نن په انځورونو کي

هغه انځور چې نړۍ یې ولړزول – انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): دغه ماشوم چې د پرون ورځي راهیسي په ټولنیزو پاڼو او رسنیو کې یې انځورونه نشریږي، د خپل پلار او مور سره د ترکیې څخه د یونان په لور د هجرت په موخه په یوه غیر خوندي کښتۍ کې سفر کوه، په لاره کي کښتې اوښتې، او ماشوم د خپل ورور سره د مور او پلار له لاسه وتلي، او په اوبو کې غرق شوي، چې وروسته یې نازک جسد د ترکیې د سمندر پر غاړه وموندل شو.

۱- د ماشوم نوم ایلان کردي او عمر یې ۳ کاله وو.

۲- د سوریا د کوباني د سیمي وو چیري چې داعش، امریکايي ایتلاف او کردانو ډیري جګړې وکړي او کوباني ښار یې په خرابو بدل کړ.

۳- د ایلان سره د هغه ۵ کلن مشر ورور او مور هم غرقه شوه.

۴- د ماشوم ایلان نازک جسد د ترکیې پر جنوبي ساحل باندي د بوردم په نامه ښار کې په داسي حال وموندل شو چې پړمخي داسي پروت وو لکه ارام چی ویده وي.

۵- دغه ماشوم په ګډون ټول ۱۲ تنه غرق شول، دوی غوښتل چې د ترکیې څخه د یونان د کوس په نامه جزیرې ته ځان ورسوي.
۶- دغه جزیره د ډیرو سوریايي مهاجرینو لپاره د یوه تم ځای حیثیت خپل کړی.

۷- هغه سوریايي مهاجرین چې اروپا ته ځان رسول غواړي د هغو څخه نیمی یې پر یونان تیریږي، او یا همدلته پاته کیږي.

۸- د ماشوم ایلان انځور د نړۍ د سترو خبري ورځپاڼو پر اوله صفحه چاپ سو، او همداسي په ټولنیزو پاڼو کې ډیر زیات نشر شو، چې له کبله یې د اوروپايي او نورو هیوادونو ولسمشرانو غبرګون وښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x