fbpx

دشهید مستسعد ژوند او اند

mustaseadشهیدملامحمدحسین مستسعددمرحوم مولوي محمدفیض الحق صاحب زوي  پر ۱۳۹۳هق ،مطابق ۱۹۷۲ز،کال دزابل ولایت دشملزوولسوالۍ دنسوزوپه کلي کي په یوه جهادي  اوعلمي کورنۍ کي زیږیدلی دی . لومړنۍ عصري اودیني زدکړي له خپل پلاراومشرورورڅخه ترلاسه کړي  اوپه ۱۹۹۳ز،کال کي یې دبلوچستان ایالت مرکزکوټه کي ددیني علومودزدکړي ترڅنګ دګورنرموسی کالج  لوستی دی  .
په ۱۹۹۴ز،کي چي  دطالبانواسلامي غورځنګ دشراوفسادپرضد قیام وکړ، مستسعدتکمیل اوفراغت ته نژدې زده کړي پرېښودلې اودهمدې تحریک  یوفعال غړی شو.

شهیدمستسعددافغانستان داسلامي امارت دواکمنۍ پرمهال دعلومواکاډمۍد رئیس اوداداره اموردمرستیال په توګه  دندي ترسره کړي دي .ارواښادمستسعددعالي ارمان ،روڼ فکر،ټینګ عزم ،غښتلي استعداد،پراخي  مطالعې اوژوري پوهي څښتن مدبرشخصیت ؤ. په پښتو،دري ،عربي ،اردواوانګریزي ژبویې لیک اولوست کولای شوای .که له یوې خواددیني اوعصري علوموعالم ؤ،نوبل طرفته بیایوهڅاند مؤرخ ،تکړه لیکوال ،منصف څېړونکی اوښه شاعرهم ؤ. په بیلابیلوفورمونوکي یې ازاداوقافیه وال شعرونه لیکلي دي .په سونوسیاسي ،تاریخي اواجتماعي مقالې ،ادبي اوطنزي لیکني اولنډي کیسې یې لیکلي دي .اوپه ځانګړې توګه یې لاندي چاپ اوناچاپ اثاریادولای شو.
چاپ :دامام اعظم ابوحنیفه رحمه الله دژوندانه بیلابېل اړخونه ،
دسنګرطالبه مبارکۍ ته به درځم
شپېلۍ مي مه ماتوئ (شعري ټولګه )
اودعلامه رشادپر«دتودووینوحمام افغانستان شو»(شعري غونډ) سریزه اوزیاتونه .
ناچاپ :طالبان په افغانستان کي له راشده خلافته تراسلامي امارته
اسلامي خلافت ،
اصحاب صفه،
ژوندۍ خاطرې ،
اسلام اونوی ساینس ،
متفرقي مقالې،
لنډي کیسې
اویوه شعري مجموعه .
شهیدمستسعددمتفرقوفرهنګي هڅوڅخه علاوه دتوکل په نوم دیوې ادبي ،علمي اوجهادي مجلې دمؤسیس اوچلونکي اودخیرجلیس علمي ټولني دبنسټګرویاړهم لري .
ارواښادشهیدمستسعددفرهنګي جهادسربېره دعملي وسلوال جهادمورچل هم ګرم ساته دامریکایې او…..ښکېلاکګروځواکونوپرضدیې ددین اووطن په دفاع کي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کولې خپل عالي هدف (اعلاء کلمة الله اودالله تعالی رضاء )ته درسیدوپه لارکي  دمال اوځان ځارولوته  تیارؤ. هوکه په نظامي ډګرکي یې ددین اوپت ساتني په موخه له غلیم سره ټټرواهه ،نوپه  فرهنګي میدان کي یې بیاددښمن له خوادپیل شوي کلتوري یرغل اونفسیاتي پروپاګندپرضدپه ژبه اوقلم اغیزمنه مبارزه کوله .په خواشینۍ سره چي دتوري اوقلم یادشوي اتل «مستسعدشهید»د۱۴۲۸هق ،درجب پر۹مه نیټه چي د۲۰۰۷ز،دجولایې له ۲۲مي سره سمون خوري دزابل ولایت دشملزوولسوالۍ دابازوپه کلي کي دامریکایې یرغلګروسره دمخامخ پنځه ساعته نښتي په پایله کي دشهادت لوړمقام ته ورسید.انالله واناالیه راجعون!
داهم تاسي اودشهیدمستسعد(رح )دمنظوم اومنثورکلام بېلګې :
زماقلم چیغي وهي !
