ورزش

د افغانستان غوره لیګ: شاهین اسمايي د طوفان هریرود لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۳مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان غوره لیګ سیالیو په لړ کې د شاهین اسمايي لوبډلې د طوفان هریرود په وړاندې لوبه وکړه. دغه لوبه د ۳-۰ ګولونو له توپیر سره د شاهین اسمايي په بریا پای ته ورسیده.

شاهین اسمايي لوبډلې چې له دې وړاندې د سیمرغ البرز په وړاندې ښه لوبه نه وه کړې نننۍ لوبې کې د لوبې له پیل څخه د طوفان هریرود په ګول يي حملې پیل کړې.

د لوبې په لومړیو شیبو کې شاهین اسمايي لوبډلې خپل لومړی ګول ترسره کړه. رضا الله یار توپ هشمت الله بارکزی ته پاس کړ او هشمت الله بارکزی د یوې ښکلې ضربې سره د لوبې په ۵مه دقیقه کې د شاهین اسمايي لپاره لومړی ګول ترسره کړه.

د لوبې د پیل په شیبو کې ګول وهل د شاهین اسمايي لوبډلې په ځان باور نور هم زیات کړ او د طوفان هریرود په ګول يي پرلپسې پیاوړې حملې پیل کړې.

د لوبې په ۴۰مه دقیقه کې د شاهین اسمايي پیاوړی لوبغاړی هشمت الله بارکزی د طوفان هریرود دفاعي لیکې لوبغاړی دریبل کولو سره یو ځل بیا د هریرود په ګول حمله وکړه خو توپ د ګول په ستنې ولګیده.

د طوفان هریرود لوبغاړي د شاهین اسمايي لوبغاړو په وړاندې پاتې راغلي ول. د لوبې د لومړۍ نیمايي په وروستیو شیبو کې د طوفان هریرود لوبغاړی رفیع بارکزی د ګول وهلو فرصت ترلاسه کړه خو د شاهین اسمايي دروازه ساتوونکی د دغې ګول مخه ونیوله.

د شاهین لوبډلې لوبغاړی سمیع الله توپ خپل ملګری سلیم سیفي ته پاس کړ او نوموړی د شاهین اسمايي لپاره د لوبې په ۶۸مه دقیقه کې د دوهم ګول په وهلو بریالی شو. یوازې دوه دقېقې وروسته یو ځل رضا الله یار توپ سمیع الله محمدي ته پاس کړ او نوموړی د لوبې په ۷۰مه دقیقه کې درییم ګول هم ترسره کړه.

لوبه د ۳-۰ له توپیر سره د شاهین اسمايي په بریا پاي ته ورسیده. رضا الله یار د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Noori zazai

ستادي قسم وې مرګه راشه !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x