افغانستان

نی: د بهرنیانو وتل باید د رسنیو کار ټکنی نه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او ورسره د بهرنیانو له خوا د مالي ملاتړ کموالی د دې لامل شوی چې د هغو رسنیو کار ودرېږي چې د هغوی په مرسته چلېدې.

په دې وروستیو کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې اړه یو مستند راپور خپور کړ او د ځینو رسنیو له ناسم اقتصادي وضعیت څخه یې پرده پورته کړه. (د راپور خلاصه دلته لوستلی شئ).

پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته، زیات شمېر رسنۍ د بهرنیانو، په تېره د امریکا د نظامیانو په مالي ملاتړ رامنځ ته شوې، چې اوس له ناجوت برخلیک سره مخ دي.

پرون په کابل کې د «افغانستان د ازادو رسنیو د څار» اداره یا «نی» اجرايي رييس وویل چې بهرنیان باید پر هغو ژمنو ودرېږي چې د لندن په ناسته کې يې د افغانستان له رسنیو سره کړې وې.

د «نی» مشر، عبدالمجیب خلوتګر پرون په کابل کې وویل: «لکه څنګه چې ‘نړیوالې ټولنې’ په هېواد کې د رسنیو په رامنځ ته کولو کې مهم رول درلود، اوس باید د ‘رسنیز کړکېچ’ مخنیوی هم وکړي».

خلوتګر وايي، په تېره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې رسنیو بې سارې وده تجربه کړه، مګر اوس له مالي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي. دی زیاتوي، ۷۵ غږیزو، انځوریزو او لیکنیزو رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله یا خپرونې ودرولي دي او یا هم ورسره مخ دي.

د «نی» اداره هم چې د بهرنیانو له مرستو خپل لګښتونه پوره کوي وايي، د بهرنیو ځواکونو وتل باید د افغانستان په اړه د «نړیوالې ټولنې» د نه پاملرنې په معنا نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x