هغه غواړي کوم څېړونکی ،مؤرخ یاژورنالیست پیداکړي ترڅودمیرویس نیکه دغورځنګونو،داحمدشاه بابا دسوبو،دغازي محمداکبرخان ،عبدالله خان اڅکزي ،ملامومن غلجي ،عبدالباقي مجددي ،دملامشک عالم دغزاګانو،غازي محمدجانخان ،میرمسجدي خان اونورودپردیوپه وړاندي دپیوستون دغازي محمدایوب خان دفتوحاتودملالۍ دغیرت اوجرأت یوه کیسه ورباندي ولیکي .
هغه غواړي چي دده په وسیله کوم دویښ وجدان خاوند،کوم دخپلونیکونوریښتونی وارث کوم دهیواددموراصیل بچی ،کوم دخپل دین اوناموس پرسرننګ کونکی زلمی ،کوم له خپل راتلونکي تاریخ نه دشرم اوحیاکوونکی مشرپیداشي دامیرکروړحماسه ،دبابا هوتک ناره ،دغازي محمداکبرخان اونایب امین الله لوګري دغوځنګونوکیسه ،دایوب خان معرکه اودملالۍ ټپه ورباندي ولیکي .
زماقلم دیو داسي رټل شوي یتیم په څېردی چي تربورانوله خپله کوره شړلی وي اوچیرته دکوم پاڼ بېخ ته ناست دکوم مرستندوی لاري څاري ….
زماقلم دهغه لارورکي مسافرپه شان دی چي په کومه لویه دښته کي لارورنه ورکه وي ،په سخت توپان اوسیلۍ کي راګیروي ،لاس ترزني ،شنوزوهلی ،په غمونوکي ډوب اودوحشي ژویوله ډاره دخپل نامعلوم برخلیک په وېره کي نغښتی دکوم غارپه خوله کي دکوم لارښوددراتلوپه هیله دخپل ژوندانه وروستۍ شېبې شماري .
زماقلم چیغي وهي چي خپل مسؤلیت اداکړي …زماقلم کریږي وهي چي خپل رسالت ترسره کړي …زماقلم لېوال دی چي راتلونکونسلونوته دخپل وحشي دوران څوډارونکي صحنې څولړزونکي انځورونه واستوي …ځکه دااوس قلم اودنن ګوتي به سباته نه وي پاتي ،ځکه نوګوتي قلم ته په ژړاشوې «خط به باقي وي موږبه توري خاوري یونه »[دسنګرطالبه مبارکۍ ته به درځم ۱۵۲-۱۵۴مخونه ]
دبلال کړیکه
اهريمن خوښ دی چې نن زما ښکلی جوهر رانه وړي
واک  مي په زور ، توره په فريب ، دين په منتر رانه وړي
د سره ښامار له شرميدلې ماتې ونه شرمېد
کفر يوشوی دی اسلام مو په اشر رانه وړي
له واتيکان نه راستون شوي يو زاړه لاس پوڅي ـ
چاته ويل : د حسين سر به نن شمر رانه وړي
منحوس صليب مو کور او کلی نن په سر اخيستی
زموږ عقيده د مسيحا د ژوند نظر رانه وړي
د بدلمنو و سنګارته يی کورسونه جوړکړل
حياد پيغلو مو ځپي او شال د سر رانه وړي
څومره احمق دی زما له دينه ناخبره غليم
د دين په تور د پلار نيکه ښکلی هنر رانه وړي
غليم له وخته دې ته غلی دی چې لاس يی بر شي
په نوم د سولې راځي زما د لاس خنجر رانه وړي
د آزادۍ طلايي وړانګو ژرسئ وځليږئ !
