
نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «ډونالډ ټرامپ» سعودي د خپل هېواد لپاره «لنګه غوا» بولي او په وینا یې چې «سعودي زمونږ لپاره د هغې لنګې غوا مثال لري چې د شیدو پر ځای طلا او ډالر ورکوي».
نوموړي ویلي چې امریکايي ځواکونه سعودي کې دننه او بهر د دې هیواد د واکمنې کورنۍ ملاتړ، ساتنه او حفاظت کوي، او په وینا یې، باید سعودي حکومت د خپلې ټولې شتمنۍ درې څلورمه برخه امریکایانو ته د دغه «احسان» په بدل کې ورکړي.
ټرامپ د امریکا په ټاکنیز تاریخ کې اولنی نوماند دی چې پر سعودي حکومت بربنډې نیوکې کوي. نوموړی د سعودي واکمنه کورنۍ د امریکا لپاره «لنګه غوا» بولي او زیاتوي:
«که دا غوا وچه شي او له غولانځو څخه یې طلا او ډالر نه لوشل کیږي نو هغه مهال به یې یا پخپله ستونی پرې کوو او یا به یې له بل چا سره په ستوني پرې کولو کې مرسته کوو».
ټرامپ وايي چې د ال سعود کورنۍ په شمول د امریکا ټول دوستان او دښمنان په دې حقیقت پوهیږي.
نوموړی د سعودي واکمن نظام ته په خطاب کې وايي: «داسې فکر مه کوئ چې هغه وهابیان به ستاسې تر څنګ ودریږي چې تاسې په نړۍ کې د وژنو او وحشت د خپرولو په هدف راپیدا کړي دي، ځکه چې دغه خلک ستاسو له غیږې پرته د ځمکې په هیڅ کونج کې ځای نه لري، دغه خلک به اخر هم تاسې ته بلا ګرځي، تاسې به راپرځوي او ژوندي به مو تر ستوني تیروي».
نوموړي له ان بي سي تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړه: «که مونږ وغواړو یا ونه غواړو خو په مونږ کې داسې کسان شته چې د سعودي حمایت یې کړی، زه یې د ملاتړ مخالف نه یم خو زمونږ د پریمانه لګښتونو په مقابل کې دوی مونږ ته هیڅ نه دي راکړي، دوی باید زمونږ دغه پور ادا کړي».
ټرامپ وايي چې ډیر ژر به سعودي د داعش له لاسه په غټې بلا واوړي او بیا به یې مونږ ته د مرستې لاسونه نیولي وي. نوموړی زیاتوي، که مونږ نه وای نو سعودي حکومت نه دومره دوام کولی شو او نه یې د پایښت امکان و.
دونالډ ټرامپ د سعودي له واکمن نظام څخه غواړي چې د خپلې شتمنۍ درې څلورمه برخه امریکا ته ورکړي ځکه چې د امریکا په مرسته او ملاتړ د سعودي حکومت په عربي جزیره کې ټینګ پاتې دی. نوموړی زیاتوي که د سعودي واکمنان د خپلې ټولې شتمنۍ نیمايي برخه هم امریکا ته ورکړي، بیا هم کمه ده؛ ځکه چې د نوموړي په باور، د امریکا د مرستې او ملاتړ کچه تر دې ډیره زیاته ده.
فه اسلامي هيوادونو كي هغه كورني جه فه شاهي دول حكومت كوي ددي فه خاطر جه نظام او قدرت يي صدمه ونه ويني دخفل زان دعزت تاريخ او حتي له اسلام سخه هم تير دي خو جه قدرت يي محفوظ فاتي شي له دي دلي سخه يو هم دالسعود كورني ده جه كلونه دا كورني فه سعودي باندي حكومت كوي خو دامريكا فه غلامي.كي د سعودي حكومت تول تيل فطرول امريكا ته صادريزي دسعودي حكومت له هغو ممالكو سره كومك كوي جه أمريكا ته قبول وي مثلا كله جه محمد مرسي دانتخاباتو له لاري فه مصر كي واك ته ورسيدلو… نور لوستل »
یوه ورز به دا پیغور ع او غ ته هم متوجه سی. د بل بابا په زور سی سوک حکومت کوی نو ننگ او غیرت نه دی تیر سی .
الله ج دی د افغانستان مسلمانانو ته همت ورکری چی نه یوازی خپل وطن له داسی پیغورو خلاص کی بلکه د عرب جزیری ته هم مرسته ورورسیژی او هغوی هم له دی شرمه خلاص کی زکه نه یوازی سعودی په دی مرض ککر ده بلکه له قطره نبولی تر کویته او له کویته تر دیرو نورو پوری دا بلا غزیدلی.امین