شعـــــرونه

غزل – نعمت الله پټانزی

نن مې په خوب کې ځنځیرونه دبندي ولیدل
په خـړدیوال مې انځــــــورونه پخــواني ولیدل

څنــګه تعبیرڅنــګه معنــی ورته راجـوړه کـړمه
څنګه یې هیرکړم ډیرخوبونه مې خالي ولیدل

چې دحالاتوپه دامــونوکې یې پښې بندې شوې
ماپه ځوانئ کې دوه یاران په مرګ راضي ولیدل

چې ددوستئ په نوم ریښې وباسي هغه خلک
ماخـــوله وخته دادوستان په خــوب پردي ولیدل

دچل اوول کیسې دنورې په مامه جوړوه
مامې دسوی زړه دردونه نن نري ولیدل

نن مې دمینې په هرم کې چا ګړمبس ونه کړ
نن مــې نازونه له غمـــازڅخه خــوندي ولیدل

د (پټانزی) کلام خــوتل دحقیقت لــټون دی
مایې هرشعرته ډیر لاسونه په تندي ولیدل


نعمت الله پټانزی
۱۳۹۴-۰۶-۱۱
شرین تګاب ، فاریاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x