د تورو شپو لښکر راغلی  روڼ سحر رانه وړي
د بابا تورې وچليږه ايماني جګړه ده
د پت کيسه ده پخوانی نوم د ټبر رانه وړي
د بلال کړيکه د درد نه ده د ايمان نښه ده
احد احد يی عقيده اثر د شر رانه وړي
د احرار چيغې د هيواد په غرو کې و  آزانګه
غليم و تيښتې ته چمتو دی اوس روغ سر رانه وړي
 
خپلواکي
نه په اوښکو څه باورشته نه په اوښکو ودانيږي
نه په چيغو راستنيږي ، نه په چيغو پيداکيږي
خپلواکي کيسه د برم آزادي د عزم نوم دی
غلامي کي د خپل برم کيسه بل چاته نه کيږي
په ځنځير تړلي چا دي کوم محفل ته رابللي
ځنځيرونه به خلاص نشي ځنځيرونه شلول کيږي
چاويل چي غليم هم يو وخت پر موږ دی رحمېدلی
رحم تل غليم نه تښتي ، غليم رحم نه شرميږي
د نيکه ګټه په توره د بابا فتحه په توره
ميرويس کله پخلا کيږي احمد کله راستنيږي
اکبرخان مي رانه ورک دی ايوب خان مي رانه تللی
نه ميوند کي شور او زوږ شته نه کابل بياراخوځيږي
نه ټپه شته د ملالې نه ناهيد د تکبير ږغ کړي
خدايه مه راولي بد وخت چي به خوندې پردۍ کيږي
ګل غوټۍ مي خدايه څه شوه هم غازي ادې ده ورکه
غوټۍ تل ګلان ګلان شي ګلان کله غوټۍ کيږي
ځوانيمرګه ياره واوره د ځوانۍ وار به دي اخلم
که نړۍ رانه بيليږي ، که نړۍ راته يو کيږي
ليرې تللو مساپرو د ژوندون مزه همداده
چي شرنګا د زولنو نه دې غليم بيزاره کيږي
دابه کيږي هابه کيږي خو د توري يو پړک غواړي
چي هيواد يوځل آزاد شي ، هيواد بيرته ودانيږي
داحرار قلمه ځارشم تر تيره توره کم نه يی
هم مي غم له زړه نه باسي هم غليم باندي سوځيږي
 
خبر
چاویل چي پرون بیادهغه سترمیوندپه خواکي
دهلمنددسیندپه څنګ کي دجروم ستره بیدیاکي
دداوردپلازپه چم کي دایوب دپلونوخواته
دحسن میمندي کورکي داشرف په قتل ګاه کي
دملالي اوسرداري درزمونوپه ډګرکي
دحبان په مدرسه کي اودبست ستره کلاکي
کړوسی دمکناټن ؤاولمسی دکیوناري
په ګړځن میدان راټول وودهلمندپه لوصحراکي
ورثه دهغه چاووچي پیړۍ پخواپه تیښته
تښتیدلي ،له دې ځایه دغرمې ګرمه هواکي
یودشنوسترګوعسکرپه بیړه بیړه راروان ؤ
ترڅوتوغ دخپل هیوادورپوي زموږپه فضاکي
قهرمان زموږدقرن له حجرې نه پرې ورږغ کړي
چي احراردلته ژوندي وي شئ به مات څلورم پلاکي
 
شپيلۍ مي مه ماتوئ!
شپيلۍ مي مه ماتوئ!
دا مي د خوږ بدن دتير وخت حماسې ږغوي
دا دوختونو د اتل يوه ويرنه وايي
د زخمي شوي ، خو ژوندي زړګي د هيلو آواز
د طوفانونو په سيلۍ کي چي له هرې خوا نه
زما د غربت دغه جونګړه د غضب په کاڼو
په يوځل نه په څو څو ځله ولي
غواړي چي نه ږغيږم
زه مي د برم کيسه هيره کړمه
زه مي د تيروخت د وياړونو نکل
په تورو شپوکي د نغري په خواکي
و کوم ماشوم بچي ته ونه کړمه
زه به دانه وايم چي زه يو وخت کي
د دې نړۍ د اتلانو د کتار غړی وم
زما له هيبته ! د سکندرلښکرې ورپېدې
زماله همته ! د چنګيز لښکرې ولړزيدې
زه په آسياکي د جلال او کمال نښه وم
زما نيکونو به په واز کومي په وياړ دا ويل:
له ما اتل نشته
زه به نو اوس نوره توبه کاږمه
ها د نړۍ د استعمار د غلامۍ له ګناه
چي ماهيڅکله په ځان نه منله
دا خو لاڅه کړې مابه کور د برنس وسوځاوو
مابه مکار او مستکبر مکناټن
د نړۍ خور لښکر له مينځه لاس تړلی بوته
ماد نړۍ  د مغرورانو د لښکرو جوپې
په کاڼو پوپناه کړې
زه به توبه کاږمه
زه د ميوند د ډګر هغه ګناهکار زلمی يم
چې زما د توري ځلا ټوله نړۍ هيښ هيښ کړله
په څوګړيو بيخي نيمه ورځ کي
ما د نړۍ د اتل پښې ماتي کړي
زما د ميوند هغه ملاله به اوس
له خپله سره  ها سورشال غورزوي
هاغه چي دې د سترميوند پرډګر
په لوړه چيغه چاته داسي ويل
ته په ميوندکي ځان شهيد کړه
زه به سورشال ستا پرزيارت وغوړومه
ها ملالۍ به نور بيا هغه ټپې نه ږغوي
