افغانستانځانګړي راپورونه

حامد کرزي ناویل شوي حقایق وسپړل

نن ټکي اسیا (جمعه، وږي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): تېره اوونۍ پخوانی ولسمشر، حامد کرزی له طلوع نیوز ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې چې په سیرینا هوټل کې ترسره شوې وه، پر افغانستان د خپلې دیارلس کلنې واکمنۍ او په هېواد کې د امریکایانو له ځینو کړنو څخه پرده پورته کړه. کرزی که څه هم کله ناکله په افغانستان کې د امریکا له پټو کړنو پرده پورته کوي؛ خو دا لومړی ځل دی چې په دومره تفصیل او جزیاتو سره پر ځینو تېرو پېښو غږېږي.

تر ټولو سخته پرېکړه

کرزی وايي د حکومت په دیارلس کلنه دوره کې يې تر ټولو سخته پرېکړه له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه وه چې حامد کرزي رد کړه. دی وايي: «له دوه کاله دقیقې او کلمه په کلمه مطالعې څخه وروسته دې نتیجې ته ورسېدو چې دا تړون د افغانستان په ګټه نه دی. دا یوه سخته پرېکړه وه. له یوې خوا د امریکا ګواښ و چې که مو تړون لاسلیک نه کړ، خپلې مرستې بندوو، ستاسو د عسکرو معاشونه نه ورکوو، بودیجې ته مو پیسې نه ورکوو او داسې نور… او له بلې خوا د افغانستان اړتیا سولې او امنیت ته وه. د دې دواړو تلل یوه سخته پرېکړه وه».

کرزی زیاتوي «بلاخره موږ وویل چې تر هغې امریکا له پاکستان سره په خپل چلن کې بدلون رانه ولي، تړون د افغانستان په خیر نه دی او پر همدې پرېکړې مو عمل هم وکړ». حامد کرزي د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل، چې امریکا د افغانستان په پرتله پاکستان ته ډېر ارزښت ورکاوه.

پاکستان په کورني سیاست کې حق غوښت

کرزی د پاکستان په اړه وايي: «د پاکستان له ولس سره مو داسې دوستي ده لکه دوه غبرګوني وروڼه؛ خو څومره چې د پاکستان ولس له موږ سره دوستي کړې ده په هماغه کچه یې استخباراتو موږ سره ظلم کړی».

کرزی وايي د پاکستان له څارګرې ادارې سره هم دښمني نه کوي، اصلاح یې غواړي؛ خو زیاتوي چې پاکستان له ده څخه غوښتل: «د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه منل، موږ ورته ویلي چې دا ممکن نه ده، د افغانستان ولس کله هم دا نه مني. دوی غوښتل چې لږ تر لږه د هند په اړه زموږ بهرنی سیاست کنټرول کړي، موږ کله هم دې کار سره موافق نه و او نه یو. پاکستان زموږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق غوښت چې موږ کله هم نه دی منلی».

حامد کرزی وايي باید له پاکستان سره دوستي وکړو خو د یوه «مستقل، باعزته او د پاکستان سیال افغانستان له ادرس څخه له دغه هېواد سره خبرې وشي».

پر امریکا شکونه

حامد کرزی وايي افغانستان یو کمزوری هېواد دی، نه شي کولای د امریکا د سترو موخو پر وړاندې ودرېږي، خو امریکا باید د افغانستان ګټې د خپلو سترو موخو لپاره قرباني نه کړي. کرزی وايي تل یې له امریکا سره په مخالفت کې خپل غږ پورته کړی او لا به یې هم پورته کوي.

پخوانی ولسمشر وايي لکه څنګه یې چې د پاکستان له سیاستونو سره مخالفت دی همداسې د امریکا له کړنو سره هم مخالف دی. کرزی له امریکا سره خپل مخالفتونه داسې بیانوي: «پر افغانستان د امریکا له بمباردونو شدیداً ناراضه یو او انتقاد پرې کوو، د ترهګرۍ پر ضد یې له دوه ګوني سیاست څخه شدیداً ناراضه یو او انتقاد لرو، له دې چې یو ورځ یې افغانستان دوست وباله او بله ورځ یې پاکستان له افغانستانه نژدې وباله، موږ شدیداً انتقاد لرو، موږ له امریکا یو صریح او مستقیم چلن غواړو، چې د افغانستان په کې تضمین شوې وي».

