fbpx

شهید او شهادت (څلور دیرشمه برخه)

لیکوال: م محمد نعیم

۲ – په احادیثو کې د شهید فضیلت :

په دې ټول پوهېږي چې د اسلام د مبارک دین د احکامو اصلي چینه کتاب الله او سنت الرسول صلی الله علیه وسلم دي، په قرآن کریم کې خو مو د څو آیتونو په رڼا کې د شهید او شهادت فضیلتونه او ارزښت و پېژانده، اوس به هڅه وکړو چې د اسلام د ستر او مبارک پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د ملغلرو په رڼا کې د شهید او شهادت لوړوالی، دروندوالی، عزت او کرامت و پېژنو. په مبارکو احادیثو کې د شهید او شهادت ګڼ فضیلتونه په رنګارنګ بڼو بیان شوي چې دا دي اوس به یې په ګډه سره ولولو.

۱ –  شهید به په قبر کې نه پوښتل کېږي:

امام نسائي رحمه الله په دې هکله داسې روایت کړی: ( عَنْ رَاشِدِ بْنِ سَعْدٍ عَنْ رَجُلٍ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “أَنَّ رَجُلا قَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا بَالُ الْمُؤْمِنِينَ يُفْتَنُونَ فِي قُبُورِهِمْ إِلا الشَّهِيدَ قَالَ كَفَى بِبَارِقَةِ السُّيُوفِ عَلَى رَأْسِهِ فِتْنَةً ([1]

ژباړه: له راشد بن سعد نه روایت شوی، چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو ملګري نه روایت کړی، وايي یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:  په قبر کې ولې له شهید نه پرته، نور ټول مومنان آزمایل کېږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا چې د شهید په سر توره پړکېږي، همدا آزموینه یې بس ده.

علمای کرام فرمايي چې مومن په قبر کې ځکه پوښتل کېږي، تر څو عملا جوته شي او په نوموړي بنده اقامه دحجت وشي؟ چې په رښتیا په خپل ایمان او د حق په لاره ټينګ پاتې دی او که نه؟ او دا خپله د بنده لپاره، که نه الله جل جلاله ته خو هر څه او هر څوک معلوم دي.

خو شهید دا آزموینه په دنیا کې ور کړې، هغه داسې چې د الله له دښمنانو سره یې جګړ کړې، نېغ په نیغه یې له مرګ سره غېږې نیولې دي، د جګړې سختۍ،  ډار او ترهه یې لیدلي، له هغې نه په بریالیتوب وتلی، نو داسې یو څوک چې د یو  شي لپاره یې خپل سر نذرانه کړی وي، تر خپل ځان، اولاد او مال ټولو تېر شوی وي، د هغه بیا آزمویلو او پوښتلو ته څه اړتیا ده؟ ځکه هر څه یې عملا ثابت کړي.

سندي رحمه الله د حدیث شریف شرح داسې کوي: ( أَيْ ثَبَاتُهُمْ عِنْدَ السُّيُوفِ وَبَذْلُهُمْ أَرْوَاحَهُمْ لِلَّهِ تَعَالَى دَلِيلُ إِيمَانِهِمْ فَلَا حَاجَةَ إِلَى السُّؤَالِ وَاَللَّه تَعَالَى أَعْلَمُ )[2]

ژباړه: یعني تورو ته ټینګېدل، او د الله تعالی لپاره د خپلو ارواحو ښندنه ددوی د ایمان دلیل دی، نو پوښتلو ته یې اړتیا نشته. والله تعالی اعلم.
امام قرطبي رحمه الله په خپل مشهور کتاب ( تذکرة الآخرة ) کې په همدې اړه داسې وايي:

( مَعْنَاهُ أَنَّهُ لَوْ كَانَ فِي هَؤُلَاءِ الْمَقْتُولِينَ نِفَاق كَانَ إِذَا اِلْتَقَى الزَّحْفَانِ وَبَرَقَتْ السُّيُوف فَرَّ لِأَنَّ مِنْ شَأْن الْمُنَافِق الْفِرَار وَالرَّوَغَان عِنْد ذَلِكَ وَمِنْ شَأْن الْمُؤْمِن الْبَذْل وَالتَّسْلِيم لِلَّهِ نَفْسًا وَهَيَجَان حَمِيَّة اللَّه عَزَّ وَجَلَّ وَالتَّعَصُّب لَهُ لِإِعْلَاءِ كَلِمَته فَهَذَا قَدْ أَظْهَرَ صِدْق مَا فِي ضَمِيره حَيْثُ بَرَزَ لِلْحَرْبِ وَالْقَتْل فَلِمَاذَا يُعَاد عَلَيْهِ السُّؤَال فِي الْقَبْر قَالَهُ التِّرْمِذِيّ الْحَكِيم)[3]

