دوخت قدروکړئ!

save timeبسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

الله جل جلاله پرانسانانوبې شمېره احسانات کړي دي،بې شمېره نعمتونه يې ورکړي دي اوهغه ټول ډېرلوی لوی نعمتونه دي اودټولوقدرکول ضروري دي ليکن ځيني نعمتونه ډېرزيات لوی دي دهغوخواته پام کول ډېرضروري دي داځکه چي خلگوته دهغوقېمت اوارزښت نه معلوميږي،که چاته معلوم وي نودهغه يې دقدرکولوخواته ياخوپام نه وي اوکه وي نوپوره پاملرنه يې نه وي.

نوموږبايددهغونعمتونوقدروپېژنواوبايدقدريې شروع کړواودهغوپه استعمالولوکي بايدله پوره احتياط څخه کار واخلو، څو هغه نعمتونه زموږ لپاره ډېر مفيد او مؤثر ثابت شي.

له هغو ډېرو غټو نعمتونو څخه يو وخت دی.

وخت يوداسي لوی نعمت دی چي دارزښت په هکله يې مسلمانان  اوکافران ټول متفق دي،هيڅوک يې دقيمت په اړه سوال نه لري ځکه دانسان وخت دده عمر دی، اودده دابدي ژوندد نيکمرغۍ اواسانۍ ماده ده، خو متاسفانه ډېر خلګ دوخت پروا نه لري اوقدر يې صحيح نه پېژني، نوځکه يې په عبث اوبې فائدې کارونوکي  تېروي .

دوخت ارزښت دقرآن کريم په رڼاکي:

په قراٰن کريم کي الله پاک په ډېروځايونوکي  په وخت باندې قسمونه اخيستي  دي، په دې کي دوخت  اهميت او ارزښت ته اشاره ده  چې يوله هغو مقاماتو څخه  سورة  العصر دی .
الله تعالی  فرمائلي دي چي هرانسان په تاوان کي دی مګر يوازې هغه خلګ له تاوان څخه بچ دي چې دا څلور صفتونه لري

والعصر إن الانسان لفي خسر. إلا الذين اٰمنوا وعملوا الصالحات وتواصو بالحق وتواصو بالصبر

په دې مبارک سورت کي الله پاک دانسان يومرض، دهغه مرض سبب اوڅلور علاجونه ذکرکړي دي

مرض يې دادی چي انسان په خساره اوتاوان کې دی، ددې سبب دادی چی ده  خپل عمر او وختونه ضائع کړي دي.
ددې مرض لپاره څلورکارونه علاج دي.
اوپه دې څلورو کارو سره انسان له دې مرضه خلاصېږي:
۱:پر الله تعالی  داسي ايمان راوړل، څنګه چي هغه يې غوښتنه کړې ده.
۲:دايمان سره به داسي کارونه کوي چي دپيغمبرصلی الله عليه  وسلم دطريقي سره مطابق وي .
۳:دحق وينابه کوي .
۴:دحق په لارکي تکليفونه راځي په دې تکليفونوبه دصبرکولو وينا کوي .

دا څلورکارونه چي په چا کې راغلل هغه به له دې مرض څخه خلاص وي .علامه ابن کثيررحمه الله ليکلي دي چي:
درسول الله صلی الله عليه وسلم ملگري داسي وو، چي کله به دووکسانو ملاقات سره وکړ، نوددې سورت له لوستو پرته به نه سره بېلېدل. (تفسيرابن کثير۵۳۳ج:۶)