امنیتي تړون ولې رد شو؟

حامد کرزی وايي، له امریکايي چارواکیو څخه یې شخصاً په دوه اړخیزو خبرو اترو کې داسې څه اورېدلي چې په باور یې ده باید امنیتي تړون تر هغې نه وای لاسلیک کړی چې د امریکا چلن د افغانستان او د «ترهګرۍ د بانیانو» په اړه څرګند شوی نه وي. کرزی وايي: «مثلاً په ۲۰۱۳م کال کې د امریکا لوړپوړیو چارواکیو ورته ویلي و چې موږ باید خپل بهرنی سیاست لږ تر لږه د هند په اړه د پاکستان تر اغېز لاندې وساتو. دا موږ یادداشت کړي دي».

کرزي ویل، د امنیتي تړون له لارې امریکایانو غوښتل چې پاکستان ته امتیاز ورکړي.

ترهګري یوازې د امریکا د ګټو پر ضد ده!

حامد کرزی وايي چې له امریکایانو څخه یې پوښتنه وکړه که چېرې د افغانستان په کلیو او بانډو کې د بم چاودنه رامنځ ته کېږي، ایا دا ترهګري ده؟ امریکايي چارواکیو ورته منفي ځواب ورکړی و.

حامد کرزی وايي، په عراق او سوریه کې د داعش راپورته کېدل شاید د هغو سیمو د شرایطو پایله وي، خو د دغو ملتونو د بدبختیو عمده دلیل د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې وې. خو کرزی زیاتوي چې داعش په افغانستان کې په مطلق ډول بهرنۍ پدیده ده او په افغانستان کې يې پراختیا او وده د بهرنیو هېوادونو د مرستو له امله ده.

په تالار کې د ناستو له ډلې، د اجراییه رييس د دویم مرستیال، محمد محقق د ټیم غړي، محمد ناطقي له کرزي څخه پوښته وکړه چې ولې یې بهرنیانو سره خپلې اړیکې ورانې کړې او مخالفین یې وروڼه وبلل، کرزي وویل: «محترم ناطقي صاحب، امریکایانو بمباردونه وکړل، ملکي تلفات رامنځ ته شول، ایا مهم نه و چې ما ورسره مخالفت کړی وای؟! د افغانانو د کلیو او بانډو بمبار مهم نه و؟! تاسو هغوی د افغانستان خلک نه ګڼئ؟! ایا زموږ د خلکو قتل مهم نه دی؟! د ولسمشر په توګه زما دنده څه وه؟! د امریکا خوشاله ساتنه که د افغانانو له حقونو څخه دفاع؟! که زما دنده د امریکا خوشالي وه، بیا تاسو پر حقه یاست».

«درواغ وايي»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې تل لوېدیزو بنسټونو د حامد کرزي د حکومت پر مهال افغانستان د نړۍ تر ټولو فاسد هېواد باله، کرزي وویل: «درواغ یې ویل، هو، درواغ یې ویل». کرزي وړاندې وویل: «حامد کرزی وايي ماته بهرنیانو د بډو وړاندیز کړی و. هغوی چې دلته د بډو ادعا کوي، همغوی راته وړاندیز کړی و».

حامد کرزي په دغې نوي دقیقه يي مرکه کې وویل، چې په کابل کې د امریکا سفارت د سیګار د مشر او د ده ترمنځ د لیدو مخنیوی کاوه. کرزي وویل: «د سیګار مشر راته وژړل، چې هغه څه چې موږ له افغانستان سره د مرستو په نامه اعلان کړل، دغه هېواد ته مو ورنه کړل».

د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکایانو د حامد کرزي حکومت په خپله رامنځ ته کړ، ولې يې د ورانولو هڅه کوله کرزي وویل: «نړاوه یې نه، غوښتل یې استفاده وکړي، له موږ استفاده وکړي، امریکایانو غوښتل داسې حکومت وي چې د دوی په خدمت کې وي. زه د افغانستان د هغو خلکو له ډلې وم چې د امریکا سخت پلوی وم، اوس یې هم مخالف نه یم، د افغانستان په اړه دې خپل چلن سم کړي، دوست یې یم».

تړون لاسلیک کړه، حکومت وکړه!

