ملا محمد عمر (مجاهد) له خپلو ملګرو سره - ارشیف

هغه شخصيت چې ژوند او وفات یې د مسلمانانو لپاره د وحدت پیغام پریښود!

لیکوال: شاهد (غزنيوال)

ملامحمد عمر مجاهدرحمه الله چې کولای شو د پنځلسمې هجري پیړۍ مجدد یې و بولو پرنورو ځانګړتیاوو سر بیره د مسلمانانو ترمنځ د اسلامي یووالي یو شهكار ګڼل کیدو.

نوموړي د طالبانو په نوم د اسلامي تحریک د تأسیس له پیله د افغان ولس د وحدت او یوالي شعار پورته کړ، تنظیمي او ګوندي تفرقې یې ناسمې وبللې او د ولس له منځه یې د هغوی د لیري کولو هڅې پیل کړې.

هغه مهال چې افغان ولس د اسلامي جهاد په برکت تازه د شورويانو له اشغاله خپلواکي ترلاسه کړي وه په غیر ارادي ډول د داخلي جګړو او تنظیمي اختلافاتو ښکار شوی و، له خدای تعالی پرته هیچاته دا تمه نه کیده چې ځوریدلي افغانان دي د دغو خونړیو خپل منځي جګړو او تنظیمي اختلافاتو له شره وژغوري.

په دغسي یوه خطر ناک وضعيت کې چې د افغان مجاهد ولس د قربانیو او سر ښندنو په مټ یوه قطب شوې غربي نړۍ د افغانستان د ټوټه کولو او ویشلو سازشونه جوړول ملامحمد عمر مجاهد د هیواد په جنوب لویدیځ کندهار ولایت کې د طالبانو په نوم د اسلامي تحریک بنسټ کیښود.

نوموړي د لوی خدای په نصرت بیا دخپل ځانګړي اخلاص او ټینګ عزم په مټ وکړای شول د افغانستان د تجزیې لپاره د دښمنانو ټول شوم پلانونه خنثی کړي.
ګډ وډي او بي نظمي له منځه یوسي او په ډیر کم وخت کې د افغانستان په ۹۵٪ خاوره کې د شریعت تر سیوري لاندې ډاډمن امنیت تأمین کړي.

د مرحوم امیر المؤمنین په لاس د ټولو تر سره شویو کارنامو ليكل يقينا چې د د ې مختصرې ليكنې له حوصلې وتلې خبره ده ؛ ځکه د نوموړي په لاس د اسلامي تحریک ځانګړتیا یواځې د امنیت تأمنیول نه ، بلکې د هغه ترڅنګ د شرعي احکامو تطبیقول ، د هیواد په ټولو قضايي ، تقنیني او تنفیذي برخو کې مطلوب اصلاحات راوستل هم ول.

د امیر المؤمنین د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال په افغانستان کې د شرعي حدودو د تنفیذ ترڅنګ په نړۍ کې د مستضعفو مسلمانانو له حقوقو او قضاياوو دفاع کول او د هغوي مظلومو افرادوته د خپلې واکمنۍ تر سیوري لاندې پناه ورکول هم میسر ول.

د مرحوم امیر المؤمنین شخصیت د ټولو هغو نیکو مواصفاتو لرونكى و چې یو مسلمان قائد یې باید ولري . تقوی ، تواضع ،خود ګذري ، ایثار او خواخوږي يي د ژوند لازمه ځانګړتیاوې ولې.

د نوموړي د حاکمیت په مهال مسلمانانو د نړۍ په کچه په افغانستان کې یواځینی داسې حکومت درلود چې نړیوالو مستبدینو د ظالمانه اوامرو او غوښتنو په مقابل کې یې د اسلامي نخوت او سرلوړي له مخې د نه ویلو توان درلود.

د ده د فاتحانه قیادت په مهال د لومړي ځل لپاره د کفری نړۍ تبشري منحرف منصرین ( د شلترنو مسیحي مؤسسې کارکوونکي) د تنصیر منحرفي عقیدې ته د دعوت په جرم په کابل کې له اسنادو سره لاس په لاس ونیول شول، د زندان تمبوته واچول شول او په شرعي محکمې کې د خپلو ناروا اعمالو د ترسره کولو په جرم مجازات کړای شول.

د ده د شرعي واكمنۍ په مهال شرعي حدود نافذ او مسلمانانو یې په ټولنې کې د تنفیذ مثبت اثرات ولیدل.

او بالآخره د ده د شرعي واکمنۍ په مهال په هیواد کې په ښکاره د شرک، بدعت اونورو منکراتو په خلاف په دولتي سطحه هلې ځلې پیل شوې .

ریښتیاهم د امیر المؤمنین په قیادت کې په ډیرو سختو شرائطو او اقتصادي ناخوالو کې د ژوند په مختلفو برخو کې د پاموړ پرمختګونه رامنځته شول.

له اداري اصلاحاتو نیولي ، تر قضايي، عدلي، فرهنګي اقتصادي او تعلیمي سمونو پوري د نظام په ټولو برخوکې مطلوب اصلاحات رامنځته شول ، په عمراني برخه کې په ډیرو نامساعدو اقتصادي شرائطو کې ډیر پرمختګ وشول ، د حکومتي اداراتو په بیا فعالولو کې دومره کار وشو چې د هیواد په ډیرو لیري پرتو سیمو کې ټولې ولسوالۍ او علاقه دارۍ په مکمل ډول فعاله او دخپل فعالیت په سیمه يې پوره کنټرول درلود چې داخبره د معاصر افغانستان په تیر ۲۷۶کلن تاریخ کې ساری نه لري.

