نظــر

لویدیځ او انسانیت ‬(؟)! – لومړۍ برخه

لیکوال: طارق احمدزی

ډیر حیران سوم!

د لویدیځ د انسانیت په اړه مې واوریدل کیدای سې نوموړي کس به له کوم بل اړخ ورته کتلې وي، خو ماته د خپلې عقیدې، فرهنګ او همدارنګه د انسانیت د اصلي معنی له اړخه بیخې غلطه ښکاره شوه. په لنډه توګه انسانیت په دې ټکو کې راټول شوی: ټولنیز والی،سړیتوب، پالنه، ادب، عاطفه او نیک اخلاق….

لويديځ به د انسانیت په هره معنی کې وڅیړو بیا به یې د عقل پر (تله) وتلو، چې تر ننه څومره د بشريت په گټه او څومره يې د ځان لپاره بشريت او انسانيت قربانې کړی. تر ټولو لومړی چې باید تر يوې سپکې څيړنې لاندې ونيول سي د لویدیځوالو اخلاق دي.

د تعجب خبره ده چې د انسانيت او د بشریت د حقوقو دعوه کونکي د (نشن مسټر) مجلې د جنسیو تیریو په نوملړ کې (انګلیس، فرانسه، المان، کانادا، سوید…..) په ۱۰ لومړیو هیوادونو کې راځي چې یوولسم اټالیا او دیارلسم ځای امریکا خپل کړی.

په لاندې شمیرنه کې چې د امریکا له دولت سره ثبت سوې هغه کسان چې له ۱۸ــ۳۰ او ډیری یې له ۱۸ کلونو څخه لاندې نارینه او ښځینه دي چې په جبرې توګه د جنسي اړیکو ښکار سوي. د یادونې وړ ده چې ۶۰ سلنه ورته پیښې بیخې نه ثبتیږې.

(ار اې آی ان ان) موسسه چې د جنسي تيريو د څيړلو ملي شبکه بلل کيږې د شمیرنې پر بنسټ د جنسې تیریو ۴۴٪ قرباني له ۱۸ کلونو ښکته ښځې ورکوي او ۸۰٪ یې له ۳۰ کلونو څخه ښکته عمرونه لري، همدارنګه ۳٪ نارینه په خپل عمر کې حد اقل یوځل د جنسې تیری ازمایې چې ۷۱٪ یې له ۱۸ کلونو ښکته عمرونه لري. همدارنګه د امریکا د ۲۲٪ بندیانو د بند یوازینې علتونه جنسې تیري دې چې په کال کې دا شميره (۴۲۰۰۰۰) کسانو ته رسيږې.

همدارنګه د سازمان ملل په یوې بله شمیرنه کې راځي چې په هر ۱۰۰٪ ځوانو ښځو کې ۶۰٪ حد اقل یو ځل جنسې تیری تجربه کړی، چې په اخیرو ۱۳ کلونو کې د ښځو او نرو په گډون دا شمیره (۴۲۲۰۰۰۰) تنو ته رسیدلې او لا هم ورځ په ورځ په زیاتيدو ده. له دې شمیرنې سره هغه جنسې اړیکې چې د نسبتا جوړ جاړي په ترڅ کې را منځ ته کیږې بیخی د پرتلې وړ ندي او نه د دیموکراسۍ په چوکاټ کې کوم جرم بلل کیږې.

د پارنګرافی(جنسې احساساتو) د معتادینو احصایه:

۱) په مجازې نړۍ کې ۱۲٪ جال پاڼې پارنګرافیک دي چې په ټوليزه توگه (۲۴۶۴۴۱۷۲) سایتونه کیږی البته په نوې څیړنه کې یاده شمیره (۴۵۰۰۰۰۰۰ ) ته رسيدلې، چې تقريبا د ټولو جال پاڼو (servers) خپله د لویدیځوالو له لورې کنټرول کیږې.

۲) په هره ثانیه کې (۲۸۲۵۸) کسان له پارنګرافیک سایتونو څخه کتنه کوي چې په ټوليزه توگه د یوې ثانيې مصرف (۳۰۷۵) ډالره کیږې، چې د دې ستر انساني او اخلاقې جرم ګټه ټوله لویدیځو هیوادو ته ور روانه وي .

