خبریالانوته دبشري حقونو دزده کړی دوه ورځنی ورکشاپ پرانستل شو

نن سه شنبه د۱۳۹۱یم لمریزکال دوږي په څوارلسمه نېټه  دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون په هڅونه او ملاتړ او دمیدیوتیک افغانستان په تخنیکي او مسلکي مرسته دختیځ ددېرشو تنو ځوانو خبریالانو دروزنې په مخه دننګرهاررسنیو کور ( میدیوتیک)په انګړ کې داروزنیز ورکشاپ جوړشو.

دورکشاپ په پرانستونې غونډه کې په ختیځ کې دمیدیوتیک افغانستان رسنیوکور مسوول پوهنیارمحمد داود وفا وویل :

دبشري ارزښتونو پېژندل دهر انسان دنده ده ، او په تېره دخبریالانو دنده ده چې دبشري حقونو په ترویج ، تعمیم او تامین کې اغېزمن رول ادا کړي. ده وویل ، دبشري حقونو سپارښتنه څه ناڅه څوارلس سوه کاله مخکې لا زمونږ سپېڅلي او مقدس کتاب عظیم الشان قران کړې ده او دخلکو ددرناوي ساتل ، خلک نېکو کارونو ته هڅول ، دنورو خلکو دحقونو خوندیتوب ، دبشري کرامت پالنه او پراختیا ته کار اصلادخپل دین او عقیدې دپراختیا په ماناده.

نوموړي دبشري حقونو دفتر ته دوړاندیځ په دود وویل، دپښتو دلرغونیو او کلاسیکو ادبیاتو بشري ارزښتونه دې هم دغونډو ، کنفرانسونو او ورکشاپونو له لارې توضیح او تشریح کړای شي.

استاد وفا دمیدیوتیک افغانستان په استازۍ ټولو افغاني مدني بنسټونو ته له خپله اړخه دمرستې ملګرتیا ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه ، چې میدیوتیک افغانستان دخپلې دندې له مخې دخبریالانو لپاره دمدني او بشري روزنې زمینې برابرې کړي او په دې برخه کې دنورو دمرستې او ملګرتیا هرکلی کوي.

بیا دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون دتعلیماتو څانګې مشر             مطیع الله تنها امین  پخپله وینا کې دورکشاپ اجند تشریح کړه او وې ویل ، ددغه ورکشاپ هدف دادی ، چې خبریالان څرنګه کولای شي، بشري کرامت او د بشري حقونو دتامین لپاره خپلواکه مبارزه په کار واچوي. ځکه چې خبریالان دابلاغ دمهمې وسیلې په توګه ترنورو یو ګام وړاندې مسوولیت لري. نوموړي وویل، ددوه ورځو په بهیر کې دیادې موضوع په بېلابېلو برخو  به دمسلکي روزونکو په مرسته بحث ومباحثه وشي.

دغه ورکشاپ ته  دختیځو سیمو له بېلا بېلو رسنیو نه دېرش تنه ځوان خبریالان راغلي دي.چې د چارشنبې په ورځ به هم روان وي.

ننګرهاررسنیز کور

صیام الدین