هغه به نور د شهادت لپاره
ځوانان د ننګ ډګر ته نه رابلي
نور به د ننګ او د پيغور هغه زاړه وَيونه
هغه د توري او د جنګ ، ها ميړني وياړونه
زموږ د کورګي د ستر قاموس له مينځه و ايستل شي
او ملالۍ به د ګناه د کفارې په توګه
ونړيوالو ته دتل پاتي توبې په توګه
ها پاورونکې ټپه
ها دوياړونو نغمه
ها د بري قومانده
نوره له خولې اچوي
نور به شهيد زما د ترويزم داعي
اتل غازي د نړيوالو ياغي
په نوي نوم او نوی راګ يادوي
هو! زه هغه يم او همدامي ګناه
چي پر نړۍ يو سور ښامار ګرزيدی
په وازه خوله پر هر ديار ګرزيدی
نه چا د بم په زور شړلاي شولو
نه يي ټوپک باندي ويشتلاي شولو
نه يي داتمه وه چي وبه ګرزي
نه يي خپل ځان ترې پټولاي شولو
ما د خپل رب او خپل ايمان په توکل
د خپلواکي او استقلال په تکل
د ميړنو پلرو وياړمن تاريخ مو
تکرار اوو په هرګام او هر پل
هو! زه فاتح شومه يو داسي فاتح
چي نه مي نوم اونه نښان وګاټه
نه مي زخموته چا پټۍ ورکړله
نه مي خپل کور کلی او ځان وګاټه
له سره ښاماره مي نړۍ خلاصه کړه
بس ما ايله څيري ګريوان وګاټه
د هوسونو او قدرت مرېيانو
زما اتلواله په اوبو لاهو کړه
زما د ګاونډ د حريصانو ټولۍ
زما د کور د بدبختانو غدۍ
زما کلی ړنګ کړ زما يي کور په کنډواله بدل کړ
زما د کلي د عزت ، ناموس بازار ولګيد
زما ټاټوبی د يتيم ، کونډې انځور وګرزيد
زه نور لوټلی او بې وزله شنوز وتلی غوندي
لکه لار ورکی مساپر چي د سيليو په يو غټ توپان کي
چيري يو غار کي د خلاصون په تمه
په ناهيليو لاس تر زنې ناست وي
له ما ژړا او خندا ورکه وه په ځان حيران وم
زه پر اولاد ، مال او ناموس او پر ايمان حيران وم
بيا يوه ورځ او په ناڅاپه ډول
زما له غرېوه ، زماله درده ، زماله بدې ورځې
زما د افغاني همت د وينو تيلو
زما د ايمان په اور ډيوه بله کړه
زما د خټين جومات په څنګ کي له ها خړې حجرې
د رڼاګانو يو کاروان تيار شو
په قرآني ګيڼو ښائسته زلموټو
لکه د زاڼو کتارونه جوړ کړل
لکه غاټول په يوه  سپيره بيدياکي
په ټوکيدو يي ګلشنونه جوړ کړل
کاروان مو خپل ، ساروان مو خپل د نيکمرغۍ په هيله
د خپل ويجاړ هيواد د بيرته آبادۍ په هيله
موټې مو بډوهلې  څو چي غداران وشړو
زما د ګټلي وياړ پلورونکي خائنان وشړو
دا د کور غل او د بل مل ناځوانه
دا ورانوونکي د کابل ناځوانه
دا په نيتونو او عمل ناځوانه
نور په دې کلي او دې کور د پاتيدلو نه و
نور د شهيدملت له خوا هيڅ دبخښلو نه  و
نور  دا لوچه زموږ  د چم د اوسيدلونه  و
د سره ښامار و غلامانو ته يي لاس ورکړ
و پرزېدلي کمونسټ ته يي بيا آس ورکړ
د غليمانو لاس وهنو ته يي پاس ورکړ
کاروان روان و و او رڼايي زياتيدله پسې
د ابابيل غوندي په شګويي پيلان شړلو
چيرته چي ولاړ په هغه ځاي به يي ګلان شيندلو
د تورتمونو د نړۍ په زړه لرزه ګډه شوه
چيغې شوې، شورشو او غوغا جوړه شوه
د شو پر کو په ټولي کې واويلا جوړه شوه
د رڼاګانو په ليدو پتنګان وموسيدل
د قربانۍ په تکل ټول مؤمنان وخوځيدل
لړۍ لړۍ شوه نړۍ
د تورتمونو لړۍ
د رڼاګانو لړۍ
د وحشتونو لړۍ
د قربانيانو لړۍ
تياره اوس خوځي او رڼا ورکوي
شمع رپيږي پتنګان غواړي
پتنګ مجرم شولو د شمع په ننګ
رڼا تياره دواړه اخته شول په جنګ
نړۍ تياره شوه د رڼاځاي شو تنګ
د تورو شپو په ترمږو کي زه پاشلي ستوري
راټولومه ورنه لمر جوړوم
په چيغو چيغو هلته دلته ولاړم
زه مي د ورک کاروان رهبر لټوم
د کوم طور غره پر سر د نور په هيله
د رڼاګانو سر لښکر لټوم
زه د شپيلۍ په زړه غوني ږغ کي
د پلار نيکه د وياړ هنر لټوم
شپيلۍ مي مه ماتوئ !
شپيلۍ مي مه ماتوئ!
[شپېلۍ مي مه ماتوئ بیلابیل مخونه ]
—————
سیدسعید
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د