۳) د امریکا (۴۰۰۰۰۰۰۰) وګړي په رسمي او قانوني توګه د پارن غړي دي، یا په بله معنی ویلای سو چې له هر چا سره د جنسي اړیکو د ټینګولو او پیسو د راټولولو لپاره رسمي لیسانسونه لري، چې په هرو درې کسانو کې یوه ښځه شامله ده او ۷۰٪ یې له ۱۸ تر ۲۴ کلونو پورې عمرونه لري.

۴) هره ورځ ۲.۵ بلیونه ایمیلونه د پارن په اساس شریکیږې، دا د لویدیځ د ستر انسانیت گټه ځان، دوهمې او درمې نړۍ ته ده.

۵) هره ورځ د ټولو انټرنتې کتنو ۲۵٪ چې په ټوليزه توگه (۶۸) میلیونه ځله کیږې دپارن له جالپاڼو څخه وي.

۶) په لویدیځ کې د اول ځل لپاره په منځنۍ کچه یو انسان د ۱۱ کلونو په عمر د پارن د ویدیو کتلو ته مخه کوي او بیا په منځۍ توګه د ۱۶ کلونو په عمر دا شومه پديده ازمایې.

۷) د یوې شمیرنې پر بنسټ (۱۱۶۰۰۰) ځلې د ماشومانو له لورې د پارنگرافیک ویدیوګانو کتنې ثبت شوي چې عمرونه یې د ۱۱ کلونو په شا او خوا کې ول.

نو! دا د لويديځو هيوادونو اخلاق او ثقافت ده، هلته د انسانیت او حیوانیت تر منځ فرق په نیم متر ټوټه کې پیدا کیږې، چې عادتا یې د خپلو شرمګاوو دپټلو لپاره کاروي، که چیرې کوم ځای جنسې خواهشات پرې غالبه کیږې نو بیا دا عادت هم ورسره مخه ښه کوي، ځکه د هغوی په منځ کې د جنسې اړیکو د اشباع لپاره د شرم او پولو په نوم څه شتون نلري.

لویدیځوال خپله پر دې اقرار کوي: د انسانان او حیوان تر منځ توپیر عقل ده. چی دا عقل یوازې د ساینسې پرمختګنو او د ځان هوساینې لپاره کاروي تر دې ور هاخوا د جنسي غرایزو د سړولو لپاره ازاد ده.

کله مو په دې سوچ کړی:

د ښځې له ښځې او نر له نر سره د اوسیدلو رسمي پریکړه په لویدیځ کې وسوه، ولې چا له هم جنس څخه د تولد او تسلسل په اړه اندیښنه ونښوده؟!

د (ایډز) سرچینه لویدیځ نه ده؟!

نن په لویدیځ کې ښځې د وینزو او نران د غلامانو په څیر په مډرنه توګه د موقت وخت لپاره د پیسو په بدل کې د جنسي اړیکو لپاره نه کرايه کیږې؟!

په لویدیځ کې د ودونو سوچ ولې له سره الوتی؟!

په لویدیځ کې له حیواناتو څخه د جنسې اړیکو د اشباع لپاره په ازاده توګه کار نه اخیستل کیږې؟!

په امریکايي زندانونو کې ښځې او نر له انسانانو او حیواناتو سره په حیواني توګه د جنسې اړیکو لپاره ونه کاریدل؟!

په اخلاقي فساد کې دا د لویدیځ د انسانیت ډیرې وړې نمونې دي

نور په دوهمه برخه کې…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمسور

په قلم دې برکت شه ډېر جالب معلومات دي هیله ده غرب ته مائل یادغرب تقلیدکوونکی نور دغرب دنفرت په اړه فکر وکړي خو راته بعیده معلومیږي ځکه هغه څوک چې دانسان دخلقت اورسالت په راز څه ناڅه پوه شوي اوغواړی انسان خپلو ارزښتونو او خپل اصلی هویت اواصلی دندې ته وروګرزی اودانسان اوحیوان ترمنځ چې کوم توپیردی معیارونه دی هغه اعاده کړي دداسې خلکو ځای یاشاهق الجبل یاجیلونه دي .دادهغه مشهورې کیسی ښه مصداق دی چې وایي : په کوم ملک کې لیونۍ اوبه اوریدلی وي نودملک ټولو اوسیدونکو وڅښلې یوازی دوخت پاچا چې داوبو په راز پوه وه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x