افغانستان

هرات: د چشت ولسوال، امنيه قوماندان،د ملي امنيت مدير او سکرتر طالبانو نيولي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): هرات ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې د چشت ولسوال، سکرتر، امنيه قوماندان، د ملي امنيت مدير او يو شمېر پوليس طالبانو نيولي دي.

د هرات ولايت امنيتي سرچينو منلې، چې دغه چارواکي تېره ورځ د چشت ولسوالۍ شيرخواجه سيمې ته د رسمي کارونو په موخه تللي وو، چې د طالبانو له لوري وتښتول شول.

يوې بلې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته وويل، چې په دغو يرغمل شوو کسانو کې د هرات ولايتي شورا رييس هم شامل دی.

د هرات ولايت امنيتي سرچينې وايي، چې د يرغمل شوو چارواکو د موندلو پلټنې روانې دي او په دې موخه يې سيمې ته نوي امنيتي ځواکونه لېږلي دي.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې دغه چارواکي د طالبانو د سيمه ييز قوماندان ملا ولي له لوري تښتول شوي، مګر د هرات والي، امنيه قوماندان او استخباراتو رييس په دې اړه د رسنيو پوښتنو ته ځواب نه وايي او نه هم طالبانو رسما د پېښې مسؤوليت نه منلی دی.

د تېرو څو کالو په ترڅ کې دا بې سارې پېښه ده، چې طالبان دې د يوې ولسوالۍ ټول مهم چارواکي په يو ځل يرغمل کړي او امنيتي ځواکونه دې د پنځلسو ساعتونو په تېرېدو هم لا د يرغمل شوو چارواکو په خلاصون ونه توانيږي.

داسې هم ويل کيږي، چې حکومتي چارواکي ځکه رسنيو ته د يرغمل شوو چارواکو خبر نه سپاري، چې غواړي طالبانو سره دغه ستونزه د پردې تر شا حل کړي او د طالب بنديانو د خوشې کولو په مقابل کې دغه يرغمل شوي چارواکي راخوشې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x