له محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه – څلورمه برخه

راټولونه او ژباړنه: م. حمدالله (دانشمند) .

نبوي محبت هغه ستره سرمایه دی، چې لرونکی یې په مټ هغه مقام خپلولای شي، کوم چې د ډېرو به ورته لاس رسي ناشوني وي .

یو ځل بیا مو د مدینې منورې ښایسته کوڅو ته بیایم، چېرې چې نبوې وږمو فضا ته ښکلا ور بښلې، چېرې چې په بل مشال ستي پتڼان د ریښتیني عشق شاهدي ورکوي، چېرې چې تورتم د روڼ سحر په پیلېدو د تېښتي لاره خپله کړې، چېري چې یو ځل بیا ګلورین پسرلي له اوږدو توکمیزو شخړو دخلاصون نویې هیلې له ځان سره راوړې .

د تېر بیان په رڼا کې مو فکري بوختیا باید دېته اړباسي، چې د بشریت د ټولنې و دې ستر لارښوود ته له لوی څښتن نه د “رحمتونو” غوښتنکي شو، تر څو د هغه علیه السلام د حق د ادایني تر څنګ، د الهي لسو پیرزوینو ویاړ هم په واک کې ولرو : (اللهم صلّ علی محمد و اله وصحبه اجمعین) . هدف ته به راشم هسي نه د موضوع موخه په بله شي. نبی علیه السلام مبارک هغه ستر شخصیت وو، چې نه یواځې ور سره انسانانو، بلکې ډېرو حیواناتو، جماداتو هم ور سره بېساري محبت لاره . بې حسه او بې ادراکه درختې(وچ ډډ) یې له بیلتون او فراق نه د یو عاقل انسان په څېر وېر او ماتم کاوه، چې دا او دېته ورته بېلګې به د دې زرینې لړۍ په اوږدو کې در سره شریکې  کړم . نن درته د یوې غیرتې مور د مینې انځور سپړم، ښایي د تړمو اوښکو په باران یې راسره بدرګه کړئ!

طبراني (رحمه الله) له انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت کوي: چې د “احد” د غزوې په ورځ چې د نبې علیه السلام مبارک د شهادت اوازه خپره شوه، د مدینې منورې په کوڅو کې غلبلې شوې،

یوه انصاریه مېرمن له مدینې نه را څرګنده شوه، سمدستي د پلار، ځوی، مېړه، او ورور له جنازو سره مخ شوه، نه یم خبر چې له کوم یوي سره لومړۍ مخامخ شوه، خو چې په یوې به تېرېده وېل به یې دا څوک دی، هغوی به ورته کړه: ستا پلار دی، ستا زوی دی، ستا مېړه دی، ستا ورور دی، یادې غیرتې مېرمنې وویل:

“مافعل رسول الله صلی الله علیه وسلم” ژباړه: نبي علیه السلام څه وکړل(یاني څه شو) . هغوی ورته وېل: هغه علیه السلام هاغه مخته دی، ترڅو چې یې ځان نبي علیه السلام مبارک ته ورساوه، هغه مبارک یې تر څادر ونیول، ورته ویلې: “بأبي أنت وأمي يا رسول الله، لا أبالي إذا سلمت من عطب” ژباړه: تر تا زما پلار او مور قربان شه، ځه باک نه کوم (په بل چا)،  هسي چې ته له زیان نه خوندي یې.  (حلية الأولياء: 2/377).

د یادې مېرمنې مېنه څومره ستر مقام لري، د څلورو(۴) ګلګونو څېرو په لېدویې آه و نه کړ، چې ټول یې د کورنۍ غړي وه، او واړو په یو ځل ترېنه د ابد(تلپاتي)په لور قافله کوچ کړه؛ خو نوموړې لالهانده، دوړو سلګو او تړمو اوښکو په بدرګه، د شهیدانو په مینځ کې د ښکلا ځلانده لمر(نبي علیه السلام) لټوې، ترڅو چې یې د هِغه علیه السلام په نورانې څېره سترګې روښانه شوې، نو یې د ارام سا واخیسته .

په یو بل روایت کې ویل شوې: چې نوموړې د نبي علیه السلام مبارک په اړه و پوښتل: هغوی رضی الله عنهم ورته کړه، الحمد لله هغه روغ رمټ دی، وېلې: چې په خپله یې و نه وینم تر هغه مي تسل نشي، هغوی ورته وویل:  همدا دی . کله یې چې سترګې پرې ولګېدې، د نبي علیه السلام مبارک په لور و خوځېده، د هغه مبارک څادر یې و نیول، ورته ویلې: يا رسولَ الله، كلُّ مصيبةٍ بعدَك هينةٌ، كُلُّ جَللٍ بعدَك هينٌ يا رسول الله، لو قُتل أهلي لو قتل زوجي لو قتل ولدي لو قتل أبي وأخي، المهم أن تَسْلَمَ أنت يا رسول الله.

ژباړه: اې د الله پاک رسوله هر مصیبت او غم، چې له تا آخوا وي، اسانه دی، هر لوی غم له تا نه آخوا اسانه دی اې د الله پاک رسوله، که مې کورنۍ شهیده شوه، که مې مېړه شهید شوی، که مې زوی شهید شوی، که مې پلار او ورور شهید شوي، خو اړینه داده چې ته روغ یې . نوموړې ته تر هر چا د نبی علیه السلام ژوند اړین وو، هغه علیه السلام یې په زړه کې ځای لاره، دا د ریښتیني محبت اغېز دی، چې د هغه علیه السلام د خوندي پاتې کېدو له پاره، خپل پلار، ځوی، مېړه او ورور ځار وي . له داسې مېنې نه ځار شم، چې د محبوب د بقا له پاره هرڅه په اوبو لاهو کوي؟ .

نور بیا …

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرس دی:

http://bit.ly/rasoolullah_meena

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبید
میلمه
عبید

خیر یوسی ډیر خوند مو په کړی ،ریښتیا هم دعلیه السلام مینه او محبت یومسلمان ولوړ مقام ته رسوی او همدا عشق وو چی ټوله صحابه کرام وداسی مقام ته ورسیدل چی زموږ داهل سنت والجماعت عقیده ده که بغیر دصحابی هرڅومره ولی او بزرګ او لوی شخص وی دیوه ادنی صحابی ومرتبی ته نه سی رسیدلای په دې کی ډیر لوی راز دی هغه دا چی دده سترګی دهغه چا په دید مشرفه سوی چی ددواړو جهانو سردار وو .

حمد دانيش
میلمه
حمد دانيش

عبید صاحب! له ښایسته تبصیرې نه مو نړۍ مننه. پتیالی، نومیالی اوسې! .