داسورت يې له دې امله يوه اوبل ته لوستو، په دې سره به يې دې ته پام وراړاوو چي که دا څلورعلاجونه ونه کړو، نو دخسران اوتاوان په مرض به اخته شو.
داسورت له يوې خوامختصردی اوله بلي خواپه دې کي پوره وعظ اونصيحت هم پروت دی.
له دې امله امام شافعي رحمه الله فرمائلي  دي چې کچېرې خلګ په دې سورت کې سوچ وکړي نوداسورت ددوى (دکاميابۍ) لپاره کافي اوبس دی. (تفسيرابن کثيرص:۵۳۳ج:۶)
حضرت امام شافعي رحمه الله ددې سورت په مقصد پوه شوی ووځکه يې داخبره کړې ده.
امام فخر الدين رازي فرمايي: الله پاک په دې سورت کي په زمانې باندي قسم کړی (معلومه خبره ده چې دا زمانه د انسان عمر دی) ځکه چي په زمانه  کي ډېرعجائب راځي: خوشحالي، خفګان ، صحت ، رنځ ، مالداري اوغريبي ټول پکي راځي .
بله وجه  داده چي دعمرسره په قيمت  کي هيڅ شی هم برابر ندی،  عمر تر هر شي دانسان لپاره فائده مند او قدرمند دی، که ته زر کاله په عبثو کارو کې ضائع کړې او بيا توبه وباسې، سعادت اونيکمرغي دي دعمر په اٰخرکي په برخه  شي، نوته به تل ترتله په جنت کې يي نو معلومه شوه  چي ستالپاره  ترهرڅه زيات قدرمن شی په دې اٰخري  شيبه کي ستا ژوندوو۔ نو زمانه له اصلي نعمتو څخه ده ، له دې لامله الله پاک ورباندي قسم کړيدی، او خبردارى  يې ورکړيدى چې شپه اوورځ دا يو فرصت دی چي  انسان  يې  له لاسه ورکوي .

بل داچې زمان (وخت) تر مکان (ځای ) ډېر عزتمند دی لدي امله الله تعالی  ورباندي قسم کړی دی ځکه وخت يو داسې ځانګړی نعمت دی چې په ده کي  هيڅ ډول عيب اوتاوان نشته ، تاواني او عيبناک انسان دی (تفسيرکبير)
دوخت د ارزښت په هکله گڼ آياتونه په قرآن کريم کي موجوددي،خوچي خبره اوږده نه شي، په دې سورت  اکتفاءکوو.

دوخت ارزښت دنبوي احاديثوپه رڼاکي

وخت داسي لوی نعمت دی چي په حديث کي راغلي دي چې دقيامت په ورځ به انسان يوقدم نشي اخيستلى ترڅو چې دپنځو خبرو ځواب ورنه کړي
چې په هغوکي دوه سواله دعمر په هکله دي یو دا چي عمردي په څه کې تېر کړ.
اوبل داچي ځواني (چي دانسان په عمرکې مهم وخت دی) دې په څه کې تېره کړ.(ترمذي)

عن ابن عباس رضی الله عنهما قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  نعمتان مغبون فيهما کثير من الناس : الصحة والفراغ ؛ (رواه البخاري)
له ابن عباس رضی الله عنهما نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: دوه نعمتونه دي چې ډېر خلګ دهغو په هکله  په تاوان کې دي يو روغ بدن اوبل اوزګارتيا.
تشريح:له دې حديث څخه ددغو دوو نعمتونو قدر او اهميت معلوميږي چي دا معمولي نعمتونه  نه دي بلکي دا د الله تعالی له لوري ډېرستر ستر نعمتونه دي، نو بايد له ضائع کولو څخه يې په کلکه ځان وژغورل شي.

دا دوه نعمتونه يو دا چې انسان په بدن روغ وي، هيڅ ډول رنځورنه وي اوبل داچې فارغ اواوزګاروي دښه کار کولو وخت لري، کولای شي چې يو ښه کار وکړي .
نو دا لوی نعمتونه دي، له دغوڅخه بايد گټه واخيستل شي.

خومتاسفانه چي موږ اکثره ددغو دوو نعمتونو سم عزت اوقدرنه کوو، بلکي قدرمو يې صحيح پېژندلی هم نه دی، که مو پېژندلای وای  نو بايد چي سمه  استفاده مو ترې کړې وای.