حامد کرزی په دې مرکه کې له دې هم پرده پورته کوي چې امریکایانو ورته ویلي و چې که امنیتي تړون لاسلیک کړي، نو کولای شي خپل حکومت ته دوام ورکړي: «کله چې د رایو صندقونه شمېرل کېدل، راته راغلل چې موږ غواړو لنډمهاله حکومت جوړ شي، ته به په کې مشر یې، ما ورته وویل، نه، تاسې باید زما د حکومت هیله ونه کړئ، ځکه که زه حکومت پاتې شم، ناټو او امریکا له افغانستانه شړم. کله چې ډاډه شول، چې زه د واک شوقي نه یم، بیا ولاړل».

کرزی وايي امریکایانو ځکه ټینګار کاوه چې دی باید تړون لاسلیک کړي چې هم یې ځواک زیات و او هم مشروعیت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدی

کرزیی ####### غواړی افغا نانو ته زان ورنږدی کړی دا هغه #### ده چی دقدرت لیواله ده دده فلار دقدرت لیواله وه ورونو یی داسی خیانت کړی دده #### فه مشوره چی حساب نلری وزیرانو یی داسی وینی ځښلی چی حساب یی نشته دده دحکومت فه در شل کی ۷۰۰۰۰ زره بیګناه افغا نان شهیدان شول ۰۰۰ الله دی تباه کړی چی ځوک یی فه زړه او خوله کی کینه نه سا تی الله دغرق کړی ۰۰۰ امین

yousuf

تر هغه به د منافقت رنګ تری لري نشی او منلو وړ وینا به ونه ګرځي تر څو چې کفری اشغال ونه مني، او د کفری ښکیلاک پر وړاندی د مجاهدینو جهاد ونه منی. دا د مکرجن#### ژبه څومره اوږده ده او څنګه له ملائکوو هم ډېر ځان پاکولای شي. د ټولی دنیا کفار يې په زوره کور ته را دیننه شول دا خرزی پکی آزاد حکومت کول غواړي. له دی مکرجن نه پوښتنې لرم چې: له کفره د چا په فتوی د خیر تمه لري؟ الله یې ستا دښمن بولی تا د چا په فتوی د ځان دوست وباله… نور لوستل »

Gul

كرزى صاحب دنر زوى يي دافغانانو په غلولو كى له انگريزه سل قدمه وراندى يي كوم خر كه ستا خبرى ومنى .

اسحاق زاده

دکرزی په اکو بکو باید غوږ ونه ګرول شي شجاع هم په وروستیو کی دمجاهدینو لاره خپله کړه خو جلال ابادته په تښتیدو سره ووژل شو .
اوس غواړی په افغانستان کی دویوه ملی زعم په توګه پاته شي په خارج کی ورته خطره ده دیو سمبولیک حیثیت په خپلولو سره خپله تګلاره غوره کوي .
که په لومړیو کلونوکی دي دا خبری کړی وای نن به هیڅ نه وو….

محمد طاهر

شاه سجاع-ببرک کارمل-حامد کرری-اشرف غنی+ عبدالله عبداالله . له دی کتار نه دوی یو همم زان ایستلی نسی. د حامد کرزی هغه تصویر ته سی ده گمان کیژی په اررگان کی له امریکایی سپیشل فورس یا د سیا خاصو قوتونوسره اخیستی او 2001 کال ده.زه سی دی تصویر ته گورم د ده پتو له زانه راتاو د عسکرو منز کی ولار ده .او په عین زمان کی نوروامریکایانو د تروریزم تر شعار لاندی د B52 الوتکو په مت افغانستان بمبارداوه او اوس اخری حقایق دا شکاره کوی چی امریکا د اتمی برید پلان هم درلود په افغانستان باندی که چیری… نور لوستل »

صلاح الدین

له ډیر پخوانه د علمای کرامو دا فتوی وه، کوم کس چې ځان ته مسلمان وایې او د مسلمانانو پر ضد د کافرانو سره لاس یو کړی او د اسلامی نظام د پرزولو کوشش وکړی دی مرتد دی. سیاف به دهجرت په دیار کې ویل چې ظاهر شاه ځکه کافر شوی چې د ده حاکمیت پر مهال به خلقیانو او پرچمینانو په خپلو ورځپانو کې کفری لیکنی او نشرات کولو او ظاهر شاه به ورته څه نه ویل په داسی حال کې چې حاکم او زمامدار وو. خو د کزری د حاکمیت پر مهال کفری لیکنی خو لا پریږده مخامخ… نور لوستل »

