اشاره کوي چې ښيي د ولسمشر اشرف غني او اجراییه رييس عبدالله عبدالله ملاتړ د پخوا په پرتله مخ په کمېدو دی. حکومت تر دې دمه نه دی توانېدلی چې د کابینې تشې څوکۍ ډکې کړي، د تذکرو د وېش په تړاو راپورته شوې لانجې حل کړي او ټاکنیز اصلاحات راوړي.

که څه هم ولسمشر غني له علماوو وغوښتل چې د فساد پر ضد جهاد اعلان کړي؛ خو تر دې دمه حکومت د فساد پر ضد د مبارزې په ډګر کې پاتې راغلی. ورځ تر بلې افغانان له هېواده تښتي او خپلې پانګې خلیجي هېوادونه ته وړي چې هلته یې له پخوا کورونه اخیستي. سوریانو او عراقیانو پسې افغانان درېیم اکثریت دي چې اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي او کړکېکچنو لارو درومي.

احمد رشید وايي، افغان اردو که څه هم طالبانو سره په جګړه کې ښکېل ده خو نه شي کولای هغه سیمې بېرته ونیسي چې طالبانو پخوا نیولې دي. د امریکایانو د احصایو له مخې د افغان اردو د مرګ کچه تر بل هر وخت ډېره لوړه شوې ده. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د ملي اردو او پولیسو ۴۱۰۰ تنه سرتېري وژل شوي او ۷۸۰۰ تنه ټپیان دي. د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې د تلفاتو شمېره د دې په نیمه وه. د جګړو له پراخېدو سره، د نیویمو کلونو جګړه ماري او جنګسالاران هم په راپورته کېدو دي. جنرال دوستم په فاریاب او جوزجان کې د خپلو پخوانیو ملېشو د تنظیمولو هڅې کوي، د بلخ زورواکی والي، عطامحمد نور نظامي لباس اغوندي او شخصي ملېشو جوړولو پلان لري.

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما د سیاسی څيړنو له مخی اوسنی اوسنی اداره : لمړی : دا یوه بی کفایته او د وچ زور اداراه ده ( غلامه به ورته نه وایم ) په دی چه غلامی هم پری شرف لری . حکومت نه دی د غنی په ګډون بی کفایته او په سفارت کی یی ډولی جوړه شوه . دوهم : غنی او ښځه یی عملی بڼه کی د افغانستان تابعت نه لری . دریم : دواړه کمونست ، سکولریست او عیسویان دی څلورم : د خلکو رایی بحر هند کی وشیندل شوی او دوی د پردو په واسطه د پردو په سفارت… نور لوستل »