
سیګار: د کډوالو وزارت کې یو ملیارد ډالر بې ځایه شوي
نن ټکی آسیا (جمعه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا د مرستو د څار ځانګړې اداره (سیګار) په خپل یو وروستي راپور کې ویلي چې خپل هیواد ته د افغان کډوالو د انتقال په پروژه کې تر یوه ملیارد ډالر زیاتې پیسې د اداري فساد له کبله ورکي شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په دولتي ادارو کې د فساد د خپرېدو له کبله تر اوسه د افغان کډوالو کره شمېره هم نه ده مالومه شوې.
سیګار چې د امریکا کانګریس ته په افغانستان کې د امریکا د مرستو او لګښتونو د حساب په موخه راپورونه ورکوي، په خپل راپور کې زیاته کړې چې د افغانستان د کډوالو وزارت پلان او ستراتیژي نه لري چې له پاکستان او نورو هیوادونو څخه بیرته را ګرځېدونکي افغانان به دوی چیرته ځایوي او هغوی به چیرته اوسیږي.
له راپور سره سم په اټکلي ډول په پاکستان کې ۲.۵ ملیونه افغان مهاجرین میشت دي، چې له هغو څخه شاوخوا ۱.۵ ملیون یې راجسټر شوي او د پاتو درک نشته.
بل اړخ ته په ایران کې هم په اټکلي ډول شاوخوا یو ملیون افغان کډوال ژوند کوي.
د سیګار په وینا ملګري ملتونو اداره بیا هم توان نه لري چې د دغه اټکلي شمېرو دقیق حساب له کوربه هېوادونو څخه واخلي.
له راپور سره سم د مثال په ډول هر کال ۲۳۰۰۰ کډوال مړه کیږي، خو د پاکستان حکومت سره له ۲۰۰۸ کال څخه بیا تر اوسه یوازي نهه کسان مړه راجسټر شوي او همداسي له ایران سره د امریکا د خرابو اړیکو له کبله هلته د پلټني او مهاجرینو د کره شمېر معلومولو هیڅ طریقه نه جوړیږي.
د دغه ادارې یوه چارواکي وویل، دا یو ډیر بد او خوابدوونکی حالت دی، د افغانستان په دولتي ادارو کې خپور فساد او په ځانګړې توګه د کډوالو د چارو په وزارت کې بی کچې فساد دغه وزارت سره د نورو مرستو کولو مخه نیسي، چې له کبله يې د افغانستان په ټولنه کې ټولي هڅي تر سوال لاندي راځي او پر هغه سربیره په دغه هیواد کې زمونږ د بیا رغوني ټولي پروژې تر سوال لاندي دي.
هغه زیاته کړه چې امریکا له پیله د فساد په وړاندي مبارزه کي جدیت ښکاره نه کړ.
د دغې ادارې غړي الویس وویل چې له ۲۰۰۲ کال څخه امریکا د کډوالو د انتقال پر پروسه ۹۵۰ ملیونه ډالر مصرف کړي، مګر د ملګرو ملتونو په شمول دوی د افغانستان د کډوالو پر وزارت نور د هغوی د اداري فساد له کبله بودیجه بنده کړه، تر څو چې هغوی اداري فساد له منځه نه وي وړی، دوی بودیجه نه ورکوي او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه داسي نه ښکاري چې د کډوالو وزارت دي د فساد په له منځه وړلو کې جدیت ښکاره کړی وی.
نوموړي زیاته کړه چې د مثال په ډول د کډوالو وزارت ته ۱۱۷۰۰۰ ډالر په دې موخه ورکړل شوي و چې دوی به په افغانستان کې دننه یو داسي ځمکه د کډوالو لپاره ترتیبوي چې دوی راګرځېدونکي کډوال په کې میشت کړي او هغوی ته پرې د استوګنې ځای جوړ کړای شي، خو د دغه ځمکي تر اوسه درک ونه لګېد، بلکې دغه پیسې د دولتي چارواکو تر منځ تقسم شوې.
رشوت، جعل کاري، اختلاس، تنظیم او سمت بازي او د فساد په له منځه وړلو کې ناکامي او لا چاري د کډوالو وزارت له پښو غورځولی.
سیګار د امریکا حکومت ته په ټینګار سره مشوره ورکړې چې تر هغوی دي دغه وزارت ته نوري پیسی نه ورکوي، تر څو یې چې د فساد په وړاندي جدي مبارزه نه وي کړې او فساد یې له منځه نه وي وړی.
د سیګار مسؤول ویلي د مهاجرینو په وزارت کې د نوي تعیین شوي وزیر په اړه لږ معلومات لري، خو نوموړی د نوي حکومت پر پالیسیو او فعالیت محتاط نظر ورکوي.
نوموړي ویلي چې اشرف غني د فساد په خلاف جهاد اعلان کړی، چې دا یو مثبت ګام بلل کیږي، زمونږ ورته امید پیدا شوی.
او زیاته کړې يې ده چې د بهرنیانو له وتلو او جګړو له ډیریدو وروسته داسي نه ښکاري چې افغان مهاجرین به هیواد ته د ستنیدو لپاره زړه ښه کړي، بلکي د جګړو د توندېدو له کبله ویره شته چې هجرتونه یو ځل بیا زیات شي او نوري ستونزي جوړي کړي.