افغانستانخبرونه

اسلام اباد له کابله غواړي چې د پاکستان پر ضد تبلیغات بند کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): اسلام اباد په رسمي کچه له کابل څخه غواړي چې د پاکستان پر ضد «تبلیغاتو» ته د پای ټکی کېږدي څو د دواړو هېوادونو نازکې او کمزورې اړیکې یو ځل بیا جوړې شي.

ایکسپریس ټریبیون پاکستاني ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې یوه چارواکي ورته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې ولسمشر اشرف غني ته به د اسلام اباد دغه پيغام د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو مشاور، سرتاج عزیز ورسوي.

سرتاج عزیز د اقتصادي همکاریو په کنفرانس (ریکا) کې د ګډون په موخه نن کابل ته راځي.

د ایکسپریس ټریبیون د سرچینې په وینا سرتاج عزیز به له ولسمشر اشرف غني او بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني سره د جمعې په ورځ وګوري.

د ورځپاڼې په وینا، په دغه لیدنه کې به سرتاج عزیز افغان چارواکو ته دوه مهم پيغامونه ورسوي چې له منځه يې یو هم د پاکستان پر ضد «تبلیغاتو» ته د پای ټکی کېښودل او د پاکستان په منځګړیتوب، له طالبانو سره د سولې خبرې یو ځل بیا شروع کول دي.

په کابل کې د شاه شهید له خونړي برید وروسته ولسمشر اشرف غني په یوې خبري ناسته کې وویل، چې نور له پاکستان څخه نه غواړي چې د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي. په کوردننه پر ولسمشر تل دا نیوکه شوې چې د سولې د خبرو په موخه د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې کوي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې تر هغه وروسته خرابې شوې چې د افغان حکومت چارواکو د پاکستان امنیتي ادارې په افغانستان او په ځانګړي ډول په کابل کې په وروستیو چاودنو تورنې کړې.

اسلام اباد د د افغان حکومت تورونه رد کړل او په اړه یې محتاط غبرګون وښود.

د ملا محمد عمر مجاهد د مړینې د خبر تر خپرېدو وروسته ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو او ورسره د طالبانو په بریدونو کې هم تېزوالی راغی. اخترمحمد منصور په یوه غږیز کليپ کې د سولې خبرې هم د «دښمنانو دسیسې» وګڼلې.

یاد پاکستاني چارواکي ویلي چې د پاکستان ضد تبلیغاتو له کبله په کابل کې مېشت دېپلوماتان له خطر سره مخ دي او د همدې خطر له کبله پاکستاني ديپلوماتان د سفارت تر ودانۍ محدود شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x