افغانستان

کابل: د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، تیره ورځ د قطر دبهرنیو چارو وزیر خالد العطیه سره په کابل کې کتلي.

د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لورو پر خپل منځي اړیکو او په افغانستان کې د سولې او امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.

د خبرپاڼي سره سم، د ملي امنیت سلاکارحنیف اتمر و ویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپل بهرنی سیاستي لومړیتوبونه په پنځو حلقو کې تنظیم کړي دي او د اسلامي نړۍ هېوادونه د افغانستان د بهرني سیاست د پاملرنې په محور کې ځای لري.

نوموړي په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره، د قطر هېواد د صادقانه هلو ځلو قدرداني کړې او له هغه هېواد یې غوښتي، چې د سولې د ټینګښت ترڅنګ، د بیارغونې او انکشاف په برخو کې هم له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر خالد العطیه ویلي، چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي او د سیمې له نورو هېوادونو هم غواړي، چې په افغانستان د سولې د رامنځته کېدو لپاره صادقانه کوښښ وکړي.

هغه د خپل هېواد په استازیتوب د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کړی او زیاته کړې، چې قطر له افغانستان سره د دوستۍ او ورورۍ پر اصل ولاړه بهرنۍ تګلاره لري.

بايد وويل شي چې د قطر په هیواد کې په افغانستان کې د سولي د ټینګښت، امریکایانو او افغانانو سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو دفتر وروسته تر هغه وتړل شو کله چې حامد کرزي د دغه دفتر په وړاندي سخت غبرګون وښود، ددغه دفتر غړي اوس هم په قطر کي میشت دي.

په قطر کې هغه پنځه طالب مشران چې د امریکايی عسکر په تبادله کې را خلاص شوي وه، هم میشت دي.

که څه هم ولسمشر اشرف غني د ګډحکومت د جوړیدو وروسته پاکستان ته توجه زیاته شوې وه او غوښتل یې چې د پاکستان له لاري د طالبانو سره مذاکرات پر مخ بوزي، خو د وروستیو نا امنیو له کبله داسي ښکاري چې دګډ حکومت د چارواکو نظر یو ځل بیا د قطر او په قطر کې دطالبانو د دفتر په لور اوښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x