ورزش

استرالیا د انګلینډ لوبډلې ته په ۵۹ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۴ل): د استرالیا او انګلینډ لوبډلو تر منځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د استرالیا په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې انګلینډ د استرالیا په وړاندې په ۵۹ منډو ماتې وخوړه.

استرالیا د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. استرالیايي توپ وهوونکو له غوره توپ وهنې سره خپل د لوبډل مشر دغه پریکړه یوه پر ځای پریکړه ثابته کړه.

استرالیایۍ لوبډلې په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې یوازې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۵ منډې جوړې کړې او د انګلینډ لوبډلې ته يي د ۳۰۶ منډو ستر هدف وټاکه.

د استرالیا لپاره برنز په ۵۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۴، وارنر په ۶۷ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۹ او سمیت په ۵۴ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۴ منډې جوړې کړې. ویډ په ۵۰ توپونو د دولسو څلوریزو په مرسته ۷۱ او مارش په ۳۴ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د انګلینډ لوبډلې لپاره عادل راشد تر ټولو غوره او پیاوړې توپ اچونه وکړه. عادل راشد خپل ۱۰ اورونو کې ۵۹ منډو ورکولو سره څلور ویکټې ترلاسه کړې.

انګلینډ په ځوابي توپ وهنې کې ۴۵.۳ اورونو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۶ منډې جوړې کړې او لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه يي د ۵۹ منډو په ستر توپیر سره وبایلله.

د انګلینډ لوبډلې لپاره رای تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو. رای په ۶۴ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۶۷ منډې جوړې کړې. ټېلر په ۵۱ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره ښه توپ وهنه وکړه.

د استرالیا لپاره د توپ اچونې په برخه کې سټارک، کولټر نیل، کمینس او واټسن دوه دوه او مارش او میکسویل یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x