په کندز کې د اربکیانو د جنایت په اړه د لر او بر پښتون یون اعلامیه

لر او بر پښتون یون

په دې کې هیڅ شک نه شته چې له کله نه صلیبي اشغالګر افغانستان ته راغلي دي افغان ولس ئې د راز-راز ناخوالو، ستونزو، ظلمونو، ځورونو او وحشتو سره مخ کړی دی، تر دې چې نه د چا ژوند خوندی دی، نه څوک خپل سر محفوظ ویني، نه د چا مال محفوظ دی او نه د چا ناموس په امن دی.

صلیبي استعمارګرو خپلو دغو شومو اهدافو ته د رسیدلو لپاره تر هرڅه وړاندې یوه بې کفایته، فاسده او په تمامه معنی مزدوره او لاسپوڅې اداره په کابل کې نصب کړه ترڅو د ورته ناروا هیلو د تحقق لپاره د تهداب د ډبرې کار ورکړي،

او بیا ئې د ولس د وژنو، ځورونو او تروړنو په لار کې په هیڅ شي صرفه ونه کړه، یو له دې جرائمو څخه ئې د سیمه ییزو پولیسو یا اربکیانو په نامه، چې په دې وروستیو کې د پاڅونوالو په نامه هم یادیږي، یوه ډله جوړه کړه چې له څیرمې غله، بداخلاقه، فسقه او فجره کسان په کې راټول شوي دي. او بیا ئې هغه وسلې چې د (ډي ډي آر) په نامه یې راغونډې کړې وې بیرته ئې پرې وویشلې او دا اطمنان ئې هم ورکړ چې د هر ډول قانوني تعقیب او مجازات څخه به مستثنی وي. هماغه ده چې مونږ ئې هره ورځ په خپلو سترګو وینو چې کله ئې د چا عفیف ناموس ته بدلمني وراړولي وي، کله د چا کور ته د غلا لپاره وراوښتي وي، او کله ئې بې ګناه ماشومان، ښځې او سپین ږیري په شهادت رسولي وي.

ددغو جرائمو د لړۍ وروستی جنایت تیره ورځ په کندز ولایت کې رامنځته شو؛ ددې ولایت د کنمو په سیمه کې سیمه ییزو اربکیانو لږ تر لږه (۱۵) پنځلس تنه بې ګناه افغانان شهیدان او څو تنه ئې ژوبل کړل چې اکثریت ئې ښځې، ماشومان او سپین ږیري وه (انا لله وانا الیه راجعون)، او په دې ډول ئې خپله ورسپارل شوې دنده په پوره امانتدارۍ سرته ورسوله.

د لر او بر پښتون یون ټول باهمته او غیرتي ځوانان د اربکیانو دغه ظلم او وحشت په کلکه غندي، او د پیښې د شهیدانو لپاره د الله «جل جلاله» له دربار څخه د شهادت د قبلیدو او جنت الفردوس سوال کوي، او ورثه وو او بازمندګانو ته ئې د زړه جمیل صبر او د عظیم اجر غوښتنه کوي.

همدارنګه د لر او بر پښتون یون اداره او د ګروپ ګډونوال د نړیوال جال پرمخ په ټولو افغاني ګروپو غږ کوي چې خپل ایماني او ملي مسئولیت ته متوجه شي، د همت نه کار واخلي او د چوپتیا او سکوت دغه فضا د غندنې په شور او ځوږ ماته کړي، او د امکان په صورت کې د اربکي وحشت پر ضد لاریونونه او مظاهرې په لار واچوي او د خپل رب، بندګانو او وجدان په وړاندې ځانونه له ملامتۍ وژغوري او خپل مسئولیت ادا کړي.

همدا راز د لر او بر پښتون یون اداره او ګډنوال د افغانستان اسلامي امارت د مسئولینو نه غوښتنه کوي چې د پیښې عاملین ژر تر ژره ونیسي او د اسلامي قوانینو سره سم ئې په مجازات ورسوي، ترڅو له یوې خوا د خپل مظلوم ولس غچ او انتقام واخیستل شي او له بلې خوا د اربکیانو او د هغوی د ملاتړو (امریکایانو، او د کابل ادارې) لپاره هم د عبرت درس وګرځي.

په پای کې د لر او بر پښتون یون باهمته ځوانان د بشر د حقوقو د ټولو نړیوالو سازمانو او د ملګرو ملتو د اړوندې ادارې نه هم جدي غوښتنه کوي چې د پیښې په اړه مسئولانه اقدام وکړي او په تعقیب او څارلو کې ئې د هیچا تر اغیز لاندې رانه شي او په دې توګه خپل ناپییلتوت په عمل کې هم په اثبات ورسوي.

د یو خپلواک، آزاد او اسلامي افغانستان په هیله
والسلام

د لر او بر پښتون یون اداره او ګډونوال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د