شهید او شهادت (دري دېرشمه برخه)

لیکوال: م محمد نعیم

په قرآن کریم کې د شهیدانو د اجر او ثواب په اړه په پنځمه پاره کې داسې راغلي: (فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآَخِرَةِ وَمَنْ يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا (74)  [1]

ژباړه: نو دالله عز وجل په لاره کې دې هغه کسان وجنګېږي چې ددنیا ژوند د آخرت د ثواب په بدل کې پلوري، او څوک چې د الله عز وجل په لاره کې وجنګېږي، بیا یا ووژل شي او یا برلاسی شي ( دښمن ووژني یا یې اسیر کړي، او یا غنیمت ترلاسه کړي ) نو زر ده چې خورا ډېر لوی اجر  به ور کړو.

امام ابن کثیر رحمه الله ددې آیت شریف په تفسیر کې لیکي: (أي: كل من قاتل في سبيل الله -سواء قتل أو غَلَب وسَلَب-فله عند الله مثوبة عظيمة وأجر جزيل، كما ثبت في الصحيحين. وتكفل الله للمجاهد في سبيله، إن (3) توفاه أن يدخله الجنة، أو يرجعه إلى مسكنه الذي خرج منه نائلا ما نال من أجر أو غنيمة. ) [2]

ژباړه: یعني هر څوک چې د الله په لاره کې وجنګېدل – که ووژل شي او که برلاسی شي او غنیمت تر لاسه کړي – د الله جل جلاله په وړاندې ده خورا ستر ثواب او لوی اجر دی، لکه په صحیحینو کې چې دا خبره ثابته ده، او الله جل جلاله د ده په لاره کې د مجاهد لپاره ددې ضمانت کړی چې که یې وفات کړي جنت ته به یې داخلوي، او که ژوندی پاتې شي، بېرته به یې خپل هغه هستوګنځي ته را ګرځوي چې ترې وتلی وي، په داسې حال کې چې اجر او یا غنیمت به یې هم ګټلی وي.

شیخ عبد الرحمن السعدي رحمه الله ستر ثواب او لوی اجر په دنیا کې دایمان او دین په ټینګوالي، غنیمت او ښه نوم تفسیروي او په آخرت کې په هغو نعمتونو چې الله جل جلاله د مجاهدینو لپاره تیار کړي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د انسان په زړه کې را تېر شوي. [3]

امام الوسي رحمه الله وايي چې له دې مبارک آیت نه معلومېږي چې مجاهد کله د الله جل جلاله په لاره کې جنګېږي، باید ټول پام یې دوه موخو ته وي، یا دا چې د شهادت جام نوش کړي، او ددنیا او آخرت عزت یې په برخه شي، او یا د سوبې په حالت کې د الله عز وجل ددین جنډه لوړه شي، او له جګړې څخه دتېښتې خبره خو باید بالکل په زړه کې راتېره نه کړي، په نوموړي آیت کریمه کې د قتل ټکی د غلبې او برلاسۍ په ټکي  ړومبی کړل شوی، او دا له مجاهد نه غوښتنه ده چې لومړی شی چې ده ته له دې جګړې څخه رسي هغه د الله جل جلاله له خوا ورته ټاکل شوی اجر او ثواب دی، نو ځکه خو یې دی باید د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي، ور پسې شي،[4] یعني په ښه پاک او ستره نیت ددې لوی اجر د ترلاسه کولو لپاره جګړه وکړي.

امام ابو حیان الاندلسي همدا ټکی په یو څه نور وضاحت سره داسې بیان کړی: (فأشرف الحالتين ما بدء به من ذكر الاستشهاد في سبيل الله ، ويليها أنْ يقتل أعداء الله ، ودون ذلك الظفر بالغنيمة ، ودون ذلك أن يغزو فلا يصيب ولا يصاب . )[5]

ژباړه: نو په دې دوه حالتونو  کې شریف ترین حالت هغه دی چې الله جل جلاله په آیت کریمه کې لومړی یاد کړی چې هغه د الله جل جلاله په لاره کې شهادت دی، ور پسې حالت دا دی چې مجاهد د الله جل جلاله دښمنان ووژني، او له دې ټیټه مرتبه په غنیمت باندې برلاسي ده، او له دې ټيټ دا دی چې مجاهد جګړه وکړي خو نه دښمن ته کومه مرګ ژوبله واړوي او نه خپله کومه مرګ ژوبله ورته ورسي.