په يوه حديث کي راغلي دي داسلام ستر لارښود صلی الله عليه وسلم فرمايي: اغتنم خمسًا قبل خمس: شبابک قبل هرمک، وصحتک قبل سقمک، وغناک قبل فقرک، وفراغک قبل شغلک، وحياتک قبل موتک(رواه الترمذي)

ترجمه: پنځه شيان دپنځو نورو تر راتګ مخکي غنيمت وګڼه :ځواني تر بوډاوالي مخکي، صحت تر رنځورتيا مخکي، شتمني تر فقيري مخکي، اوزګارتيا ترمشغولتيا مخکي اوژوند تر مرګ مخکي .(ترمذي شريف)

يعني مطلب دادی چي ځواني تل نه وي، نه سړی دتل لپاره په يوه حالت وي، بلکي ځواني ختمېدونکی شی دی، يا به تر ځواني وروسته بوډاوالی راځي، يا به مرگ راځي .
دریمه لارنشته، له دې امله دي سړی دبوډاوالي تر راتگ مخکي ځواني غنيمت وبولي.
کوم وس او طاقت چي دځوانۍ په  عمر کي دانسان سره وي، دا دي غنيمت وبولي، له دې څخه دي استفاده وکړي او په داسي کارونو کي دي دغه ارزښتناک وخت تېر کړي چي په هغو سره الله عزوجل راضي کيږي.
ځکه يو وخت داسي راځي چي بيابه داځواني نه وي، بيابه دغه وس او طاقت دانسان سره نه وي.

په ځوانۍ کي عبادت ډېر ثواب هم لري، په بوډاوالي کي خوظالم لېوه هم پرهېزگاره کيږي اودحيوانانو له وژلو لاس اخلي، ځکه چي وس يې کارنه کوي، نه ښکارکولای شي اونه يې خوړلای شي.

په ځواني کي الله پاک ته رجوع کول او د الله پاک عبادت کول دپيغمبرانو عليهم الصلاة والسلام کار دی.

له دې امله نبي عليه السلام فرمائلي دي چي ځواني تر بوډاوالي مخکي غنيمت وبولئ! يعني صحيح استفاده ترې وکړئ!

صحت تر رنځورتيا مخکي غنيمت وبولئ!

کله چي ته جوړ او روغ يې! له هر ډول تکليف اومرض څخه خلاص يې! نوله دې موقع څخه استفاده وکړه، مخکي تردې چي داسي وخت راشي، چي بيا به څه نشې کولای.
ځکه په دُنيا کي څوک داسي نه وي چي پرهغه دي رنځورتيا نه راځي، بلکي  پر هر چا باندي راځي او د رنځورتيا وخت هم له مخکي څخه معلوم نه وي، ناڅاپه راځي.

نو بايد چي کله انسان روغ وي له دې موقع څخه په استفادې داسي کارونه وکړي چي دالله پاک درضا سبب گرزي.
بيا که رنځور شي نوهم به ورته الله پاک دهغو عبادتونو ثواب ورکوي کوم چي يې مخکي کول اواوس يې درنځ له کبله نه شي کولای.

مالداري ترغربت مخکي غنيمت وبوله!

کله چي الله پاک مالي پراخي درکړې وې نوله دې موقع څخه استفاده وکړه اوپه خپلي مالدارۍ کي داسي څه وکړه چي هغه دالله پاک درضا سبب ورگرزي.

د دُنياحالات بدليږي، يوه ورځ سړی مالداروي، بله ورځ غريب وي، ډېرخلگ داسي په دُنيا کي شته چي يو وخت مالداروو، خوليکن اوس غريبان دي.

له دې امله چي څوک مالداروي، دادي نه وايي : چي بل وخت به خيراتونه اوصدقې وکړم بلکي له دغي موقع  څخه دي استفاده وکړي ځکه وروستني حالات معلوم نه دي چي څنگه به وي؟

خپله وزگارتيا تر مشغولتيا مخکي غنيمت وگڼه!