قاري سعيد خوستى

كاكا موژ پوهيژو چي ته اوس هم د صليب دوست يي او اوس امريكا غواڑي يو جعلي اتل درسخه جوڑ كڑي او يو وار دي بيا په ولس وتپي
كه ته رشتيا له امريكا سره حساسيت لري ولي دي اوس امريكايي لوڑپوڑي ديپلوماتان سهر او ماشام ميلمانه وي ؟
عجيبه داده چي د ۱۴ كاله واكمنى په وروستي كال ته دومره هوشيار شوي او دامريكا ضد اظهارات دي شروع كڑل

اونخیوال وردګ

کرزئ اوس پوه شو چي باید دملت رضایت واخلم
نه
نه
نه
کرزیه ځان نه شې خلاصولای ته هماغه یی چی په لومړی ځل دی په افغانستان کې د ډیموکراسئ تهداب کیښود
والله ستاسو له کړنو به شاشجاع هم شرمیدلئ …..

استاد اسماعیل سعادت له کونړه

حامد کرزيه :
دا درسره منم چی په فزيکی ډول دې يو څه کار کړی دی مګر دا راسره هم ومنه چی افغانستان دې د غلامۍ طرف ته روان کړی دی، او د خلکو ذهنيتونه دی د کفر طرف ته روان کړی دی

kadir mohmand

غـــــــلام : غلام غلام ده تـــورو سپین نه غــواړی خاین خاین ده فارسی و پښتون نه غواړی وطنفروشان سابقه شاه شجاع، ببرک نسبت به این وطنفروشان جدید کرزی (ع ، غ) هزاران مرتبه شرف داشتند. «وقتی شاه شجاع با تاثر داخل بالاحصار کابل گردید و چون عمارت سلطنتی را بعد از سی سال دربدری بدید به سختی بگریست، زیرا موقف او بسیار دردناک بود و بعد از تاج پوشی در قندهار بوضاحت درک کرده بود که انگلیس او را مغبون ساخته و اینک در دست دشمن فریبنده خارجی جز آله بیجانی نیست.». ښاغليه غلام بچه کرزيه! تاسي په دې نه… نور لوستل »

مرشد

كرزي يقىنا چی غلام دی خوغلامانوکی هم تفاوت وی کرزی داشرف غنی نه هوشیارغلام وه خونسبتا خه وه

اسحاق زاده

داملت اوس هم سترګی او غوږنه نلری کرزی چي نن بی قدرت شو نو هیوادپال اوملت پال مسلمان شو داسلامي نظام دړنګیدو اومسلمان ملت دمغلوبیدو عامل اونړیوال جاهل دي

بلاغ

كرزی ډیر بی پته شیطان دی کله د مسعود پر قبر ساندی وایي کله بیا امریکا ته نڅیږی کله بیا پرخوار اولس د توغندیو د اورولو امر ورکوی کله بیا د اولس شتمنی د خپلو ورڼو په وسیله چوروی کله د پاکستان څخه ژاړی او حال دا چې د مسائلو د نه حل اصلی عامل دی خ‍ذله الله تعالی وذله ذلا عظیما

صابر

کرزی دچنګړی زوی ده داصیلی زوی نه ده نه یوه خبر لری نه یو تعهد او چرسی هم زیات افغانان به فه دی خبر نه وی چی کرزی چرسی ده یو ملی خاین ده ده شاشجاع ورسخه شرف لرود دجنوب غرب رنګه یی بده کړه دفشتون عزت یی خراب کړ دافغانستان ملت یی فه فساد اموخته کړل غلا او چور یی وکړ دا دوږی زوی ده نه دخان زکه خو یی له غلاو لاس نه اخیست دارغنداوو تول باغونه یی فه شمالیوالو او امریکا یانو لوټ کړل۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰نور به څه ورته ووایو وروڼه یی دشرلبو ډک جامونه نوش کوی او دشمال… نور لوستل »

شهيده اکرمي ميدانواله

داسي درواغو او چټياتو ته بايد مونږ تاسي غوږ ونه نيسو ، دکرزي له لاسه ټول افغان ملت تباه او برباد شو او لا بربادي په مکراو شيکوه کي تر شادي کم نده تنها غواړي چي افغانان خطا باسي نور هيڅ .

Back to top button
15
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx