اوزکار انفیل دمصنوعي زړه په توسط سره ژوند کوي

turkiwithartificialheart2(نن ټکی اسیا ۲۰۱۲/۰۹/۰۴) اوزکار انفیل چی دترکي اوسیدونکی دي له ډیره وخته څخه یی دزړه تکلیف درلود چی په اخیر کی یی له سابندي او دتنفس له تنګی څخه سخت شکایت کاوو. نوموړی دترکیی په لویدیځ دانطالیا په ښارکی یوه روغتون ته له نن څخه څلور کاله مخکی مراجعه وکړه

چی له تشخیص او لازمو لابراتواري معایناتو څخه وروسته دډاکټرانو له لوري ورته وویل شوو چی داوزکار دزړه دبرونکایی رګونو التهاب پیداکړي دی او دغه لامل دی چی له سا تنګي سره مخ دي اوپه اړونده روغتون کی یی لازمه درملنه پیل شوه. خو له درملني سره سره داوزکار روغتیایی حالت پرځاي ددي چي ښه شي نور دخرابیدو په لور روان وو، چی وروسته ښاغلي اوزکار دپرمختللی درملني لپاره دبحرالمتوسط یونیورستي روغتون ته مراجعه وکړه. دغه روغتون له ابتدایی ازموینو څخه وروسته دډاکټرانو له لوري ورته وویل شوو چی زړه یی نور مکمل له کاره وتلی دي او دنوموړي نوم یی دترکیی دروغتیا وزارت دهغو ناروغانو په لیکه کی شامل کړ څوک چی بل زړه ته ضرورت لري اونوموړي یی په دغه روغتون کی ترملنه لاندي ونیوي خو دڅلورو کلنو په تیریدو سره بیاهم اوزکار په دی ونه توانیدي چی ځانته مناسب زړه ومومي. چی اخیر کی ډاکټران مجبوره شول ترڅو دنوموړي په موافقه سره ورته مصنوعي زړه جوړ کړي. هغه وو چی د بحرالمتوسط دپوهنتون دډاکټرانو یوي ټولني چی مشري یی ډاکټر عمر بایزید کوله داوزکار لپاره مصنوعي زړه تیارکړ، اوزکار دغه زړه په لاسي بکس کی ورسره ګرزوي اوتراوسه پوري ددغه مصنوعي زړه په توسط سره عادي ژوند کوي.

روز فضل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د