کله چي ستا سره وخت شته، اوزگاريې! دعبادت لپاره فرصت لرې!
نو له دې فرصت څخه په استفاده داسي کارونه وکړه چي دالله پاک درضا سبب گرزي، وروسته معلومه نه ده کېدای شي داسي کارونه درپېش شي چي بيابه هيڅ نشې کولای.
کارونه به دي دومره زيات شي چي بيابه دعبادت موقع په لاس نه درځي.
نو همدا نن فرصت له لاسه مه ورکوه او کار دسبا په طمع مه پرېږده!

ژوند تر مرگ مخکي غنيمت وگڼه!

په خپل ژوند کي دالله پاک په عبادت کي کوشش وکړه مخکي تردې چي مرگ درته راشي، بيا به هيڅ نشې کولای!
ځکه دعبادت وخت همدادی، په دې ژوند سره خپل تلپاته ژوند ښائسته کړه.
که مرگ راشي بيابه افسوزونه گټه نه درته کوي.
نو له دغي موقع څخه استفاده وکړه اودخپل تلپاته اونه ختمېدونکي ژوندانه لپاره همدا نن کار وکړه!!
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: من حُسن اسلام المرء ترکه ما لا يعنيه (دسړي داسلام دښه والي څخه داده چي عبث کارونه پريږدي)(ترمذي ۵۸ج۲)
په کوم کار کي چي نه  ددين ګټه وي اونه هم ددُنيا، بايد له هغه څخه مسلمان ځان وساتي.
مطلب دادی چي کامل مسلمان خپل وخت په گناهونوکي نه تېروي، نه يې په بې فائدې، عبث کارونوکي تېروي اونه يې په غفلت اوسُستيا کي تېروي بلکي هغه دالله پاک په عبادت اومهمو کارو کي خپل وخت تېروي.

دا وخت په بې ځايه کارونو کي تېرول ددې مثال داسي دی لکه يوچاته چي ديوه پاچا له خوا وويل شي چي څومره خزانه ايستلی شې، ويې باسه!هغه ستا ده!
ترهغه وخته پوري يې باسه چي کوم وخت زه د بس  غږ درباندي کوم!
نو اوس که داسړی په آرامه کښېنه چي سبا به يې راوباسم، نن به خوب وکړم.
سبا ته ورباندي غږ وشي، چي ستا وخت پوره دی، تا ته نور له خزانې څخه دسامان د ايستلو اجازه نشته!!
نو دغه سړی به څومره افسوز کوي او هر څوک به ورباندي ملامتيا وايي چي تا ولي وختونه هسي تېرول!!

دا مثال ددُنيا دژوند هم دی، په دې ژوند کي انسان کولای شي چي دآخرت لپاره ذخيره برابره کړي.
خوکه څوک خپل ژوند په بې ځايه کارونو کي تېر کړي.
نو په دې حالت کي به ناڅاپه  مرگ ورباندي راشي، بيا ارمانونه کوي، خوهيڅ فائده به نه ورته کوي.

د وخت ارزښت دعلماوو او پوهانو په ويناوو کي:

