نادري ناولده

د کرزي دحکومت مالګه هم بې مالګې ده

 

دافغان پارلمان ددفاعي چارو دکمیسیون  چارواکو نن په کابل کې رسنیو ته وویل چې د فساد په وړاندې دمبارزي د دولتي کمیسیون مشر عزیزالله لودین  خپله  په فساد کې ښکیل دی ، او له دې امله یې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی ، ترڅو یې دوسیه تر تعقیب لاندې ونیسي .

د دفاعي کمیسیون مشر همایون همایون نن په کابل کې وویل عزیزالله لودین  د دفاع وزارت په یوه مربوط  ۱۳۰ ملیون ډالري قرار داد کې چې دسرتیرو د یونیفورم په اړه وو ، لاسوهنه کړې ، لومړنی  شفاف او فایده من قرارداد یې لغوه کړی او دوهم ناشفاف قرار داد یي له ۱۶ ملیونه ډالره رشوت اخیستلو وروسته منظور کړی دی .

همایون وویل چې دعزیزالله لودین ددې رشوت اخیستلو په اړه مستند او حتی ویډیویي اسناد لري ، له همدې امله یې  دی څارنوالي ته معرفي کړی ، ترڅو یې دوسیه وڅيړي .

دپارلمان ددفاعي چارو کمیسیون  ددفاع وزارت سرپرست عنایت الله نظري هم له دې امله پړ وباله او څارنوالۍ ته یي معرفي کړ ، چې ددې اختلاس په اړه یې  غفلت کړی دی .

عزیزالله لودین په داسې حال کې خپله په  فساد  ګرم پیژندل کیږي ، چې نوموړی عملا د اداري فساد په وړاندې دمبارزې دادارې مشري په غاړه لري ، دنوموړي په اړه په یوه وروستي افشا شوي سند کې راغلی ده چې نوموړی په میاشتني ډول  دوه لکه څلور اویا زره  او اوه سوه افغانۍ معاش لري ، چې دیوه عادی افغان  غریبکار دمیاشتني عائد۹۰ برابره   کیږي .

دکرزي دحکومت په اړه باور دادی چې دنړۍ په سطحه په فساد کې ډوب دوهم نمبر حکومت دی ، چې تراوسه په کې ملیاردانو ډالره حیف او میل شوي دي ، خو په دې وروستیو کې دنړیوالو فشارونو له امله کرزي هوډ څرګند کړ ، چې اداري فساد به له منځه وړي ، دهمدې لپاره عزیزالله لودین دفساد ضد ادارې په مشرۍ وټاکل شو ، او نړیوالو هم دې په اصطلاح نیکټایي وال تکنوکرات ته تمه وو چې فساد به ورکوي ، خو دپارلمان له وروستیو څرګندونو معلومه شو، چې په رژیم کې فساد خورا  بنسټیز شکل غوره کړی ، چې خپله دفساد ضد اداره هم ترې پاکه نه ده ، له همدې ځایه ویل کیدای شي چې د اداري فساد هیولا اوس ټول رژیم ته سرایت کړی او په اصطلاح یي مالګه یې هم بې مالګې کړې ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x