هګۍ واخلې هګۍ

لیکوال: ولی الرحمن عزیزي (تره خېل) /

په کور کې ناست وم ، دخدای ج په مخلوقاتو کې مې فکر کاوه . چې په اشرف المخلوقاتو کې یې څوک دومره غنی اوشتمن پیداکړی هغه دچا په خبره، چې په شرابو کې لامبې . او څوک یوه مړۍ ډوډۍ هم په ډیر مشکل پیداکوي .زه لاپه دې فکر کې وم چې ناببره راباندې یوهیبتې غوندې غږ وشو ! ټوله ورځ خوشې تشې ګرځې لوپرې هم کوی په کور کې به درته داسی سرخوږی جوړکړم چې پلار به دی له کوره هم وباسئ! شرمیږی نه چې ټوله ورځ په کور کې ناست یې دا خو یوه ښځه زه شوم یوه ته ! ماویل مورجانۍ امردې په لیموڅه وکړم . په ډیره غوصه یې راته وویل . له بازاره سودا راوړه ! د سودا راوړلو په موخه بازارته ولاړم ، چې تر شا مې غږ شو هګۍ واخلې هکۍ ! څوشیبې وروسته مې شاته پام شوچې هګۍ خرڅوونکی هلک په ولاړه پړک اخیستې وو او په ځمکه راپریوت. دلاس ټولي هګۍ یې دناولو اوبو په کوچنې ډنډ کې څه ماتې اوڅه دومره روغې وی چې دچاداخیستلونه وی.

یوهتیوال غږ کړ وې په خدای هلک پیرانو ونیو ! ماشوم په نیمه کنګل نیولې ځمکه لاس او پښي وهلې ، یوبل سړی غږ کړبوټ یې ورپه خوله کړئ ! چې پیران یې خوشي کړي. دهلک بوټ چې په خټو ککړوه اوڅوځایه شکیدلې هم وویوهټیوال ورپه خوله کړ خدای ج فضل وکړچې هلک ژر په خپل واک کې شوکنه هټیوال خو په بوټ وژلې وو.

هلک په ژړا شو او په ژړغونې غږ یې وویل زما خو ټوله سرمایه همداوه،مورمې هم ناروغه ده او له دوه ورځو راهیسې مو ډوډۍ هم نه ده خوړلې خدایه وه خدایه ! یوهټیوال په سپیړه وواهه او ورته یې وویل غټ سړی یې څه بلا وهلې ، دا خو ستامکر دی چې هګۍ دې نه خرڅیږي نوماتوې یې چې خلک پیسې درکړي .

ډېری چیِغې مه وهه او له دې ځایه ورک شه ! ما له ځان سره فکر وکړ چې ډیرکله مې په بازارکې داسی واقعات د هګۍ خرڅونکو ماشومانو لیدلې دي .

داماشومان په اصل کې پیران نه نیسي بلکې هغه کورنۍ ، ټولنیزې او اقتصادې ناخوالې چې دوي ورسره لاس اوګریوان دي او ددوی سودا هم ښه نه خرڅیږي نو دعصبې شوک سره مخامخ کیږي چې دوی په دې ګل عمر کې د داسې ستونزو سره لاس او ګریوان کوي . هلک ژړل خلکو د زړه خوږې پرځای لانورې سختې خبرې هم ورته کولی. زه چې هم په د ې تانده ځوانې کې بی روزګاره وم اوپه هغه عامیانه اصطلاح د پولې ټک ته ناست وم هغه د یو شاعر کلام مې راپه زړه شو چې ،

نه مې دحج ثواب نصیب شو نه د میو ګناه

غـربته تا په هر میدان کې غورِځولې یمــه

crashed_egg

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جاوید احمد
میلمه
جاوید احمد

دا چې ځیني هلکان میرګي مرض ولري بیا داسې کیږي ما خپله داسې ماشوم لیدلی چې د جمعې په لمانځه کې په ځمکه سخت وغورځید او پړک واخیست خو وروسته معلومه شوه چې میرګي تکلیف لري

شاکر مموزی
میلمه
شاکر مموزی

الله (ج) د زموږ په حال رحم وکړي ، موږ ټول له ډېرو ناخوالو سره مخ یو خو په تېره بیا زموږ ګلالي ماشومان په تنکي عمر نه یواځې له زدکړې محروم دي بلکې په شاقه کارونو په ډېره ستونځه یوه ګوله ډودظ ځانو ته پیدا کوي ، د چا بې وزلي په طنز او مکر تعبیرول ستره تېروتنه ده .