زموږ د دين مشرانو د وخت قدرپېژلی وو نوځکه به يې دوخت ډېر اهتمام کاوه.
جليل القدر صحابي عبدالله بن مسعودرضی الله عنه فرمائلي دي چي زه
په هيڅ شي دومره نه يم پښيمانه شوی څومره چي زه په هغي ورځي پښېمان شوی  يم چي لمريې   ولويده، زماعمر پکي کم شواوعمل مي پکي زيات نه شو.(قيمة الزمن عندالعلماء)
خليفه صالح عمربن عبدالعزيزرحمه الله فرمائلي دي چې ورځ اوشپه په تاکي خپل عمل اوکار کوي ( عمردې کموي)نوته هم په دې دواړو(شپه اوورځ )کي کاروکړه(قيمة الزمن عندالعلماء۲۷)دالله پاک عبادت وکړه اوخپل دآخرت دسفرلپاره دځان سره  توښه برابره کړه
يعني داسي کاروکړه چي هغه ستاپه ګټه وي .
حسن بصري رحمه الله فرمايلي دي چي اې ابن اٰدمه ته ورځي يې!  کله چي  يوه ورځ ولاړه،ستابعضي بدن لاړو.(قيمة الزمن عندالعلماء۲۷)
اوماداسي خلګ ليدلي دي
چي څومره تاسوپه روپواواشرفو
باندي حارصان ياست تردي زيات هغوی په وختونو حارصان وو(ارشادُالعباد)يعني څومره چي تاسودخپلوروپوسره احتياط کوئ،تردې به هغوی
زيات  دخپل وخت سره احتياط کاوو،چي بې ځايه اوبې فائدې تېرنه شي.
امام شافعي رحمه الله فرمايي:
مادصوفيانوسره ملګرتياوکړه نويوازې دوه خبرې مې ترې  زده کړې :يوه ددوی داخبره(چې دوی به ويل)وخت توره ده که يې ته پري نه کړي نوتابه پرې کړي.
اوبله دا چې :که ته خپل نفس په حق کارکي اخته نه  کړې،نوتابه په نارواکارکي اخته کړي.(الجواب الکافي،مدارج السالکين)
هوښيارانوويلي دي چي وخت دالله جل جلاله يوامانت دی ،دهغه ضائع کول خيانت اوبربادي ده .
په زړه کي دداسي شي سره رغبت اومينه بايدونه ساتل شي  چي دوخت دضائع کيدلو لامل ګرځي..
ددنياټول سره اوسپين دوخت په وړاندي هيڅ ارزښت نه لري .
په تيرشوي وخت پسې افسوس اوپښيماني څرګندول هيڅ  ارزښت نه لري .
وخت ددنياروح دى.
څوک چې وخت ضائع کړي ،پوه شئ چي وخت به هم هغه ضائع اوزيانمن کړي.
وخت ترورېځي هم په تېزۍ سره تېرېږي،نوکوم وخت چي دالله پاک په عبادت اودهغه درضاپه لټه کي تېرشي،هغه دانسان عمراوژونددی،له دې پرته ژوندژوندنه دی،که څه هم يوڅوک ډېرعمرژوندی واوسي،بلکي دداسي چالپاره مرگ ښه دی ځکه په ژوندسره يې نورهم دآخرت پېټی درنېږي،نورڅه ده ته ترې په لاس نه ورځي.
زموږددين مشرانودوخت قدرپېژانده له دې لامله به يې بالکل نه ضائع کاوو.
حضرت حمادبن سلمه رح  يومشهورمحدث دی دهغه په هکله يې شاګردعبدالرحمان بن مهدي وايې :که  حمادبن سلمه ته ويل شوي وای چې ته سبامرې نوپه دې به نه وی توانېدلی چي په خپل عبادت کي زياتوالی وکړي(قيمة الزمن عندالعلماء۲۷)
ځکه هغه خپل وخت داسي په پابندۍ کي تېراوو چي دومره  خلاص وخت يې بالکل نه ووچې پرده دي عبث تېرېده.
اوپه پايله کي حمادبن سلمه رحمه په داسي حال کي مړشوچي په لمانځه ولاړوو(سيراعلام النبلاء)
دوی دوخت قدرپېژندلی وو،نوځکه يې ډېرخيال ساته.
څنگه کولای شوچي وختونه موضائع نه شي اوپه داسي کارونوکي يې ولگووچي په هغوسره مووخت
قيمتي کېږي؟
دابه ان شاءالله تعالی بيابيان کړو.
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و اصحابه اجمعين

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د