امام ابو حیان رحمه الله نوموړي آیت کریمه ته په کتو سره د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېدل تر ټولو لوړه مرتبه بولي، په دې معنی چې که یو څوک د دښمن په لاس ووژل شي، له هغه کس نه یې مرتبه لوړه ده چې د الله جل جلاله دښمن ووژني. یعڼي زمونږ په وطني اصطلاح له غازي نه د شهید درجه لوړه ده. او دا یو معقول او ثابت حقیقت دی. ځکه شهید چې کله د الله په لاره کې خپله وینه تویوي، د الله جل جلاله د رضا لپاره ځان قربانوي، د سر په بیه له اسلام او قرآن نه دفاع کوي، له خپل کور، اولاد بلکې ټول ژوند نه د الله جل جلاله د رضا لپاره تېرېږي، د الله په دین غیرت کوي، یقیني خبره ده چې الله جل جلاله به یې تر ټولو زیات نازوي، الله جلاله غیرتي ذات دی، ځکه خو يې دده ددې لویې قربانۍ بدله هم لویه او ستره ورته ټاکلې ده.

امام ابن عاشور رحمه الله ددې آیت کریمه په تفسیر کې یو ښه ټکي ته اشاره کړې، نوموړی وايي: الله جل جلاله دلته یوازې دوه حالتونه ذکر کړي یا دا چې مجاهد شهید شي او یا په دښمن برلاسی شي، نو په دواړو حالتونو کې ورته لوی اجر ور کول کېږي، خو بل یو صورت یې نه دی یاد کړی، چې هغه اسارت دی، داسې یې نه دي ویلي چې که مجاهد اسیر شي نو به بیا څه ډول اجر ور کول کېږي؟ سره له دې چې د اسارت هم لوی اجر دی، خو الله جل جل جلاله دلته ځکه یادونه نه ده کړې چې اسارت الله جل جلاله د مسلمان لپاره نه خوښوي. [6]

په رښتیا هم چې اسارت ډېر سخت مظلومیت دی، ډېر سخت دردناک او ځورونکی حالت دی، په ځانګړي ډول چې ددښمن په لاس وي، د کوم جنايي جرم له امله بندیتوب بیا هم یو څه ګوزاره کوي، خو دجنګي دښمن په لاس اسارت انسان فطرتا نه خوښوي، له همدې امله الله جل جلاله دلته نه دی یاد کړی، که څه هم چې اجر او ثواب لري.  کېدای شي یو لامل یې دا وي چې د اسارت د ټکي په اورېدو سره د مجاهد مورال کمزوری کېږي، زړه یې ماتېږي.

له همدې امله الله جل جلاله په آیت کریمه کې هغه حالتونه یاد کړي چې په هغې سره د مجاهد مورال لوړېږي، خوشحالېږي، لومړی حالت شهادت دی، چې ددنیا او آخرت سرلوړي ده، په دنیا کې نېکنامي او په آخرت کې لوړ کرامت او لوی عزت دی، شهید که ددښمن په لاس ورشي هم کوم تکلیف نه شي ورته رسولی، بیا هم که یې ورسوي، شهید نه پرې خبرېږي، او نه یې احساسوي؛ ځکه خو مجاهد په دې اړه فکر نه کوي، او بل حالت په دښمن د برلاسۍ حالت دی چې یا به دښمن ته ماتې ور کوي، یا به یې اسیر نیسي او یا به د غنیمت مال تر لاسه کوي.

له دې نه معلومېږي چې مجاهدینو ته تل باید د برلاسۍ خبرې وشي، د بریالیتوب او سرلوړۍ خبرې ورته وشي، تر څو مورال یې لوړ شي، د مظلومیت او بې وسۍ خبرې ورته ونشي، که څه هم چې کله کله مجاهدین هرو مرو له مظلومیت او اسارت سره مخ کېدونکي وي.

م. محمد نعیم

نور بیا…

[1] – سورت النساء.
[2] – تفسير ابن كثير ( تفسير القرآن العظيم ) سورت النساء. أيت: 74.
[3] – تفسیر السعدي. سورت النساء: آیت: ۷۴.
[4] – تفسیر روح  المعانی. سورت النساء. آیت: ۷۴.
[5] – تفسیر البحر المحیط. سورت النساء. آیت: ۷۴.
[6] –  تفسیر التحریر والتنویر. سورت النساء. آیت : ۷۴.

———–

ددې لیکني ټولي برخي په لاندی ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د