سره له دې چې د امارت ټوله ۷ کلنه واکمنۍ یوه ورځ هم بي جګړې نه ده تیره شوې خو د جګړې له کرښو رادیخوا به د امارت د واکمنۍ په ساحه کې په خارق العادته ډول امنیت تأمین او د هر ډول بي نظمي مخه نیولې شوې وله.

د یوه مسلمان ځواکمن قائد په حیث د ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله ژوند او اسلامي واکمنې ځینې داسې ځانګړتیاوې لري چې د تبع تابعینو له عصره را پدیخوا بیا د بل مسلمان حاکم په ژوند کې هغه نه دې لیدل شوې. د دغو ځانګړتیاوو له جملې څخه یوه هم داده چې د ملامحمد عمر مجاهد قیادت په نړیواله کچه د جهادي صف لارویانو منلی له هغه سره یې بیعت کړی او د ده تر قیادت لاندې د نړۍ له ترټولو لوي کفري ایتلاف سره يې مقابله کړې. کوم صلیبي ایتلاف چې د ملامحمد عمر (مجاهد( د واكمنۍ د نړولو لپاره د صلیبي امریکا په مشرۍ جوړ شو ښايي د احزاب )خندق) له جګړې وروسته بیا د هیڅ اسلامي هیواد او اسلامي قیادت پرخلاف دومره لوی نړیوال كفري ایتلاف نه وي تشکیل شوی.

خو ملامحمد عمر )مجاهد) چې د دغه صلیبي ایتلاف اصلي هدف و نه د هغه له زوره وډار شو او نه يې له خپله موقف نه تنازل وکړ ، بلکي دالله تعالی د دې قول مطابق چې فرمايي :

الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُواْ لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَاناً وَقَالُواْ حَسْبُنَا اللّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ (173)

په خپل اسلامي موقف باندې په ثابت پاتي کیدلو سره يې له دغه صلیبي ایتلاف سره مقابله پیل کړه ، نوموړی لكه څرنګه چې په دې مقابله کې د الله په نصرت او خپل بریالیتوب باندې بشپړ باور درلود هغسي وهم شول ، هماغه لوی مستکبر طاقت د ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د راسخ ایمان او د هغه د فداکاره مجاهدینو په قربانیو اوسر ښندنو سره ناكام او د مقابلې په ډګر کې شرمنده شو.

د ملامحمد عمر (مجاهد)بله ځانګړتیا داوه چې د ده تر حاکمیت لاندې مجاهدین د ده د ژوند تر پایه همداسې یو موټی او متحد پاتي شول ، سره له دې چې دښمنانو د هغوي دمتفرق کولو لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې خو د لوی خدای په فضل او د ده د حکیمانه قیادت په برکت سره د دښمن دغه ټولې هلې ځلې ناکامه او جهادي صف تر اوسه همداسې متحد او یوموټی پاتي شو.

تر ټولو مهمه مشخصه یې دا چې لکه چې ژوند یې د مسلمانانو لپاره د وحدت او یووالي سمبول و وفات یې هم د ټولو مسلمانانو لپاره د وحدت او یووالي پیغام پریښود.

د ملامحمد عمر ( مجاهد) په وفات باندې د نړۍ ټولو مسلمانانو او دجهادي تنظیمونو مشرانو خپل تأثر څرګند او داسلامي امارت له مجاهدینو سره يې خپل مواسات او غمشریکي ښکاره کړه .

په دغو متأثرینو کې داسې کسان هم ول چې له مرحوم ملامحمد مجاهد سره په ژوندکې د هغه له ځینو کړنو سره سخت مخالفت درلود ، خو په وفات کې یې له نوموړي سره خپل ټول نظري اختلافات شاته وغورځول او د ده رحلت یې د اسلامي نړۍ لپاره نه جبرانیدونکې ضائعه وبلله.

خلاصه داچې مرحوم ملامحمد عمر مجاهد د اسلامي امت یو خواخوږي قائد و چې ژوند يې هم د مسلمانانو لپاره د افتخار لامل و او فات یې د هغوي د یوالي لامل وګرځیده.

ننۍ اسلامي نړۍ په اوسنیو حساسو شرائطو کې دمرحوم ملامحمد عمر (مجاهد) په څیر داسې یوه قائد ته ډیره اړتیالري چې د هغې ټولې خورې وري پرګنې تریوه قیادت لاندې راټولې او خپل له لاسه ورکړي مجد او عظمت بیرته را ژوندی کړي.

الله تعالی دي پر مرحوم ملامحمد عمر ( مجاهد)د رحمتونو باران وکړي ، او د ده د اخلاص ، صداقت او له اسلام سره د وفادارۍ له برکته دي اسلامي نړي د دښمنانو له سازشونو او مکرنو څخه په امن کې وساتي.

امین یارب العالمین.

هرګز نیمرد آنكه دلش زنده شد بعشق … ثبت است بر جريده عالم دوام ما

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
همایون هوتک
میلمه
همایون هوتک

وروره چی څومره صفت یی کوی پرځای خبره ده هغه د اوسنۍ نړۍ تر ټولو نیکبخت مسلمان و افسوس زموږ په حال د چی اوس لا پر بیلو بیلو لارو شو د حق ویلو او یا حق ته د غاړی ښودلو څوک نلرو الله مو دی د شهیدانو قربانۍ زموږ په حق کی نه ضایع کوی الله دی پاکستان داسی تبا کی چی د دنیا له نقسی یی نوم او نښان ورک سی تر دیوبنده پوری