ژباړه: معنی یې دا ده چې که په دې شهیدانو کې منافقت وی، نو کله چې دوه لښکرې سره مخ شوې او تورې پړقېدې دوی به تښتېدلي وی؛ ځکه د منافق خوی دی چې په داسې یو حالت کې تښتي او چلونه کوي، او د مومن خوی بیا دا دی چې ځان الله جل جلاله ته تسلیموي، د الله لپاره سر ښندي، د الله عز وجل لپاره یې وینه په جوش راځي، او د الله په خاطر ددین د لوړوالي لپاره تعصب کوي، نو دې شهید د خپل زړه ريښتینوالی په عمل سره را برسېره کړ، داسې چې جګړې او مرګ ته را ووت، نو بیا ولې په قبر کې وپوښتل شي؟ دا خبر حکیم ترمذي رحمه الله کړې.

دا چې دا ځانګړنه ( په قبر کې نه پوښتل ) یوازې د جګړې د شهید لپاره ده که د نورو شهیدانو لپاره هم؟ سندي رحمه الله په دې اړه وايي چې کومه ارزونه چې امام قرطبي له حکیم ترمذي رحمهم الله تعالی څخه راوړې داسې ښکاري چې دا ځانګړنه دې یوازې د جګړې د شهیدانو وي، خو بل لوري ته که بیا وکتل شي چې په نورو احادیثو کې په صراحت سره د مرابط ( سنګري مجاهد ) په اړه هم دا ډول راغلي نو معلومېږي چې دا پېرزوینه د هر شهید لپاره ده. او دا خبره امام ابن حجر رحمه الله په باوري ډول کړې ده: (  ومما یستفاد من حدیث عائشة رضی الله عنها: أن الصابر في الطاعون المتصف بالصفات المذكورة يأمن فتاني القبر, لأنه نظير المرابط في سبيل الله ) [4]

د حضرت ام المومنین بي بي عایشې رضی الله عنها له روایت نه دا هم فهمېدی شي چې په طاعون ناروغۍ کې صبرکوونکی چې یاد صفتونه پکې وي، د قبر له پوښتونکو څخه به په امن وي، ځکه چې دا د الله په لاره کې د مرابط ( سنګري مجاهد ) په څېر دی.

م. محمد نعیم

نور بیا…

———————————
[1] – سنن النسائي. باب الشهيد.
[2] حاشية السندي على النسائي. باب الشهيد.
[3] _ التذكرة في أحوال الموتى وأمور الآخرة. للإمام القرطبي. المتوفى 671هـ. ص: 137. الحكيم الترمذي او امام الترمذي جلا جلا کسان دي، الحکیم الترمذي: ابو عبد الله محمد بن علي بن الحسن بن بشر، په تصوف کې زیات شهرت لري، د ځینو روایاتو له مخې په ۳۲۰ هـ ق کې وفات شوی، ویل کېږي چې ولایت یې په نبوت غوره ګاڼه، خو ځيني روایات وايي چې دا هسې یو تور پورې شوی و، حقیقت داسې نه و، او دا هم ویل کېږي چې ویل به یې د ولایت لپاره هم د نبوت په څېر خاتم دی. له مشهورو کتابونو څخه یې ( ختم الولایة و علل الشریعة ) ( نوادر الأصول في أحادیث الرسول ) ( الریاضة و أدب النفس ) او…  الاعلام للزرکلی. ج: ۶. ص: ۲۷۲. او امام ترمذي: ابو عیسی محمد بن عیسی بن سورة بن موسی بن ضحاک، د احادیثو د مشهور کتاب (  سنن الترمذي ) مصنف دی، چې په احادیثو کې لوی شهرت لري. دځینو روایاتو په اساس په ۲۷۹ کې په ترمذ کې وفات شوی. سترګو یې نه لیدل، ځینې روایات وايي چې مورزادي یې سترګو لید نه کاوه، او ځینې وايي چې په بوډاتوب کې له دې ستونزې سره مخ شوی و. سیر أعلام النبلاء. ج: ۱۳. ص: ۲۷۰.
[4] – بذل الماعون في فضل الطاعون. ص: 202. الحافظ أحمد بن علي بن حجر العسقلاني. 773 – 852. تحقيق: أحمد عصام عبد القادر الكاتب. دار العاصمة. رياض.

————

ددې لیکني ټولي برخي پر لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د